د روسيې او اوکراين کړکېچ؛ روسيه له اوکراين څه غواړي؟ څلور بنسټيز لاملونه يې

۱۹۹۰ د جنوري مياشتې ۲۱ نېټه وه، نېږدې درې سوه زره اوکراینیانو  لاس پر لاس او مټ پر مټ پراخه لاريون وکړ. له دغه لاريون د دوی موخه د اوکراين خپلواکي او د پخواني شوروي يووالي پر وړاندې د اوکراين د خلکو سياسي يووالی وو. يو نيم  کال وروسته د ۱۹۹۱ اګست مياشتې پر ۲۴ نيټه د اوکراين پارلمان د اوکراين خپلواکي  اعلان کړه  او ځان يې له شوروي يووالي بېل کړ. د ۱۹۹۱ کال په ډسمبر مياشت کې يوه ټولپوښتنه تر سره شوه او د اوکراين له وګړو پوښتل شوي وو، چې دوی غواړي ځان ته هېواد شي او که  د شوروي يووالي برخه؛  دې ټولپوښتنه کې ۹۰ سلنه د اوکراين وګړو د اوکراين د خپلواکۍ رايه ورکړه. لومړيو کې د اوکراين دولت يو دفاکتو او ورپسې ژر د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت وپېژندل شو او دي ژور دولت شو. د همدې کال په وروستۍ مياشت کې اوکراینیانو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخېسته او  لیونید کراوچوک يې  خپل لومړی ولسمشر وټاکو. 

۲۰۰۴ز کال کې اوکراين کې د ولسمشرۍ څوکۍ  لپاره د څلورم ځل ټاکنې تر سره شوې، چې د وخت لوومړي وزير ویکتور یانوکوویچ او ویکتور یوشینکو په کې نوماندانو وو. د دغه دوه اوکرايني سياستوالو ترمنځ ستر توپير په  دې کې وو، چې لومړي روسيې  او دويم يې له اورپايي ټولنې سره  د نېږدې پاتې کېدو او اړيکو پالنې دريځونه درلودل. روسيه - پلوه ویکتور یانوکوویچ د ۲۰۰۴ کال ټاکنو کې بريالی شو، خو مخالفې ډلې يې چې مشري يې لوېديځ - پالي  ویکتور یوشینکو کوله پر مخالفتونو لاس پورې کړ. دې سره اوکراين کې د نارنجي په نوم پاڅونونه پيل شول، چې پايله کې يې  ویکتور یانوکوویچ استعفا ته اړ او دويم ځل ټاکنو کې ویکتور یوشینکو د اوکراين ولسمشر وټاکل شو. له ۲۰۰۴ وروسته د روسيې او اوکراين ترمنځ اړيکې خړې - پړې شوې او لامل يې دا  وو چې ولسمشر  ویکتور یوشینکو د روسيې پر ځای اروپايي ټولنې او امريکا سره نېږدې اړيکې پالنه پيل کړه. 

د ۲۰۱۰ز کال کې د اوکراين بيا ځلې ولسمشريزې ټاکنې په داسې بڼې تر سره شوې، چې  هېڅ نوماند هم په کې ۵۰+۱ رايې خپلې  نه کړې، خو روسي - پلوی ویکتور یانوکوویچ د ۴۹ سلنه رايو په اخېستنې د اوکراين ولسمشر وټاکل شو. ۲۰۱۳ز کال کې ولسمشر يانوکوويچ د اوکراين او اروپايي ټولنې ترمنځ (د اوکراین-اروپایي اتحادیې تړون) په نوم سند لاسليک نه کړ او لامل يې دا وو، چې ویکتور یانوکوویچ روسيې سره ملګرتيا ساتله. د دغه تړون نه لاسليک اوکراين کې يو ځل بيا د پراخه لاريونونو سبب شو، چې خونړي او له تاوتريخوالي ډک وو. اوکراين کې د تاوتريخوالي په ډېرېدو سره پارلمان پرېکړه وکړه چې  ولسمشر ویکتور یانوکوویچ له واک لېرې شي او پر ځای يې د نوموړي سرسخته مخالفه او ۲۰۱۰ ولسمشريزو ټاکنو کې سياله نومانده یولیا تیموشینکو له زندان ازاده شي. 

د اوکراين د دغه کړکېچ په ترڅ کې روسيې پر کریمیا ټاپوزمې بريد او پوځي يرغل وکړ. کریمیا د شوروي يووالي برخه کې وه چې ۱۹۹۱ز کال کې اوکراين ته ورکړل شوې وه. روسيې د کریمیا د بېرته روسي کېدو لپاره هلته ټولپوښتنه تر سره کړه، خو ملګري ملتونو او اروپايي ټولنې ته دغه ټولپوښتنه د منلو نه وه. له ۲۰۰۴ز کال پيل بيا تر نن ۲۰۲۲ کال پورې د روسيې او اکراين کړکېچ جريان کې دی، چې لاندې يې بنسټيز لاملونه دي.

۱- روسيه په هېڅ صورت سره نه غواړي، چې اوکراين د ناټو سازمان غړی هېواد شي. د لوېديځ پلوه اوکرايني سياستوالو او د امريکا په شمول د اروپايي ټولنې هڅې دا دي، چې اوکراين د ناټو غړی هېواد شي او دې سره به ناټو په  سيمه او د روسيې په ګاونډ کې د روسيې لپاره ګواښ وي. 

۲- روسيې د اوکراين  دننه بېلتون غوښتونکي هڅولي دي، چې  له اوکراين جلا شي. اوکراين او لوېديځ ملاتړي يې ادعا کوي، چې  دا کار روسيه کوي او روسيه بېلتون غوښتونکو ته وسلې او پيسې ورکوي، خو روسيه دا ادعاوې ردوي او زياتوي، چې بېلتون غوښتونکي دواطلب کسان دي. 

۳- که چېرې روسيه په اوکراين کې لاس وهنه ونه کړي، نو دغه هېواد د لوېدځ، په ځانګړي ډول د امريکا، انګلستان او جرمني په والکه کې راځي. امريکا او انګلستان له وړاندې ۸۵۰۰ پوځيان اوکراين کې ځای پر ځای کړي  او جرمني  د روسيې پر وړاندې نورو برخو کې د اوکراين لاس نېوی کوي. 

۴- اوکراين کې د جګړې شونتيا شته خو کمه.  اوکراين سره پر پوله تر سل زره روسيي پوځيان ځا ي پر ځای شوي دي. امريکا او نوره لوېديځه نړۍ دا وضعيت څاري، خو تر اوسه يې د روسيې په څېر مساوي پوځي اقدام نه دی کړی. امريکا او ملګري يې په دې لټه کې دي، چې روسيه په اقتصادي برخه کې وځپي. که چېرې روسيه پر اوکراین  بريد وکړي، نو د امريکا په لارښوونه به د نړۍ د هېوادونو له خوا اقتصادي بنديزونو سره مخ شي. 

پايله دا چې امريکا او نور ملګري هېوادونه يې  هڅه کوي، چې اوکراين د ناټو غړی هېواد کړي او دې سره ځانونه تر روسيې ورساوي، خو روسيه  په ناټو کې د اوکراين غړېتوب سره کرښه ګڼي  او د مخنېوي لپاره يې  پوځي اقدام کوي.