د آرامتیا د رامنځته کېدو لارې 

۱ـــ د خپلې ژړا مخه مه نیسئ او کله وخت وژاړﺉ. 

۲ـــ لږ تر لږه د ورځې ١۵ دقیقې په سکوت کې تېرې کړﺉ، د خپلو رښتینو اړتیاوو او د هغه څه په باب، چې لرﺉ یې فکر وکړﺉ.

۳ـــ آرامه کسان خپل ځان ته وایي، چې د تېر د بدلولو لپاره هېڅ نه شي کولای، په هغه وخت کې ژوند ته د دوام ورکولو له فکر څخه خوند اخلي.

۴ـــ کله چې داسې احساس کوﺉ، چې سر مو له بېځایه فکرونو څخه ډک دی او تش ځای پکې نشته، نو په قدم وهلو سره یې تش کړﺉ.

۵ـــ که ونه شﺉ کولای، کوم څوک وبښئ، نو غوسه ناک افکار به مو تل له هغه سره تړلی وساتي. د نورو خوشاله کول، د آرامتیا سبب ګرځي.

۶ـــ آرامتیا له ماشومانو څخه زده کړﺉ، وګورﺉ، چې څنګه په هماغه شېبه کې چې دي، ژوند کوي او خوند اخلي.

٧ـــ له هماغه څخه، چې یاست راضي واوسئ، په دې صورت کې د لا ډېرې آرامتیا احساس کوﺉ.

٨ـــ هر څومره، چې تاسو ته ډېر اکسبجن ورسېږي، نو په هماغه کچه به آرامه شئ، ښه ده، چې په خپل هستوګنځای او کار ځای کې یوه ګیاه وساتئ.

٩ـــ مهمه نه ده، چې له تاسو سره مؤدبانه چلند وکړي یا نه، ستاسو مؤدبانه چلند به په تاسو کې د آرامتیا او ښه احساس د را منځته کېدو سبب شي.

١٠ـــ د خوځښت (حرکت) چکټیا مو له احساساتو سره مستقیمه اړیکه لري، په آرامه په لاره لاړ شﺉ او د خپل بدن حرکتونه آرامه کړﺉ، ډېر وخت نه نیسي، چې آرامه به شﺉ، کله وخت آرامتیا ته د رسېدو لپاره کولای شئ، اوږد وغځېږﺉ، غړي مو پاسته او نرم کړﺉ او د هېڅ څیز په اړه فکر مه کوﺉ.

١١ـــ په آرامه حرکتونو او کمو خبرو کولو سره، نورو ته د آرامتیا احساس لېږدوﺉ. آیا تر اوسه مو آرام کس لیدلی، چې په لوړ غږ خبرې وکړي؟ 

١٢ـــ په شوخ طبیعتۍ له خپلې آرامتیا سره مرسته وکړﺉ.

١٣ـــ هوساینه د آرامتیا یو له مهمو عناصرو څخه ګڼل کېږي، لکه د تودوخې مناسبه درجه، هوسا څوکۍ، جامې او بوټونه.

١۴ـــ کله نا کله خپل لاسي ساعت له لاسه بهر کړﺉ او خپل ځان د وخت له فشار څخه خلاص کړﺉ.

١۵ـــ د بوټونو ایستل د عصبي فشار له کمښت سره مرسته کوي.

١۶ـــ پراخې او هوسا جامې، د هوساینې او د آرامتیا د احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

١٧ـــ د سمندر هوا، د اوبو شور او زوږ د آرامتیا سبب ګرځي، د سمندر ساحلونو ته سفر کول مه هېروﺉ.
د کبانو ننداره کول، لکه سمندر ته ځیر کېدل، په تاسو کې آرامتیا رامنځته کوي، ځکه کبان په سمندر کې په آرامه ګرځي او دغه راز په آرامه توګه ساه اخلي.

١٨ـــ ورو خواړه خوړل او ژوول، د فکري ځواک د نوښت او د آرامتیا د احساس سبب به شي.

١٩ـــ خپل احساسات او ستونزې له نورو سره شریکې کړﺉ او لا ډېره آرامتیا احساس کړﺉ.

٢٠ـــ په آرامه اوسېدو کې یو له مهمو مهارتونو څخه، د کوچنیو مسایلو په اړه د فکر نه کول دي، دویم مهارت، د ټولو مسایلو کوچني شمېرل دي.