افغانان او د واقعیتونو او نویو بدلونو په وړاندې د مغزونو تړل
لمړی یو څو عوامل
د لیکنې په دې برخه کې په هغو مسئلو او لاملونو یې بحث کېږي چې نه پرېږدي افغانان خپلو فرصتونو ته په خلاصو مغزونو او سترګو نظر وکړي او د دې لاملونه رامنځته کوي چې موږ خپل مغزونه د بدلونو، تاریخی پېښو، ننګونو او فرصتونو په وړاندې وتړو او ځان له نویو شرایطو سره عیار نه کړو.
په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او پراختیايي ارزونو او علمی بحثونو کې کله چې موږ د خلکو د کړنو، عادتونو او خواصو په هکله خبرې کوو، موږ د هغوی سابقې ته باید وګورو او بیا ورنه مناسبه تمه وکړو. لکه رسول الله ص چې خپلو یارانو او امت ته په یوه حدیث کې درس ورکړی. کله چې هغه له یارانو سره یې ناست او په کومه مهمه مسئله یې خبرې کولې، یو صحرايي راغی او له هغه یې په تنده لهجه څه وغوښتل، یاران یې ناراحته شول، خو رسول الله لاړه او هغه سړي ته یې د اړتیا وړ شی ورکړ، چې راغی، ویې فرمایل: من بدا فقد جفا، یعنی هغه څوک چې په بیدیاوو او غرونو کې ژوند کوي، توند خویه او زیږه خلک وي، نو دوی باید درک شي، ملامت نه شي، او مرسته ورسره وشي. نو موږ هم باید د خلکو د کړنو او پېښو د علت او معلول په هکله ځان سم پوه کړو، او چې د شته شرایطو په هکله نظر ورکوو، نو ډلې او شخصیتونه باید تاریخ ته پرېږدو او تمرکز مو په هغو ریښه ایزو عواملو وي چې یاد شرایط ی رامنځته کړي دي. ځکه ډلې د تاریخي، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي عواملو په بستر کې رامنځته او وده کوي، که شرایط ښه تحلیل نه کړو، د خلکو او ګروپونو د انحراف عوامل نه شو موندلی، اړ به وو چې ځينې کسان او ډلۍ مسؤل وبولو، له اصلي او ریښه ایزو عواملو موندلو به غافل پاته شو او ځکه به اصلاحات هم نه شو راوستلی. نو غوره داده چې د هيواد په ننګونو او فرصتونو خبرې وکړو او هلته به که چاته مسؤلیت متوجه کېده منو به یې. هیله داده چې په یو شمیر ملي مسئلو یوه مناسب دیالوګ او علمي بحث ته د لارې په اوارېدو کې مرسته وکړي، او که ممکنه وي چې نور پوهان ورباندې پنځونې او څېړنې وکړي.
کارپوهان وايي تر څو په یوه ټولنه کې فقر او محرومیت وي، د اصلاحاتو راوستل اسانه کار نه وي. زیات خلک یوازې د اولاد په نفقه پورې حیران وي، اصلاحات هغه څوک غوښتلی شي چې لوستي وي او لږ تر لږه سیاسي شعور یې لوړ، له لوږې او ناروغیو نه کړېږي او د کار او عاید خاوند وي، نو د لا ښه ژوند، عدالت او پرمختګ غوښتنه ورته ممکنه ده. نو تر څو لوږه او بې سوادي وي، نو عوام په ډېره اسانۍ سره نن یو چاته زنده باد وايي او سبا ورته مرده باد وايي خو رښتیني اصلاحات نه راځي، ځکه د اصلاحاتو راوستلو شرایط دادی چې د ویښو او سیاسي شعور لرونکو عوامو غوښتنه، مشارکت او نظارت غواړي. که دا نه وي، زیات چارواکي او د تولنې نخبګان زر په طلايي قفس او ځاني ګټو کې راګیر کېږي او اصلاحات په ټپه دریږي. له همدې کبله په هغو ټولنو کې چې قانون محوره نه وي، قانون په هرچا یو شان په سختۍ پلي کېږي او ځکه نو سیاسي او اقتصادي بنسټونه وده نه کوي.
