ژمی او وچ پوستکی؛ لاملونه، نښې او کورنۍ درملنه 

د وجود پوستکي بېلا بېلو برخو کې، د پوستکي وچوالی رامنځته کېږي، چې انګلېسي کې ورته dry skin  وايي او علمي نوم يې Xerosis دی. د پوستکي د وچېدو لاملونه، ځايونه او نښې توپيري دي. وچه او سړه هوا، تېز لمر، ډېر زيات حمام کول، تېز کيمياوي صبابون او شامپو د پوستکي د وچېدو عمده او ستر لاملونه دي. ډاکټر ته له تګ وړاندې او د کيمياوي درملو پرته؛ په کور دننه هم داسې ساده او اسانه لارې شته دي، چې د وچ پوستکي له ستونزې مو خلاصوي. 

د وچ پوستکي نښې
- احساس داسې کيږي، چې پوستکی ډبل او سخت شوی دی؛ 
- که چېرې د پوستکي  اغېزمنه برخه  لمس شي، نو زيږه وي او نرموالی يې له منځه تللی وي؛ 
- هغه برخه  چې پوستکي يې وچ شوی وي، خارښت کوي؛ 
- پوستکی سپين رنګه پوټکي اچوي؛ 
- د نرموالی او ښويوالي پر ځاي ګونځې پرې را ښکاره  شي؛ 
- ځيني وخت د ډېر وچېدو له امله پوستکي وينه کوي او که چېرې وګرول شي، نو بيا پرې ټپ پيدا کېږي.

د پوستکي د وچېدو ستر لاملونه
- تودخی: که چېرې په طعبيي ډول لمر وي او يا هم په مصنوعي ډول د سون ټوکو په وسيله د اوسېدو ځای ډېر ګرم شي، پوستکي وچيږي. 
- اقليم: ډېره سړه، وچه  او باد لرونکې هوا د پوستکي اوبه وچوي او له امله يې پورته نښې راڅرګنديږي. 
- ډېر حمام کول: ۲۴ ساعتونو کې له يو ځل ډېر لمبېدل د وجود طعبيي غوړ له منځه وړي او پوستکی وچيږي. که چېرې د اړتيا پر مهال پرته له صابون او شاميو دوه - درې ځله ورځ کې حمام وشي، بيا ډېره ستونزه نه پيدا کوي. 
- عمر: هغه کسان چې عمر يې ډېر وي، پوستکی يې نری کېږي او د اړتيا وړ غوړ نه شي تولېدولی؛ چې له امله يې د ډېر عمر لرونکی کسانو پوستکی وچ وي. 
- خاورې: هغه ماشومان چې خاورو کې لوبې کوي او هغه بزګران او نور کارګر چې خاورو سره يې سرو کار وي، پوستکی يې وچيږي. 
-  درمل: د ځينو ناروغيو د درملنې په پار داسې درمل هم شته، چې جانبي عوارض يې د وجود غوړ کموي او د پوستکي د وچېدو سبب کيږي. 

د پوستکي د وچېدو کورنۍ درملنه
- هڅه دې وشي، چې ۲۴ ساعتونو کې له يو ځل ډېر حمام ونه  شي. د حمام پر مهال له لسو دقيقو ډېر تشناب کې پاتې کېدل ښه نه دي. که اوبه ډېرې هم وي، نو زياتې اوبه بايد پر وجود وانه چول شي.  
- د ژمي سړه او وچه هوا کې دې هڅه وشي، چې وجود د کريمونو او ځانګړو تيلو په وسيله غوړ وساتل شي. د شپې پر مهال د لاسونو، مخ او پښو غوړول او هغه مهال چې بېرون تګ وي، د لمر ضد کريم وهل، پوستکی له وچېدو ساتي. 
- د يو شمېر هغه کسانو پر مخ د وچ پوستکي نښې را پيدا کېږي، چې ږيره خرېي/کلوي. دې وخت کې د پوستکي غوړ له پل سره اخېستل کيږي. هڅه دې وشي، چې د ږيرې خرېينه او کلول په ارام او داسې ډول وشي، چې پر پوستکي فشار کم وي. 
- د ژمي يخ او سړه هوا کې بايد ډېرې اوبه  وڅښل شي او مايع  لرونکي خواړه وخوړل شي. د پوستکي وچېدنه د اوبو د کمښت له امله  وي او د مايعاتو په څښلو وجود له دننه خړوبيږي. 

د وچ پوستکي له امله کوم وخت بايد ډاکټر ته لاړ شئ 
- که چېرې پورته نښې - نښانې د غوړولو په وسيله  هم له منځه لاړې نه شي او د اوږد لپاره پاتې شي. 
- که چېرې تاسې ورځه دومره په تکليف ياست چې خوب او د ورځې نورې چارې درته ستونزمنې شي. 
- که چېرې اغېزمنه شوې برخه کې ټپونه پيدا شي او وينه کوي. 
- که چېرې نښو يې دومره برخه نېولې وي، چې له لېرې ښکاري او ستاسې د پوستکي ظاهري بڼه يې بدرنګه کړې وي.