پر اوکراین د روسیې د بشپړ برید وړاندوینه د فبرورۍ مياشتې په ۲۴مه سهار وختي په واقعيت بدله شوه. له تېرو څو مياشتو راهيسې روسيه د پخواني شوروي يووالي پر يو ايالت او د اوسنۍ روسيې ګاونډ هېواد (اوکراين) پولو سره نېږدې ۱۹۰۰۰۰ سرتيري ځای پر ځای کړل. د اوکراين او روسيې ترمنځ کړکېچ د ۲۰۲۱ز کال په ترڅ کې ډېر او د ۲۰۲۲ په لومړيو کې پر منازعې او جګړې وواښت.
پر اوکراين د روسيې له بريد دمخه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې په ملاتړ د دونیتسک او لوهانسک جلا شوې سیمې په رسمیت وپیژندلې، دغه دواړه سيمې د دونباس په جنجالي سیمه کې موقعیت لري. روسيې دونیتسک او لوهانسک سيمې د خپلواکو خلکو جمهوریتونو په توګه وپېژندلې او دغو سیمو ته یې د "سوله ساتونکو" په نوم سرتيري ولېږل.
د روسيې او اوکراين تاريخي تړنې او اړيکې
روسيه او اوکراين د زرګونه کالونو تاريخي اړيکې لري؛ چې دوستي او مخالفتونه بر کې نيسي. په تېرې يوې پېړۍ کې اوکراين د پخواني شوروي يووالي يو مهم کرنيز او صنعتي ايالت وو او په وروستيو کې يې چې ځان له شوروي يووالي بېل کړ، اروپا لويه وچه کې ګڼ نفوس جمهوريت شو. ۱۹۹۱ز کال کې د اوکراين له خپلواکۍ وروسته، دغه هېواد لوېدېځۍ نړۍ او ناټو سره د اړيکو د نېږدې کېدو هڅې پيل کړې او په ورته وخت کې روسيه هم پر دغه مهم ګاونډي نظر ساتي او د ناټو د پلاونونو لپاره ورته تياری لري. له ۲۰۰۴ کال ټاکنو وروسته، د ناټو غړو هېوادونو په لسمون، اوکرايني مشرانو داسې سياستونو پيل کړل، چې په لوی لاس يې ځانونه روسيې سره په دښمنۍ کې اچولي. د اوکراين د مشرانو او سياستوالو د تېرو دوه لسيزو سياستونو په پايله کې د روسيې او اوکراين ترمنځ درز زيات شوی او ملګرتيا په دښمنۍ اوښتې ده. د ناټو او امريکا په لمسون، اوکراين له کرکې او نفرتونو ډکې چارې پيل او پايله کې يې روسيه دې ته اړ کړه، چې نور يې زغم ونه لري او د لوېدېځۍ نړۍ د تخريبي کړنو مخه اوکراين او د روسيې په ګاونډ کې ډب کړي.
د اوکراين لوېديځ پالو مشرانو د امريکا او د امريکا د ملګرو هېوادونو په غوښتنه، روسيې سره د نااعلان شوې جګړې سياست پيل کړ. دوی د روسيې پر وړاندې دومره نفرت اوکراين کې خپور کړ، چې که چېرې يو چا په روسيي ژبې خبرې وکړې، نو ځورېدل کېدل به. د اوکراين تېرو څو حکومتونو ټولې هغه تړنې او ځانګړنې له منځه وړلې، چې د روسيې او اوکراين وګړي يې په شريک ډول لري. د روسيې په ګاونډ کې، د روسيې پر وړاندې، خو د اوکراين په خاوره کې، د امريکا او نورې لوېدېځې نړۍ د تخريب ډک سياستونه، د روسيې د امنيت لپاره ستر ګواښ شمېرل کېږي.
د شنونکو په اند، پر اوکراين د بريد اصلي لامل په خپله هغه اوکرايني مشران دي، چې ځانونه يې د امريکا او ناټو غړو هېوادونو په لاس کې ورکړي وو. دوی پرته له ژور تحليل او راتلونکو پايلو سنجونې، د امريکا په لسمون روسيې سره دښمني شروع کړه. د اوکراين د وروستيو څو حکومتونو هڅې دا وې، چې تر بل هر څه وړاندې خپل هېواد کې د ناټو لاس وهنو ته زمېنه برابره کړې او د روسيې امنيت په خطر کې واچوي. د اوکراين دې ډول سياستونو روسيه اړ کړه، چې د خپل ملي امنيت په پار دغه هېواد کې د امريکا او ناټو لاسونه پرې او نفوذ يې له منځه يوسي.