بله خبره داده زما په اند چې په افغانستان کې د نظام او ملي بنسټونو دوام او ټینګښت د زیاتو تاریخي لاملونو لکه د سترو لوبو، نیابتي جنګونو، زموږ ستراتيژیک موقعیت، د پردو د لاس وهنو له یوې خوا او زموږ قبایلي او دودیز جوړښت له بلې خوا موږ نه پرېږدي چې ثبات ته ورسېږو. د ثبات په نشتون کې وړتیا لرونکی کادرونه، ملي بنسټونه، د قانون حاکمیت، وتلي باتجربه لرونکي ملي مشران، غوره ښوونیز نظام، قوي ملي اقتصاد او نور نه رامنځته کېږي، د نظام جوړولو هنر نه زده کېږي، له همدې کبله موږ په پښو نه دریږو.
د ثبات نشتون له افغانانو دا توان اخیستی چې د هېواد ننګونې او فرصتونه وپېژني، ننګونې په فرصتونو واړوي او مدیریت یې کړي، همدې د ثبات تشې له موږه افغانانو د وړتیا لرونکي جمعي رهبرۍ امکان هم اخیستی، ځکه دا ثبات دی چې د ملي زعامت (ملي زعامت زما په نظر یوه شخص ته نه شو ویلی بلکه ګروپي کار دی، ښه رهبر ښو پیروانو ته اړتیا لري) د رامنځته کېدو او ودې شرایط رامنځته کوي. په خواشینۍ سره د ثبات د نشتون له کبله زموږ زیات کادرونه فرصت طلبه، غوړه مالان او د مشرتابه وړ کسان مو د کیش شخصیت او مګلمینیا په ناروغیو اخته کېږي، ځکه ښه رهبران به ښو کادرونو کې راپورته کېږي، ښه کادرونه ښه ټولنیز او سیاسی کلتور تربیه کوي او دا بیا هم په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ثبات پورې اړه لري چې موږ تل ورنه بې برخې وو.
د ثبات نشتون، فقر، د اقتصادي او ښوونیزو نظامونو د کمښتونو له کبله له افغانانو دا فرصت اخیستی چې د هېواد پاله کادرونو یوه ستره کتله رامنځته شي، چې په منځ کې یې ملي زعامت رامنځته او وده وکړي. داسې چې دوی رښتیني مشران تشخیص او ورنه د ملاتړ وکړي او هم یې مسؤل وبولي. نو پورته ستونزو موږ محروم کړي یو چې په مدبرانه توګه له شته فرصتونو ګته واخلو او ننګونې تشخیص او په فرصتونو واړوو، چې د خپل هېواد په تکراریدونکو ناکامیو په ملي او مشارکتي توګه ژوره کتنه، علمي بحث او دیالوګ وکړو او په پای کې داسې ملي وثیقې رامنځته کړو چې د عمل او پلان کولو بنسټ شي او هېواد او ملي ګټې یې خوندي کړو.
د افغانانو بله ستونزه داده چې موږ دا عادت او کلتور نه لرو چې په علمي توګه د خپل هېواد د شته واقعیتونو، ننګونو، تیروتنو او ناکامیو او بریاوو تاریخي لاملونه په علمي توګه د ژمنو کارپوهانو په مرسته و ارزوو. د مثال په توګه، د انګریزانو تر وتو ورسته موږ کومې تیروتنې وکړې، چې بیا مو باید نه وی تکرار کړې. که دا کار موږ کړی وی، د روسانو تر وتو وروسته به مو نه تکرارولی، او که مو بیا د روسانو تر وتو وروسته د نظام او ملي بنسټونو په رغولو او ټینګښت او پرانیستي کولو کې خپلې ستونزې ارزولې وی، نن به مو د امریکایانو او ناتو تر وتو وروسته بیا نه تکرارولې. یو ښه مثال یې دادی چې د ژینوا د مذاکراتو په وخت د تنظیمونو مشرانو ونه غوښتل چې د هغه د کابل له رژیم سره مخامخ خبرې وکړي، ځکه نه یې غوښتل چې هغه نظام ته مشروعیت ورکړي، خو خبر نه وو چې مشروعیت له خپلو خلکو اخیستل کېږي، دوی مشروعیت له نړیوالو ترلاسه کړ خو د خلکو پروا یې ونه کړه، داخلي شخړې یې پیل کړې، ښه حکومتولي یې رانه وستله، ناکام شول او مشروعیت یې خپله په بهر او په کور د ننه د لاسه ورکړ. دا فرهنګ په افغاني تفکرکې بنسټیز او پوخ شو، ګورو چې د دوحې په مذاکراتو کې بیا رابرسېره شو. که انصاف وکړو او له ځان سره رښتیا ووایو، موږ هېڅکله هم په خپل تاریخ کې د خپلو تیروتنو ارزونه نه ده کړې او کوم درس مو نه دی ورنه اخیستی. که یې پیل کړو، زموږ نخبه لیکوالان او شنونکي به بیا په شخصیتونو کې غرق شي، ځینې یې به د یوه شخصیت او نور به اړم وي د بل شخصیت ګناه به یې بولي، او اصلي موخه به ورکه شي.
