دويم څار: پر اوکرایین د روسيې د بريد په اړه تازه، وروستي او کره مالومات 

- اوکرايين د ناټو غړی هېواد نه دی او پر همدې اساس امريکا او د لوېديځې نړۍ نور هېوادونه د روسيې پر وړاندې د اوکرايين جګړه په قانوني ډول نه شي درېدلی. اوکرايين ډېره هڅه کوله، چې د روسيې له بريد وړاندې د ناټو غړی هېواد شي، خو روسيې پرې نوبت وړاندې کړ. 

- د اوکراين ولسمشر زیلینسکي پر ټولو خپلو اتباعو غږ کړی چې روسي ځواکونو سره جګړه او د خپل هېواد دفاع وکړي. نوموړي ويلي دي چې حکومت يې چمتو دی چې ټوولو هغه کسانو ته وسلې ورکړي، چې د روسيې پر وړاندې د جنګېدو هوډ لري. 

- ولسمشر زیلینسکي له مسکو سره هر ډول ډېپلماټيکې او سياسي اړيکې پرې او پر وړاندې يې د پوځي درېدنې ويلي دي. 

- د فنلنډ لومړي وزیر ويلي، چې هېواد يې چمتو دی، له اوکراینه کډوال ورشي او دوی ورته تياری نېولی. 

-  د جرمني لومړي وزير  اولاف شولتز پر اوکراین د روسیې برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او د اوکراین پر وړاندې یې د ولسمشر پوتین پرېکړه په کلکو ټکو غندلې دي.

- د متحدو ايالتو ولسمشر جوبایډن د اوکراین له ولسمشر سره پر ټیلیفون خبرې کړې او ورته ويلي، چې پر هېواد يې د روسيې بريد غندي. 

- شنونکي وايي چې پر اوکرايين د روسيې بريد د چين او روسيې ګده پالېسي ده او دې سره به چين وکولی شي، چې پر تايوان بريد وکړي او خپله برخه يې کړي. 

- د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي وویل چې د بایډن اداره د اوکرايين چارواکو سره په اړيکه کې دي او هڅه کوي، چې د اوکرايين انټرنيټي سېستمونه د روسيې له سايبري بريدونه وساتي. 

- د نړۍ ګڼو هېوادونو له اوکرايين څخه د خپلو وګړو د بېړنۍ وتنې چارې پيل کړې دي. 

- د اوکرايين چارواکو له امريکا او لوېديځ هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه يوازې د يادو هېوادونو له خوا پر اوکرايين د مسکو بريد غندلی شوی. 

- د اوکرايين جګړې په تېزېدو سره  د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس نوسیدا په خپل هیواد کې بشپړ  بیړني حالت اعلان کړ. 

- د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسن وايي، پر اوکراين د روسيې يرغل د اروپا لپاره يو "ناورين" دی او د ناټو سازمان د بيړنۍ غونډې جوړېدو  غوښتنه يې کړې ده.