د وخت په مدیریت کې لس غلط عادتونه، چې د ماتې سبب ګرځي

آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی دی، چې ولې ځینې کسان نه شي کولای، د خپل وخت لپاره پروګرام جوړ کړي؟ حقیقت دا دی، چې د وخت سم مدیریت کولای شي، بریا مو ثابته کړي، د وخت لپاره د مناسب پروګرام د لرلو لپاره، باید خپل ځینې عادتونه او چلندونه پرېږدئ، په ځانګړې توګه هغه چلندونه، چې تاسو له خپلو موخو څخه لیرې کوي.
 
ځینې کسان د وخت په مدیریت کې ذاتي لوړې وړتیاوې لري، ښایي ځینو دا تګلاره زده کړې وي، خو ډېر کم شمېر د چانس له مخې کولای شي د خپل وخت لپاره پروګرام جوړ کړي.
 
د دې لپاره، چې په ژوند کې سم او په زړه پورې پروګرام ولرئ، باید په ډېرو زیاتو موضوعاتو باندې خپل ځان پوه کړئ. په دې لیکنه کې مو د ناکامو کسانو ناسم عادتونه را ټول کړي دي، چې د دې سبب ګرځي، دا کسان ونه شي کولای د وخت لپاره سمه پروګرام جوړونه ولري، په دې مواردو باندې په پوهېدلو او ترې په ډډه کولو سره، کولای شئ، خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې مېشت شئ.
 
ولې ناکام کسان له خپل وخت څخه ګټه نه اخلي؟
۱ ـــ پروګرام نه جوړوي
آیا فکر کوئ، چې پروګرام جوړونه یوازې او یوازې  بس، مټرو او الوتکې ته د حرکت ورکولو لپاره ده یا یوازې سخت ګیر افراد د پروګرام جوړونې په لټه کې دي؟
نه؛ دا فکر مو ناسم دی، باید په دې باندې پوه شئ، چې په ژوند کې د پروګرام او موخې لرل ډېر زیات اړین دي. که د پرمختګ په لټه کې یاست او غواړئ چې بریا ته ورسېږئ، نو باید د خپلو ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ، لومړیتوب بندي یې کړئ او خپل پروګرام ته پایبند پاتې شئ. که پروګرام جوړونه ونه لرئ، نو خپل وخت بېځایه تېروئ او هېڅکله به د ګټورو دندو او کارونو د ترسره کولو لپاره کافي وخت ونه لرئ.
 
۲ ـــ خپل کارونه، نه یاددښت کوي
د ناکامو کسانو یو له منفي عادتونو څخه دا دی، چې خپلو لاسته راوړنو، د ژوند پېښو او کارونو ته هېڅ پام نه کوي، د ورځې په اوږدو کې د پېښو په لیکلو، د ترسره شویو او نه ترسره شویو کارونو په یاددښت کولو سره، د خپلو کارونو په اړه به ښه لید لوری پیدا کړئ، په دې ترتیب کولای شئ خپل کمزوري ټکي پیاوړي او په خپلو بریاوو او پیاوړو ټکو باندې متمرکز شئ.  
 
۳ ـــ ډېر ژر یې حواس ګډوډېږي
که کوم کس وکولای شي، له پروګرام جوړونې پرته او د خپلې خوښې له مخې سمې تصمیم نیونې ولري، نو په کړکېچونو حالاتو او ځایونو کې به هم آرامه وي، ښایي دا ځانګړتیا ډېره زیاته په زړه پورې او جذابه وي، خو کولای شي، د حواسو د ګډوډۍ سبب شي.
ناکام کسان نه شي کولای، چې تر لاس لاندې کارونو باندې تمرکز وکړي او همدا مسئله د دې سبب ګرځي، ترڅو ونه شي کولای، په وخت پورې اړونده مناسبه پروګرام جوړونه ولري.
 
۴ ـــ کارونه تل ځنډوي
کابو ټول خلک کله وخت خپل کارونه شاته غورځوي، دا موضوع کومه ستونزه نه لري او په بشپړه توګه طبیعي ده، خو که چېرې کوم کس تل په خپلو کارونو کې ځنډ را منځته کوي، هېڅکله نه شي کولای، چې د بریا خوند وڅکي، دا کسان هېڅکله مهم کارونه په سم وخت کې نه ترسره کوي، نو باید د یوې سمې پروګرام جوړونې په لټه کې شي.
 