د پورته پېچلو عواملو له کبله دا د حیرانۍ ځای نه دی چې زموږ ځینو ډلو د افغانستان شرایط درک نه کړل، په خپلو شعارونو یې هم باور نه درلود او په یوه دودیزه مذهبي ټولنه کې یې د ټولو افغاني روایاتو خلاف، د عیني او ذهني شرایطو سره په ټکر کې یو داسې نظام غوښته چې زموږ له هېواد سره یې د ابن خلدون په دوو محرونو یعنی دین او هېواد پالنې کې یې هیڅ انډول نه درلود. همدې غمیزې د نورو لمن هم ونیوله، د هیواد ملي ارزښتونه ورته بې معنی ښکاره شول او له پامه یې ورغورځول.
زموږ د تاریخ پوهانو، لیکوالانو او شنونکو حالت
سړی له دې خبرې کړیږي چې زموږ تاریخ پوهان، لیکوالان، شنونکي او لوستي یوازې په وړو مسئلو، ناندریو، او تر ډېره د تیرو شخصیتونو په پرتله کولو کې لګیا دي. زه منم چې د شخصیتونو ارزونه به مهمه وي، خو موږ ته د سیستم او نظام په مطالعه او اصلاح کې زیاته ګټه نه لري، که ووایو چې کوم سیاستوال او مشر مو غوره انسان و، یا فلان سیاستوال او مشر له هېواد سره دا او هغه جفا وکړه، نو مسئله ختمه شوه، خو که ووایو چې موږ د تاریخ په کومه مرحله کې د کومو لاملونو له کبله دا او هغه تیروتنې وکړې، کیدای شي زموږ په درد وخوري او ورنه زده کړه وکړو، یا کوم ډول نظام او سیستم مو تر یوې کچې ولې ښه و، او څنګه یې اصلاح کولی شو. زه هیله لرم چې د خپلو نخبګانو لیکوالانو او تحلیلګرانو پام و یو شمېر ملي مهمو مسئلو ته چې د ملت او دولت جوړولو لپاره مهم دي راجلب کړم، که مې تیروتنه کوله، هیله ده دوستان مې وبښي او لارښوونه راته وکړي.
افغانان او د مغزونو تړل
زموږ افغانانو لپاره د مغزونو تړل او له نویو بدلونو او شرایطو سره ځان نه عیارولو تر نورو زیاتو ملتونو سترې بدمرغۍ راته راوړې دي. د دې لاملونه به زیات وی، یو څه یې پورته تشریح شول او لا نورو زیاتو علمي څېړنو ته به اړتیا لري، خو د دې قلم په اند لاندې مثالونه هم په دې لیست کې راوستلی شو. د مثال په ډول، موږ افغانانو تل د ملت او نظام جوړولو په سترو مولفو باندې سترګې پټې کړې او مغزونه مو ورته تړلي دي، د مثال په توګه د علامه ابن خلدون په قول د واک او ځواک لرونکی نظام او ملت جوړولو په دوو محورونو چې دین او هېواد پالنه ده په مناسب ترکیب کارولو موږ سم کار نه دی کړی او تل په یوه او بل ډول ورنه غافله وو. تل مو یو یا بل هیر کړی، په یوه کې مو افراط او په بل کې مو تفریط کړی، یو او یا بل موږ کله بیخی له پامه غورِځولی دي، یو ځلې مو دین او هېواد پالنه دواړه د سویتست یا شوروي پرستۍ په پښو کې قرباني کړل، بیا مو داسې وانګیرله که د وطندوستۍ او ملي نوامیسو خبرې وکړو نو د اسلامي عقیدې سره به په ټکر کې وي. په دې ترتیب موږ د خپل تاریخ او تیرو تیروتنو څخه زده کړې، د خپلو مسؤلیتونو، د نظام او ملي بنسټونو په رامنځته کولو او ټینګښت، د سوله ایز او د علمی برنامو او ستراتیژیو په بنسټ سیاست کولو، د پردو په ځای په خپلو خلکو تکیه کولو، او تر ټولو مهم خپلو کمزورتیاوو او ننګونو ته خپل مغزونه تړلي دي.
