د ساه لنډۍ (Asthma) ناروغي؛ نښې او لاملونه يې 

دري ژبه کې ورته نفس تنګي وايي. د ساه لنډۍ ناروغي چې انګلېسي نوم يې Asthma ده، د تنفسي سېسټم ګواښونکې ناروغي ده. دغه ناروغي تر ډېره ماشومانو کې رامنځته کېږي، خو ځوانان او د ستر عمر لرونکي کسان هم ترې لېرې نه پاتې کېږي. هغوی چې پر دغه ناروغۍ اخته  شوي وي، سهار وختي او د شپې پر مهال ټوخيږي، د سينې عضلې يې سختيږي او ساه يې لنډه - لنډه کېږي. د ساه لنډۍ / Asthma او د ساه لنډۍ حملې /asthma attack ترمنځ توپير شتون لري. ساه لنډي يوه ناروغي او بيا د ساه لنډۍ حمله يا asthma attack وژونکې پېښه ده، چې ژوند اخلي. 

د ساه  لنډۍ نښې 
- د ساه اخېستلو پرمهال د شغ شغ غږ وتل. هغه کس چې ساه لنډي ولري نو د تنفس اخېستو پرمهال د سينې شغيدل لري. 
- د سينې سختوالی د ساه لنډۍ ناروغي بله نښه ده. هغه کسان چې ساه لنډۍ ولري، نو د سينې قفس او عضلې يې داسې نېولې وي، چې د درد احساس کوي او حس داسې کوي، چې پر سينه يې کوم وزن لرونکی څيز اېښودل شوی دی. 
- د شپې مهال او سهار وختي د ساه اخېستنې ستونزې؛ اغېزمن کس دې وختونو کې له تنفس اخېستنې سره ځوريږي. 
- ځيني ناروغان پر له پسې او ځيني نور بيا ځيني وخت سخت ټوخی کوي. 
- د ساه لنډۍ ځيني ناروغان په عادي ډول سره خوب او خوراک هم نه شي کولی  او زړه يې خپه کېږي. 

د ساه لنډۍ لاملونه 
د ساه لنډۍ اصلي لاملونه تر اوسه تشخيص شوي نه دي، خو لاندې يې ځيني لاملونه دي، چې د ساه لنډۍ ناروغي رامنځ ته کوي. 
- د ساه لنډۍ ناروغي تر ډېره جينيټکي بلل کېږي. که چېرې د کورنۍ کوم نېږدې غړی دغه ناروغي ولري نو په ارثي ډول د کورنۍ نور غړي هم پرې اخته کېږي. د يادونې ده، چې ساه لنډي يوه ساري ناروغي نه ده، خو ارثي لېږد يې لوړ دی. 
- ککړه هوا هم په خپل نوبت سره په تدريجي ډول سره د نفس تنګۍ ناروغۍ لامل کېږي. 
- ځيني درمل او خواړه هم ثابت شوي دي، چې ساه لنډي رامنځته کولی شي. 
- ځيني کسان حساسيت لري او دغه حساسيت يې پر تنفسي سېسټم ناوړه اغېز کوي او د ساه لنډۍ ناروغي ورته پيدا کېږي. 
- ماشومان کې د ساه لنډۍ لامل د سګرېتو د هغه لوګي تنفس کول دي، چې د دوی په خوا کې يې بل کس څکوي. 
- برونشیولیت چې ماشومانو کې د مريو التهاب دی، د ساه لنډۍ لامل شمېرل کېږي. 
- ځيني ماشومان هغه مهال په ساه لنډۍ اخته کېږي، چې مور يې د اميدوارۍ پر مهال سګرېټ څکولي وي. 

له ساه لنډۍ ځان هغه وخت ساتل کېدای شي، چې له پورته لاملونو سره يې مخ نه شی. که چېرې بيا هم يو څوګ پر دغه ناروغۍ ککړ شي، نو اړينه ده، چې اړوند ډاکټر سره په اړيکه شي او په منظم ډول سره د داکټر لارښوونې او درمل تعقيب کړي.