له وضعيت نه وو خبر؛ عمران خان به روسيې ته پر خپل سفر پېښمانه وي

نېږدې ۲۵ کاله وروسته د پاکستان يو لومړی وزير روسيې ته په رسمي سفر تلل، خو هلته د توقع خلاف وضعيت سره مخ شو. پاکستان چې د پخواني شوروي يووالي پر مهال د امريکا ملاتړی او اوس کې هم په سيمه کې د انګلستان او امريکا د سياستونو پلې کوونکی، له تېرو ۲۳ کالونو را وروسته يې د لومړي ځل لپاره لومړی وزير عمران خان مسکو ته په رسمي سفر لاړ. 

عمران خان په داسې وخت کې روسيې ته سفر وکړ، چې د روسيې حکومت او ولسمشر پوتين ټوله توجه پر اوکراين د دوی د بريد په اړه وه. پوتين ته د عمران خان د سفر پر مهال ترټولو مهمه مسله پر اوکراين بريد وو او دې وخت کې يې اقتصادي، سيمه ييزو، سياسي او نورو سترو - وړو مسايلو په اړه لېوالتيا او وخت نه درلود. 

مسکو کې د عمران خان هغه ډول هرکلی ونه شو، کوم چې پخوا د روسيې حکومت د نړۍ له مشرانو کولو. عمران خان له پوتين سره ناسته وکړه، خو د معمول په څېر رسنيز کنفرانس کې راڅرګند نه شول او ويل کېږي، چې ناسته يې هم لنډه او د کم وخت لپاره وه. 

د پاکستاني رسنيو د مالوماتو پر بنسټ، مسکو ته د عمران خان د سفر موخه د افغانستان په شمول د سيمې نور مسايل او د ګازو پروژه  وه، خو پر اوکراين د روسيې د بريد له امله خبرې په هغه ډول تر سره نه شوې، کوم ډول يې چې تمه کېده. د ګازو د پروژې په اړه بحثونه شوي او خو رسمي تړون لاسليک نه شو. 

دا په تېرو نېږدې ۲۳ کالونو کې مسکو ته د لومړي ځل لپاره د پاکستاني لومړي وزير سفر دی. له عمران خان له وړاندې ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان لومړی وزير نواز شريف مسکو ته په رسمي سفر تللی وو.