له وګړو تر پوځي او اقتصادي ځواک؛ د روسيې او اوکراين پرتله 

اوکراين په ختيځه اروپا کې پروت هېواد دی.  له روسيې وروسته د پرخوالي پر بنسټ اروپا کې دويم ترټولو ستر هېواد دی. دغه هېواد له روسيې، بلاروس، پولنډ ،سلواکیا هنګري، رومانیا او مولداویا  سره ګډه پوله لري. د اوکراين پلازمېنه د کییف ښار دی. دې ليکنه کې د روسيې او اوکراين څو اړخيزه پرتله او مقايسه شوې ده. 

پراخوالی 
روسيه د پراخوالي پر بنسټ د نړۍ تر ټولو ستر هېواد دی او پرخوالي يې ۱۷ مېليونه کيلو متره مربع ته رسيږي. اوکراين په پرخوالي کې له افغانستان وړوکی، خو اروپا کې له روسيې وروسته دويم تر ټولو ستر هېواد دی. د اوکراين پرخوالی څه د پاسه ۶۰۰ زره کيلو متره مربع دی، چې د نړۍ ۴۵ هېواد حساب شوی. 

وګړي
د اوکراين د وګړو شمېر له افغانستان ډېر دی. دغه هېواد ۴۱ مېليونه وګړي لري، چې د نړۍ ۴۶م ګڼ هېواد شمېرل کيږي. د روسيې د وګړو شمېر ۱۴۵ مېليونه دی؛ له پاکستان څخه يې نفوس کم او په نړيواله درجه بندۍ کې نهم ځای لري. 

پوځ
د روسيې پوځ ۸۵۰زره او د اوکراين پوځ دوه سوه زره تنه دی. د پوځيانو د شمېر پر بنسټ روسيه د نړۍ پنځم او اوکراين د نړۍ شلم غښتلی هېواد دی. دغه دوه هېواده دوه سوه او ۵۰ زره ريزرف پوځيان لري. 

هوايي ځواک 
د روسيې هېواد خپل هوايي پوځ کې ۴۳۱۷ الوتکې؛ اوکراين بيا ۳۱۸ الوتکې لري. د روسيې جګړيزې الوتکې ۷۷۲ او د اوکراين ۶۹ دي. همدا ډول روسيه ۴۴۵ او اوکراين ۳۲ ټرانسپورټي الوتکې لري. د ځانګړو عملياتو برخه کې روسيه ۱۳۲ او اوکراين يوازې ۵ الوتکې لري. د روسيې د چورلکو شمېر ۱۵۴۳ او د اوکراين د چورلکو شمېر ۱۱۲ ته رسيږي. همدا ډول روسيه ۴۴۵ او اوکراين ۳۴ بريدګرې چورلکې لري. 

ځمکنی ځواک
روسيه ۱۲۴۲۰ ټانکونه، ۳۰زره زغروال ګاډي، ۶۵۷۴ خپله تلونکي توپونه او ۷۵۷۱ کشکېدونکي توپونه لري. د اوکراين د ټاکنو شمېر ۲۵۹۶، زغروال ګاډي۱۲زره، خپله تلونکي توپونه نېږدې زر او کشکېدونکي توپونه ۱۲سوه دي. 

بحري ځواک
د روسيې په بحري ځواک ۸۹۶ بېلا بيلې جنګي، ټرانسپورټي، بريدګرې او نورې بېړۍ شتون لري. د اوکراين د بحري ځواک د بېړيو شمېر ۵۴ ته رسيږي. 

بوديجه
د روسيې د پوځ کلنۍ بوديجه ۱۵۴ مېليارده امريکايي ډالر او د اوکراين د پوځ کلنی لګښت نېږدې ۱۲ مېليارده امريکايي ډالر دی. 

هوايي ډګرونه
روسيه ۱۲۱۸ فعال او بيا اوکراين ۱۸۷ پوځي او ملکي هوايي ډګرونه لري. 

بندرونه
روسيه اته او اوکراين شپږ ستر بندرونه لري. 

د تيلو توليد
روسيه نېږدې ۱۱ مېلېونه بیرل تيل توليدوي او نړۍ کې دويم ځای لري. د اوکراين د تيلو توليد ۳۲زره بیرل دی او نړيواله شمېره يې ۴۷مه ده. همدا ډول روسيه درې نيم مېليونه او اوکراين دوه نيم سوه زره بيرل تيل مصرفوي.