اوکراین د روسيي او غرب په لومو کې!

اوکراین د ختیځې اروپا یو د لویو هیوادونو څخه دی چې تقریباً ۴۴میلیونه نفوس او ۶ لکه کیلو متره مربع مساحت لري. ګاونډیان یې بیلاروس، پولنډ، سلاواکیا، مالدیف، رومانیه او روسیه دي. په اوکراین کې له نیمايي ډیر نفوس په روسي ژبه خبرې کوي او تقریباً نیمايي ته نزدې وګړي یې روسيي نژادي دي. د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته په اوکراین کې په تدریجي ډول د روسيي او د روسي ژبې خلاف منفي مفکورې پیدا شوې، د غرب له خوا  اوکراینیان تحریک شول، آن په ورستیو کې د روسي ژبې ښونځي وتړل شول او زده کړې په اوکرایني ژبه جبري شوې، چې دا کار د روسي له لورې یو فاشتي عمل کڼل کیږي او د روسي نژادو خلکو په خپلو مورنیو ژبو د زده کړو محروموول کڼل شوي. 

په ۲۰۱۴کال کې غربي اوکراینیانو د خپل منتخب رئیس جمهور (یونوکوویچ ) په خلاف د میدان نومې سیمه کې د حکومت د را پرزولو لپاره مظاهرې شروع کړې چې دې مزاهرو په میاشتو دوام وکړ او په نتیجه کې یې رئیس جمهور روسیي ته وتښتیده او د حکومت چارې مظاهره چیانو چې روسيي خلافې خلک وو په لاس کې واخېستې. دې بدلون د اوکراین د دنیڅک او لوګانسک ولایتونو کې خلک چې روسي ژبې او روسي نژادي دي اړ کړل چې د دوې خلاف راپاڅي او خپله ازادي اعلان کړي. په دغه سیمو کې له اته کالو راهېسې جګړه روانه ده، یانې اوکراین د خپل ملت په وړاندې جنګیږي چې د دواړو لورو له خوا درانه تلفات او ویجاړۍ شتون لري، البته  د دنیڅک او لوګانسک ولایتونه د روسیي له لورې حمایه کیږي چې د پاڅون کونکو په څیر جګړه مخ ته وړي. 

 کریمیا چې د روسي خاوره وه او په ۱۹۵۴کال کې د شوروي اتحاد د شورا د رئیس له لورې د اقتصادي اقلیمي او کلتوري نزدیوالی له امله چې د اوکراین  سره يې درلودل د یو فرمان له مخې وتړل شوه او د اتحا د له ړنګیدو وروسته هم د اوکراین سره پاتې شوه. خو په ۲۰۱۴کال کې په اوکراین د سیاسي بې ثباتۍ له امله د روسي له لورې د یو ریفرینډم له لارې په داسې حال کې چې روسي ځواکونه په ټوله کریمیا حاکم وو، د روسیي له فیدرالي دولت سره یو ځای شوه.   
 
 اوکراین په ۲۰۰۷کال کې د اروپا د اتحاديي سره خبرې اترې پل کړې په ۲۰۰۸کال کې د ویزو د اسانه کولو لپاره غونډې تر سره شوې او په ۲۰۱۷کې د اروپا ځینو هیوادونو لکه نیدرلنډ او نورود اروپا په اتحادیه  کې د اوکراین د داخېلېدو موافقې تصويب کړې خو؛ د  ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کال سیاسي بې ثباتۍ او بحران چې کریما پکې د روسيي خاوره وګرزیده ځېنې کارونه او غونډې او د موافقو تصویبدل وځنډول. اوس اوس چې د ناټو غړو هیوادونو دا پریکړه کړې او تصمیم لري چې اوکراین د ناټو غړی هیواد شي، روسیي یې څرګند مخلافت کړی او دا کار د هغو ژمنو خلاف عمل  ګڼي چې  د سړې جګړې وروسته د امریکا، ناټو او د شوروي د اتحاد مشرانو تر منځ کړې وې. 

په ژمنو کې داسې ویل شوې وو چې د ناټو غړي هیوادونه به نور نه پراخیږې او د شوروي اتحاد هیوادونه به په ناټو کې نه داخلیږي، خو امریکایانو او ناټو په خپلو ژمنو عمل ونه  کړ، روسیه یې ضعیفه ګڼله او د هغوې خبرو ته يې اهمیت نه ورکو. د ژمنو خلاف یې رومانیه، پولینډ او ځېنې نور هیوادونه په ناټو کې شامل کړل او خپل لوې بیزونه او نظامي قرارګاوې او لرې واټن ویشتونکې مزایل یې پکې نصب کړل چې دا کارونه ټول د روسي نه خوښیدل او په کراتو یې ناټو او امریکا ته د دې کارونو د ودرولو غږونه کړي وو خو، چا نه اوریدل.