د روسيې او اوکراين کړکېچ کله زور واخېست؟
هغه مهال چې د اوکراين اوسني حکومت ناټو سازمان کې د غړېتوب اخېستو چارې تېزې کړې، همماله ورسره د اوکراين او روسيې کړکېچ هم شديد شو. د اوکراين اوسنی حکومت چې د لوېدېځې نړۍ له خوا رامنځ ته شوی دی، يو اړخيز دريځ لري او هغه هم ناټو غړو هېوادونو سره نېږدې والی او دوستي پالنه. د ناټو غړي هېوادونه چې روسيې سره تاريخي ټکرونه لري، د اوکراين له لارې روسيې ته ځانونه رسول او دې سره يې هڅې دا وې، چې د روسيې ملي امنيت وګواښي او د دوی پر وړاندې د روسيې د درېدنې مخه ونېسي. د ناټو او امريکا پارونکو کړنو مسکو اړ کړی، چې روان ۲۰۲۲ کال کې اوکراين سره نېږدې ۲۰۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي. جوبايډن او د ناټو غړو هېوادونو نورو مشرانو په دې اړه ولسمشر پوتين سره خبرې وکړي او غوښتنې يې دا وې، چې روسيه دې خپل پوځيان پر شا کړي. پوتين چې د لوېديځوالو پر تخريبي او استعماري سياستونو ښه پوه شوی، پر خپلې پرېکړې ودرېد. پوتين له وړاندې د اوکراين حکومت ته خبرداری ورکړی وو، چې د روسيې پر وړاندې د امريکا او ناټو جګړه دې پر سر نه اخلي؛ امريکا او د ناټو غړي هېوادونه د خپلو ګتو په پار اوکراين په ناسم ډول د روسيې پر وړاندې جنګوي او د اړتيا په وخت کې به همدا لوېديځ بلاک اوکراين يوازې پرېږدي.
ولې روسيې پر اوکراين بريد وکړ؟ د روسيې موخه او هدف څه دی؟
څه ډول مو چې وړاندې يادونه وکړه، د ناټو د غړو هېوادونو په لسمون او د اوکراين د سياستوالو د روسيې ضد دريځونو، مسکو اړ کړ، چې پر اوکراين بريد وکړي. ناټو سازمان اوس مهال ۳۰ غړي هېوادونه لري؛ ترکيه اسيايي هېواد، امريکا او کاناډا يې دوه امريکايي غړي هېوادونه دي او پاتې ۲۷ غړي هېوادونه يې اروپا لويه وچه کې شتون لري. د ناټو پلان دا وو، چې اوکراين هم خپل غړی هېواد کړي او دې سره د روسيې پر نبض پښه کېږدي. ناټو کې د غړېتوب لپاره، د دغه سازمان غړو هېوادونو د اوکراين په کورني سياست کې لاس وهنې پيل کړې وې. هغه څوګ يې واک ته رسول او هغه ډول حکومت به يې جوړولو، چې د ناټو ګټې يې خوندي کولی شوې. له تېرو درېيو لسيزو، لوېديځې نړۍ تر ډېره اوکراين خپلې سينې ته لاندې کړی وو. ناټو، اوکراين کې هر هغه حکومت له پښو غورځولو، چې روسيې سره د ښو اړيکو دريځ او سياست به يې درلود. لوېديځ بلاک د خپلو ګتو په پار د اوکراين سياستوال لمو او دام کې نېولي وو. د روسيې ضد سياست ورته د پروژې په ډول ورکړل شوی وو او دوی هڅه کوله، چې د اوکراين له لارې روسيه وځپي.
د امريکا او ملګرو هېوادونو موخې د دوی د ملي ګټو پر بنسټ وې؛ دوی کومه خواخوږي له اوکرايني حکومت او ولس سره نه درلوده او نه يې لري. لوېديځ بلاک غوښتل چې د روسيې پر وړاندې خپله جګړه په نيابتي ډول پر اوکراين تر سره کړي. د نړۍ د بل هر هېواد په ډول روسيې ته هم خپلې ملي ګټې او ملي امنيت مهم دی، نو دا چې اوکراين ورته د ملي امنيت او ملي ګتو پر وړاندې سنګر ګرځېدلی وو، پر اوکراين يې د بريد هوکړه وکړه.