زما په اند موږ د دې په ځای چې د خپل سیاسي او ټولنیز کلتور واقعیتونو، سیستمونو، ټولنیز بستر، علت او معلول ته نظر وکړو، ټولنیزې ناخوالې چې لرو د ټول هېواد او په تیره د دولتونو، سیاسي ډلو او نخبګانو کار وبولو، تل خاصې ډلې او کسان ملامتوو. که زموږ ځوان نسل د اسلام مبارک دین په هکله پوره معلومات لرلی، که زموږ په ټولنه کې عدالت او پراختیايي پروګرامونه وای، خلک مو بې وزله او فقیر نه وی، غوره ملي او دیني ارزښتونه مو بنسټیز کړی وی، هېواد مو بهرنیانو ته احتیاج نه وی، نو زموږ ځوانان به چا نه شوی بېلارې کولی. په همدې توګه، کله چې دولت په اسلامی علومو پانګونه نه ده کړې، دهېواد روحانی پاړکی یې محروم ساتلی، نو ارومرو به زموږ د فتوی مرکزونه بهر و، حتمن به زموږ د عصری او دینی علومو تر منځ د همغږۍ په ځای بیلتون او د مکتب او مدرسې تر منځ واټن و، که موږ په قرآنی او اسلامی علومو سمه پانګونه کړې وای، که مو د قرآن او ساینس په اړیکو او قرآني اعجاز اثبات د ساینس په واسطه خپل روحانی قشر خبر کړی وی، نو دوی به اسلامي علوم له ټولنیزو او ساینسي علومو نه بیلولی. زما په اند دا زموږ د ملي مشرانو سترې تیروتنې وې چې موږ یې تاوان پرېکوو.
د افغانانو د مغزونو تړلو غمیزه خورا زیات څه په ځان کې لري. یوه بله مسئله داده، چې افغانان په خپل ټولنیز او سیاسي تفکر کې د اوږدمهاله ارمان، لرلید او پلان په نامه په هېڅ باور نه لري. که تاسو په یوه غونډه کې چې ټول ګډون کوونکي یې له داخلي او بهرنیو پوهنتونو فارغان وي، د کوم اوږدمهاله کار وړاندیز وکړی، ځينې به داسې فکر وکړي چې اعصاب د خراب شوي دي. نو ځکه موږ هېڅکله هم د ستراتیژیکو هدفونو په هکله فکر نه کوو، تل د چا خبره په اور وژنه او په بیړنیو کارونو کې لګیا وو. موږ د ننګونو د ارزونو، د پلان کولو، د هغو د پلي کولو، ورنه د زده کړو او په بل وارپلان کې ورنه ګټه اخیستو کوم کلتور نه لرو.
د کرزي صاحب په وخت د ملي ستراتیژيک پلان تر عنوان لاندې یو ښه پیل وشو، خو تر زیاتې کچې په الماریو کې پاته شو او په عمل کې ورته مراجعه ونه شوه، بیا بیا نوی نه شو او ورنه زده کړې ونه شوې. بیا په تیرو کلونو کې هم تل دا خبرې کېدې چې پلان جوړ کړئ، شریک یې کړی، خو نه چا پلان ولیده او نه یې پلي کول چا ولیدل، زه منم چې ځینې کارونه وشول خو په خواشینۍ سره د پلان کولو کومه ملي پروسه رامنځته نه شوه، یو وتلی نړیوال ستراتیژیست وايي: پلانونه هېڅ او بې ارزښته شی دي، خو پلان کول هرڅه دی. دا ځکه چې پلانونه چې مشاورین جوړ کړی د دولتي ادارو په درد نه خوري، په خواشینۍ سره زموږ په تیرو دوو لسیزو کې همدا ستونزه وه. باید پوه شو چې د پلان کولو پروسه بنسټیزه کول وخت غواړي او بل داچې ټول دولتي او ملي بنسټونه یو علمي لرلید ته اړتیا لري ترڅو چارواکي یې مالکیت ولري او تلپاتې شي.
