پر اوکرایین د روسيې د بريد په اړه تازه، وروستي او کره مالومات 

د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په لارښوونه روسيې ځواکونو  نن سهار اوکراين کې پوځي عمليات پيل، چې د امريکا په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو غندلي او دا يې پر اوکراين تېری بللی. 

- د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټول هیواد کې پوځي حالت کړ او زياتوي  چې اوکراین به له روسيې دغه جګړه ګټي. 
 
- د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د روسيې دغه بريد  غیر عادلانه بللی، غندلی؛ ګواښ یې کړی چې نړۍ به له روسیې حساب وغواړي. 
 
- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له پوتین څخه غوښتي چې اوکرایین ته د پوځیانو د استولو مخه ونیسي او استول شوي پوځيان پر شا کړي. 
 
- کړکیچ وروسته له هغه زیات شو چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې په ملاتړ بیلتون غوښتونکو له مسکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
 
- اوکرایين له ترکیې غوښتي چې د روسیې د جنګي بېړیو پر مخ د تورې بحیرې د اوبو لارې بندې کړي. 
 
-  د روسیې دفاع وزارت ويلي، چې په اوکراین کې د دوی هوایي بریدونه ښارونه نه په نښه کوي او ملکي وګړو ته کوم ګواښ نه پېښوي.
 
- ورته وخت کې اوکراييني چارواکو ويلي چې د روسيې د توغنديو په بريدونو کې اته تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
 
- د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر ویلي، اروپايي ټولنه به پر روسیې د اوکراین د برید له امله تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي.
 
- د بيلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو  په ډاګه کړې، چې د بیلاروس ځواکونه په اوکرایين کې د روسیې په یرغل کې برخه نه اخلي.
 
- څو زورورو چاودنو د اوکرايين ختيځ ښار کراماتورسک ولړزاوه. روسیه هڅه کوي چې د اوکرایين پوځي اډې په نښه کړي. 
 
- د روسيې دفاع وزارت وايي، د اوکراين پر هوايي اډو يې بريدونه کړي او د اوکرايين هوايي پوځ يې له پښو غورځولی دی. 
 
- بيا، د اوکراین پوځ وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې د جګړې په ترڅ کې شاوخوا ۵۰ روسي ځواکونه وژل شوي او شپږ جنګي الوتکې یې له منځه وړي دي.