ميرمنو او نجونو کې د وېښتانو توېدنې ستونزه او مخنېوی يې

څېړنې ښيي چې ۲۴ ساعتونو کې تر ۵۰ د سر وېښتانو توېدنه يوه طعبيي مسله ده او د اندېښنې وړ نه ده، خو که چېرې دغه د وېښتانو توېدنه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ او له دې لوړه شي، نو بيا د وېښتانو توېدنې ناروغي ده، چې انګلېسي کې ورته alopecia وايي. د alopecia ترڅنګ د سر وېښتانو د توېدنې برخه کې بايد له hair shedding  کلمو سره هم اشنا اوسئ. hair shedding  په طعبيي ډول شپه - ورځ کې تر ۵۰ د وېښتانو لوېدل دي او لامل يې دا دی، چې نوي وېښتان را شنه کيږي او دې سره يو شمېر وېښتان تويږي. خو alopecia د وېښتانو د توېدنې ناروغي ده او طعبيي حالت ورته نه ويل کېږي. 

د نارينو په پرتله د ميرمنو او نجونو وېښتان اوږده وي. اوږدو وېښتانو کې د وېښتانو توېدنه په اسانۍ سره نه  تر سترګو کيږي؛ يانې يوازې ميرمنې او نجونې د وېښتانو مېنځلو او ږمنځولو پرمهال متوجې کېږي، چې وېښتان يې تويږي. دا چې د ميرمنو او نجونو وېښتان اوږده وي، نو که وېښتان ډېر هم تويږي، خو عام فکر داسې دی، چې د وېښتانو توېدنې ستونزه يوازې نارينو کې ده؛ ميرمنې او نجونې دا ستونزه نه لري. څه ډول مو چې څرګنده کړه ميرمنې او نجونې هم د نارينو په څېر د وېښتانو توېدنې مشکل لري او د شمېرو له مخې د نړۍ په هرو سلو ميرمنو او نجونو کې نېږدې ۵۰ يې د وېښتانو توېدنې مشکل لري. 

لاندې لاملونه ميرمنو او نجونو کې د وېښتانو توېدنه رامنځ ته کوي: 
-  هغه ميرمنې چې عمرونه يې له ۴۰ کالونو پورته شي، وېښتان يې تويږي. 
-  هر کله چې يوه مور ماشوم نړۍ ته راوړي، نو ډېرو ته يې alopecia هم پيدا کېږي. حمل هم ځينو ميرمنو کې د وېښتانو د توېدنې سبب کېږي. 
- د کیموتراپي يا ځينو کيمياوي درملو خوړل، نجونو او ميرمنو کې د وېښتانو توېدنه رامنځته کوي. 
- د وېښتانو د سېنګار ځيني کريمونه، تيل، کلک د وېښتانو نيونکي څيزونه او نور. 
- طعبيي شنډوالی يا مينوپز هم ميرمنو کې د وېښتانو د توېدنې لامل کېږي. 
- پيغلو نجونو کې پخه چې انګلېسي کې ورته Dandruff وايي د وېښتانو توېدنه رامنځ ته کوي. Dandruff د سر پوستکي د وچوالي له امله پيدا کېږي. 
- تشويش او اندېښنې نجونو کې د وېښتانو د توېدنې بل ستر لامل پېژندل شوی دی. 
- د سر وېښتانو کم مېنځل او يا په رنګ - رنګ شامپو او صابون مينځل هم alopecia منځته راوړي. 

ميرمنو او نجونو کې د وېښتانو توېدنې د مخنېوي ځينې کورنۍ درملنې: 
- په منظم ډول داسې د سر تيلو سره چې ډېر تېز نه وي، وېښتانو ته مساج ورکول. 
- الو ویرا چې يو طعبيي بوټی دی، له تيلو او کريمونو څخه يې ګټه اخېستل د وېښتانو د توېدنې مخه نيسي. 
- د کوپرې يا Coconut  تيل هم  د وېښتانو د نه توېدنې لپاره ښه ثابت شوي دي. 
- هغه د سر تيل او کريمونه چې د ګبانو له غوړو جوړ شوي وي، په طعبيي ډول د وېښتانو د توېدنې مخه نيسي. 
- په ساده ډول کولی شئ، د پيازو اوبه وباسئ او بيا پرې د سر پوستکی لوند کړئ. دې سره د وېښتانو وده رامنځته کېږي او وېښتان نه تويږي. 
- د پيازو د جوس په څېر، د ليمو اوبه هم د وېښتانو د ودې او ساتنې لپاره غوره طعبيي درمل پېژندل شوي دي.