افغانان په ګډه او ټولنیزه توګه ډېره کمه زده کړه کوي
لکه کشور محبوباني چې د غرب او امریکا د مغزونو تړل، له نویو بدلونو او شرایطو سره د ځان نه عیارول، د هغوی په ساړه جنګ کې د بریا له کبله اغفال بولي، زما په نظر افغانانو هم د یرغلګرو تر هر ځل شړلو وروسته یو بیځایه غرور پیدا کړی، تل غافله شوي، مغزونه یې تړلی او د نویو واقعیتونو سره یې ځانونه نه دي عیار کړي، موږ په حقیقت کې اصغر جهاد کړی، خو په اکبر جهاد کې چې د ځان، تولنې او هېواد جوړول دي پاته راغلی یو، موږ له ټولو مهمو نظامي ټکرونو وروسته داسې فکر کړی دی چې د ابد لپاره مو سوبه وکړه، خو د راتلونکي نظام، حریفو قدرتونو او په سیمه کې د ستراتيژیکو ګټو لرونکو متضادو غوښتنو ته مو پاملرنه نه ده کړې، موږ د نړیوالو اړیکو، ملي اقتصاد رغولو، ملي پخلاینې، ښوونیز نظام او نورو په هکله کوم مناسب تفکر او ملي لرلید نه دی رامنځته کړی. موږ تل د غزا او جهاد په سنګرونو کې اتلولۍ کړې خو د الله تعالی هغه صریح نص مو په نظر کې نه دی نیولی چې د مسلمان په وړاندې باید متواضع واوسو او کنه بیا به کفارو ته احتیاج او ذلیل شو. موږ له همدې کبله څنګه چې یرغلګر په نظامي لحاظ ایستلی، خو زر مو د سیاسي مرستو او خبرات لمن ورته غوړولې. زه له تاسو پوښتنه کوم چې آیا تل همداسې نه وه، نو راځی اوس هم دا خبره د حیرانتیا وړ ونه وبولو. لامل یې دا کیدی شی چې موږ د کوم پلتفورم په رامنځته کیدو او ګټور ثابتیدو باور نه لرو، زموږ وزارتونو تر یو څو نمایشي او سیاسي غونډو ور اخوا د هېڅ کوم علمی پلتفورم په رامنځته کېدو کې هڅه ونه کړه. الله مې شاهد دی چې ځینو ته ما وړاندیز کړی چې راځئ یو ملي پلتفورم رامنځته کړو، په یو څو تیت او پرک غونډو کې زیات څه نه ترلاسه کیږي، خو هېڅ کوم کس ورباندې غوږ ونه ګراوه. له هغه چا چې تمه کېده، تر تشو خبرو ور اخوا یې هم هېڅ ونه کړل.
زموږ لپاره د مغزونو تړل دا هم دي، چې د کشور محبوباني غوندې کوم تحلیلګر خبرې موږ د امریکا، غرب او بل چا د تړلو مغزو په هکله واورو، زر ټوپ کړو او قضاوتونه پیل کړو، داسې فکر نه کوو چې راځئ ځانته نظر وکړو، چې موږ په دې اړه څه حالت لرو. د افغانانو یو بد کلتور دادی چې تل له خپلو مسؤلیتونو تېښته کوی، په ځان، خپلو خلکو او ملت اعتماد نه لري. که څه هم موږ افغانستان د امپراتوریو هدیره بولو، خو ځان نه شو اداره کولی، احساساتي خلک یو، له قرآنی هدایاتو، تدبر، تفکر او تعقل څخه زیات کار نه اخلو، دا خبره سمه ده چې موږ په جنګ کې ښه یو خو په سیاست کې تل بایلونکي یو. دا ځکه چې سیاست هنر، تدبیر او زغم غواړي، په جنګ کې ملکونه ورانېږي، خو په پای کې سیاست هر څه حل کوي.