پوتين له اوکراين څه غواړي؟
وړاندې يې هم ذکر وشو، چې اوکراين د لوېديځ بلاک په لومو کې غورځېدلی، چې هم په خپله اوکراين او هم روسيې لپاره ګواښ وو. ولسمشر پوتين اوکراين سره د ښو اړيکو د ساتنې او پالنې دريځ لري، خو په هغه صورت کې، چې اوکراين د امريکا په هڅونه د روسيې پر وړاندې ونه دريږي. پر اوکراين د ولسمشر پوتين د بريد دوه موخې بنسټيزې دي- لومړی د اوکرايني سياستوالو او د اوکراين د اوسني حکومت د هغه کړنو پای، چې روسيې سره په کې دښمني او کرکه پالي او دویم د هغه ستر سرخوږي مخېنوی، چې اوکراين به يې د ناټو په غړېتوب سره روسيې ته پيدا کړي.
ولې روسيې اوس پر اوکراين بريد وکړ؟
د شنونکي پر اند درې ستر لاملونه يې تر شا دي، چې ولسمشر پوتين دغه ۲۰۲۲ کال دويمه مياشت کې پر اوکراين د بريد امر ورکړ:
۱- له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو وتل، د امريکا او ناټو سازمان کمزورتيا په ګوته کوي. دې سره د امريکا هغه غرور او نړيوال اغېز کم شوی دی، چې ۲۰۲۱ وړاندې يې درلود. له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو وتنې، د لوېديځ بلاک پر مرال منفي اغېز کړ او په نړيوال ليدلوري کې يې امريکا او ناټو داسې معرفي کړي، چې کمزوري شوي او خپل متحدين يوازې پرېښودلی شي.
۲- د اوکراين اوسنی ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي بې تجربې کس دی. هغه له هنر او تياتر تر سياست او ولسمشرۍ ورسېد. ولادیمیر زیلینسکي نه پوهيږي، چې څه ډول ښه سياسي لوبه وکړي او څه ډول بايد د نړۍ د سترو هېوادونو ترمنځ توازن وساتي. د ولادیمیر زیلینسکي پر وړاندې کورني بغاتونه او د نړۍ پر مشرانو د نوموړي کم سياسي او رهبري اغېز، روسيې ته موقع پر لاس ورکړه، چې د اوکراين لپاره اوس له بل هر وخت ډېر ښه وخت دی.
۳- د ناټو سازمان او د اوکراين حکومت چټک اخته وو، چې ژر دغه هېواد د ياد سازمان غړی هېواد شي. که چېرې اوکراين د ناټو غړی هېواد شوی وای، نو بيا به د روسيې لپاره سخته وای، چې پر اوکراين يې برید کړی وای. مخکې له دې چې اوکراين په ناټو کې غړېتوب واخلي، روسيې نوبت پرې ورمخکې او لاندې يې کړ.
پر اوکراين د روسيې بريد ته د امريکا او ملګرو هېوادونو غبرګون او سياست يې؟
کله چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ، نو د ناټو سازمان بېړنی ناسته تر سره کړه، خو داسې کومه پرېکړه يې ونه کړه، چې د اوکراين مرسته پرې وکړي. جوبايډن د روسيې د بريد په غبرګون کې وويل، چې امريکا به د اوکراين ګاونډ پولنډ چې د ناټو غړی هېواد دی، د امنيت لپاره به سرتيري ورولېږي. جوبايډن په تکرار وويل، چې دی به د روسيې پر وړاندې اوکراين ته پوځيان ونه لېږي.
د لوېدېځې نړۍ، غبرګونونه تر ډېره اقتصادي او د غندي بڼه کې دي او د تېر په څېر د پوځي لارو څه نه وايي. په اقتصادي اړخ به هم روسيه ډېره اغېزمنه نه شي، ځکه چې د چين په څېر ستر اقتصادي ځواک هم د روسيې تر څنګ دی او چين د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې پر اوکراين د روسيې بريد په اړه سپنه رايه ورکړه.
وروستي