۵ ـــ په ژوند کې هېڅ مشخصه قاعده و قانون نه لري
موخه له پېچلو قوانینو څخه نه ده، بلکې موخه داده، چې د ورځې په اوږدو کې یو مشخص پروګرام ولرئ او خپل ژوند د خپلو ځانګړو قوانینو پر بنسټ مخته یوسئ. د بېلګې په توګه: کولای شئ، د سهار په پیل کې یا په لمر لوېده کې د یوګا تمرینونو د ترسره کولو پرمهال  د یوه ګیلاس قهوې څښل په خپل ځان باندې ضروري وګڼئ. موخه د مثبتو د عادتونو ترسره کول دي، چې باید هره ورځ یې په خپل وخت ترسره کړئ.
 
۶ ـــ د خوشاله اوسېدو لپاره هېڅ پروګرام نه لري
که ژوند مو تکراري وي، کولای شئ خوشاله او انرژي لرونکی واوسئ؟ هېڅکله نه، خو څه کار باید ترسره کړئ؟
غوره ده، چې د تفریح ګانو او خوشاله شېبو لپاره پروګرام جوړ کړئ، په خپل پروګرام باندې ټینګ ودرېږئ او مه یې هېروئ. کله چې ډېرې زیاتې بوختیاوې لرئ او تل په خپلو کارونو باندې بوخت یاست، که ونه شئ کولای د خپلې تفریح او استراحت لپاره وخت ځانګړی کړئ، نو هېڅ بریا به ستاسو په تمه نه وي.
کله نا کله، د وخت په یوه برخه کې ناکام کسان پرمختګ کوي، خو په اوږد مهال کې خپله انګېزه له لاسه ورکوي او په پای کې د بریا او خوشالۍ خوند به ونه څکي.
 
۷ ـــ د اوونۍ د وروستۍ ورځې لپاره هېڅ پروګرام نه لري
د جمعې ورځې او د خپلو رخصتیو ورځو لپاره یو پروګرام ولرئ، د استراحت، تفریح او د خپلې کورنۍ تر څنګ د اوسېدو لپاره پروګرام جوړ کړئ، هېڅکله د اوونۍ وروستۍ ورځ ستړې کوونکې مه ګڼئ، بلکې هغه د استراحت او د قوې د نوي کېدو لپاره یو فرصت وګڼئ.  
 
۸ ـــ د خپل ځان لپاره هېڅ موخه نه لري
په ژوند کې مو کومه موضوع ډېر زیات ارزښت لري؟ آیا په دې اوونۍ یا په دې میاشت کې کوم کار شته، چې لومړیتوب ولري؟
ناکام کسان د خپل ځان لپاره هېڅ موخه نه ټاکي، خو د موخې ټاکل مرسته کوي، چې ژوند مو په سم او مشخص تګلوري باندې حرکت وکړي، موخه دا نه ده، چې د خپلې ورځې ټولو ساعتونو لپاره پروګرام جوړ کړئ، یوازې بسنه کوي، چې موخه ولرئ او هغې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړئ.
 
۹ ـــ په ژوند کې هېڅ لومړیتوب بندي نه لري
ډېره ښه ده، چې د پیسو، وخت، کار او د خپل شخصي ژوند لپاره لومړیتوب بندي وکړئ، البته د وخت لپاره لومړیتوب بندي ډېر زیات ارزښت او اهمیت لري، په دې ترتیب به ډاډه شئ، چې مهم کارونه ترسره کېږي.
 
۱۰ ـــ خپل ځان تر پوښتنې لاندې راولي
کله چې کوم څوک وینئ، چې د وخت مدیریت ته پام نه کوي، نو فکر کوئ، چې یو لټ کس دی او ټول ژوند یې بېځایه تېرېږي، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې بې نظمه افراد په څو ډلو باندې وېشل کېږي. ځینې یوازې خپل کارونه ځنډوي او تصمیم نیسي، چې په وروستیو شېبو کې ټول کارونه په اروایي فشار سره ترسره کړي. ځینې نور خپل پروګرام ته پایبند نه دي او له څو ورځو وروسته یې خوشې کوي.
 
ناکام کسان، کله چې په خپل ژوند کې د وخت ښه مدیریت نه لري، ناهیلي کېږي، دا حس، وضعیت له هغه څه څخه لا خرابوي، کوم چې دی، نو اړینه ده، چې په خپل ځان کې دا ډول کمزورتیا له منځه یوسئ.