که وګورو، موږ افغانانو د نړیوالو او تاریخي تجربو او واقعیتونو په وړاندې مغزونه تړلي دي چې په خپلو خلکو تکیه وکړو، د هغوی په عامه پوهاوي، سیاسي او دیني شعور لوړولو پانګونه وکړو، په امورو کې ورته د مشارکت لاره اواره کړو، غوره تعلیمي او اقتصادي نظام رامنځته او وړتیا لرونکی کادرونه وروزو، یو بل ته له زغمه کار واخلو، سوله ایز او برنامه محوره سیاست وکړو... او نورو ورته ښکارندو ته موږ تل خپل مغزونه تړلي دي، نو ځکه نه شو کولی د ملک ستونزې حل کړو.
راځئ ښه ځیر شو، آیا زموږ اکثریت سیاستوال په دې اند نه دي، او دا غمیزه له پخوا نه ده را روانه چې که بدلون غواړو، یوازینۍ لاره له پردو سره یارانه او ورنه مرسته غوښتل دي، آیا زموږ د سیاست غوښنه برخه په یوازې نظامي وسلوال پاڅون او یا مقاومت باندې نه راڅرخي، آیا موږ یوازې تل په دې کې غرق نه یو چې څنګه خپل حریف یوازې د وسلوال قوت په زور له صحنې وباسو. آیا زموږ سیاستوالو د سوله ایزه او وګړني سیاست، خلکو ته خدمت، ټولو خلکو ته په یوه سترګه کتلو او نورو ملي ارزښتونو په وړاندې خپل مغزونه نه دي تړلي، دا نظامي مقابلې دادی له شاوخوا څلویښتو کلونو راهیسې کوو خو پایله یې نه ده ورکړې او بیا به یې هم ورنه کړي.
زیات افغانان هم هېڅکله داسې سوچ نه کوي چې موږ ولې خپل تیر تاریخ نه لولو، ولې یې نه ارزوو، ولې ورنه زده کړه نه کوو، بیا بیا همغه زړې تیروتنې تکراروو. آیا تاسو اوریدلي چې زموږ نخبګانو، کوم دولت، لیکوالانو، مورخینو او نور به کله هم په دې سلا شوي وي چې د خپلو تیرو کړنو ارزونه وکړي، په کومه ملي وثیقه یې بدله کړی، ترڅو ورنه په علمي او بې پرې توګه زده کړه وکړو. زموږ تر ټولو زیات نخبه لیکوالان هم په شخصیتونو کې ورک دي، څوک د یوه پلوي کوي او څوک بیا د بل او شخصیتونه له نورو کادرونو، ټولنیز حالت او شرایطو بیل ارزوي او د دې قلم په اند دا ټولې بدمرغۍ او زموږ کمښتونه تر زیاتې کچې د مغزونو او فکرونو له تړلو سرچینه نیسي.
څنګه مغزونه او سترګې حقایقو او بدلونو ته خلاص وساتو
حقایقو ته د مغزونو او سترګو تړلو تشه باید لمړی درک کړو، خپلو خلکو ته یې له مختلفو لارو تشریح او په ستونزو یې خبر کړو. د مغزونو نه تړل د ښوونیز نظام، د رسنیو، ټولنیز او سیاسي نظام په څرنګوالي پورې اړه لری. که په تعلمي نظام او کوریکولم کې موږ ژور تفکر ته داسې چې په خپل نظر شک وکړی، د بل به نظر کې هم د حقیقت په لټه کې شو، د نظر اختلاف او د بیان ازادی په یوه مناسب چوکاټ کې د منل شوو اصولو سره سم د پرمختګ لپاره اړین وبولو، حقایق لکه چې دي داسې منل یې په ګټه وبولو، د اړوندو کارپوهانو په مرسته باید مناسب دریځ غوره کړو.
زموږ سره مرسته کوي چې د عوامو نظر ته اهمیت ورکړو، الله تعالی انسان ته داسې توان ورکړی چې په کومه ساحه کې چې کارکوي، په هغو کې د ښه او غوره نظر او مهمو تجربو خاوند وي، د دې د ثبوت حاجت نه شته او په نړیواله کچه د کارګرانو او بزګرانو له نظریو ګټې اخیستل یوه مهمه انکشافي مسئله ده. یوشمیر کارپوهان مو مسئلو ته له بیرونه په بې پرې توګه باید وګوري، خپلو تیروتنو ته د نیوکه کوونکو او بهرنیو بې پرې خلکو له نظره هم وګورو، ترڅو ټول اړخونه یې راته روښانه شي. له همدې کبله د بیان ازادي، ازادې رسنۍ، د لیکوالانو ټولنې، فکري او د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکزونه په یوه مناسب قانوني چوکاټ کې خورا زیات اهمیت لري.
موږ ګورو چې په دوحه، مسکو، لاهور او ټولونړیوالو مرکزونو او پایتختونو کې د افغانستان د سیاستوالو غونډې د ازادو فکري مرکزونو خو د خپلو هېوادونو له چارواکو سره په اړیکه کې او د خپلو ملکونو په ګټه، تنظیمدلې. ښکاره ده چې د اړوندو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو به دا غونډې څارلې او د اجندا په جوړښت او پلي کولو کې به یې مرسته کوله، خو د غونډو تنظیم همدې فکري مرکزونو کاوه. خلیلزاد هم د یوه فکري مرکز یا رنز کارپورشن یو پخوانی غړی دی، کله په دولت او کله په همدې مرکزونو کې د کار سابقه لري. دا مرکزونه دنده لري، چې د دولت د پالیسیو کمښتونه ورپه ګوته کړي. دولتونه داسې مرکزونو ته بودیجې ورکوي، په امریکا کې دولس زره او په نورو اروپايي هیوادونو هر یوه کې په سلهاوو داسې فکري مرکزونه شته، ما په بنکاک کې د سویلي اسیا د فکری مرکزونو په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې نړیوال بانک رابللې وه، ښکاره شوه چې هر هېواد په لسهاوو داسې مرکزونه لري، هندوستان ترسل زیات، پاکستان او بنګلدیش هر یو تر ۲۵ زیات او سریلانکا هم د شلو په شاوخواکې داسې فکري مرکزونه لري، چې د دولتونو پالیسۍ ارزوي، کمښتونه یې په ګوته او دولتونو ته مشورې ورکوي. د هند د فکري مرکزونو د ټولنې یو کس چې په هره رشته کې، اقتصاد، چاپیریال ساتنه، پالیسۍ جوړلو او یا هره بله ساحه کې زیات متخصص و، ویل یې چې دی له امریکا سره د هند د زروي پروګرام د مذاکراتو مشر و، هغه له پاکستان سره د اوبو په مسئلو کې هم د هند نمایندګي کړې وه، اوس یې د دولت په ځای په فکري او ستراتیژیکو مرکزونو کې کار کاوه.
نن سبا د نړیوالو رسنیو په شتون کې، متخاصمو دریځونو، د پردیو د تبلیغاتي، کلتوري، سیاسي او اقتصادي یرغلونو په زمانه کې زیاته مهمه ده چې موږ افغانان په دې ناروغۍ کې لا نور زیات ډوب نه شو، که ډوب یو د وتو په لارو چارو غور وکړو. د دې لپاره د رسول الله ص په دې حدیث شریف چې مسلمان باید د بل مسلمان لپاره آئینه وي، حقایق، د ټولنې، دولت، ګوندونو او انفرادي کسانو کړه وړه په رښتیني توګه منعکس کړي. که موږ داسې فرهنګ، ټولنیز او سیاسي شعور ته وده ورکړو، چې د بیان ازادي ته هم ارزښت ورکړو، خو ناروا تورونه او تبلیغات په نورو پسې بد عمل وګڼو، د رښتینو شنونکو، د هغوی د نظریاتو او ان نیوکو په وړاندې د ویرې د احساس په ځای په کې ګټې وګورو، نو د تړلو مغزونو په ناروغۍ به نه اخته کېږو، ننګونې به په وخت پېژنو او له مهمو بدلونو سره به ځان عیارولی شو.
وروستي