اوس چې روسیي د نړۍ د یو زبر ځواک هیواد په څیر د بیا ځل لپاره سر راپورته کړې دی او د خپلو نظامي تجهیزاتو، په مصنوعي هوش ولاړې ټیکنالوجۍ او لرې او نزدې واټن ویشتونکې مزایلو تکیه کوي نو امریکا او ناټو یې په وړاندې ضعیف دي. د روسیي (اوانګار، کینژال او څیرکون ) مزایل چې د غږ له سرعت نه ۵ چنده چټک سرعت لري او په اوسنې وخت کې له هر ډول رادار څخه تیرېږي له ټولې نړۍ نه لس کاله په دې برخه کې مخکې دي، په دې مانا که دا ډول مزایل امریکایان یا نور هیوادونه پیدا کوي نو لس کاله وخت به ونېسي او هغه وخت به روسیه د نورو نوې پرختګونو څخه برخمنه وی.

 مزایل په ۱۵ دقیقو کې تر امریکا رسې او هر یو یې د یو ښار د له منځه وړلو تخریب له ځانHypersonic د روسیي هایپرسونیک 
سره لري. په مقابل کې یې د روسيي اس ۴۰۰او اس ۵۰۰مزایل په موجوده وخت کې د هر ډول توغندي دخنثی کولو ظرفیت لری. همدا ډول د روسيي نوې جنګي الوتکې، ټانکونه، بحري او تخت بحري بیړۍ، منظمه اوردو، ډرون الوتکې، د ټانکونو کمپلیکسونه او نور هغه پرمختګونه دي چې روسیه یې بیا نړۍ والې ارینا ( ډکر) ته را ویستلې ده او د دې ځواک پر مټ له ناټو او امریکا خپلې غوښتنې پوره کولی شي.

د میډیاوو د ګرمو سرلیکونو داسې ښکاري چې، دغه دی اوس به جګړه شروع کیږي، ناټو او امریکا به د روسيي خلاف د اوکراین په خاوره کې د روسيي د هر ډول تیري ځواب ورکوي او ښایي دریمه نړۍ واله جګړه شروع شي خو، دا هر څه د میډیا په عنوانونو کې پاتېکیږي ځکه امریکا او ناټو د روسيي له ځواکه خبر دي او پر وړاندې یې جګړه نه غوره کوي.
امریکا غواړي چې روسیه د ناټو او اروپا سره جګړې ته را کش کړي او خپله په اصلي او فیزیکي ډول ښکیله نه وسي، مانا دا چې زبرځواک په جګړه کې ښکیل کړه تر څو ضعیفه شي او ته خپله قوي پاتې شې. 

 کي لید لوري د غرب او امریکا د سیاسي شطرنج په هر چال پوهیږي او تر دې دمه له هغوې وړاندې دی KGB پوتین په خپل  
په سیاسي ډیالوګونو ډیر باور لري او سنجیدګۍ ته لمړيتوب ورکوي. د پوتین روسیه په اقتصادي ګټو ولاړه ده او په جګړو کې د ښکیلتیا لیواله نه ده خو، د اوکراین موضوع ورته حیاتي ارزښت لري او د سټراټيژیک ژوروالي په سیاست کې یې داخله ده، نه تنها اوکراین بلکې هر هغه هیواد چې د روسيي ګاونډی دی او ناټو يې په خپله لمنه کې را نغاړل  غواړي.

که څه هم له یو اړخ نه د اروپا په اتحادیه او ناټو کې د اوکراین داخلیدل د اوکراینیانو د ښه او با ثباته ژوند هیله ده خو د بل اړخ نه د ناټو سرحد د روسيي سرحد تر را رسیدل د روسيي د امنیت لپاره ګواښ دی، ناټو به په سیمه کې خپل فعالیتونه کوي، خپل بیزونه به جوړوي او لرې واټن ویشتونکې مزایل به نسبوي، مانا دا چې هغه مزایل چې پخوا به په ۲۰ دقیقو کې مسکو ته رسیدل اوس به په ۵ دقیقو کې رسي. 

روسیه تل دا پښتنه اندیښمنوي چې نا ټو د چا خلاف په شرقي اروپاکې پرمختګ کوي؟ که دا هر څه د روسيي خلاف وي نو بیا خو روسیه حق لري چې د خپلو ملي او اوږد محاله ګټو د ساتلو لپاره لاس پکار شي.

د پوتین روسيي په روستیو کې د ډیالوګونو او غښتلو ارګومینټونو له لارې اروپایانو ته قناعت ورکړی دی او د امریکا د ملګرتوب نه یې د اوکراین په موضوع کې لاس په سر کړي دي. داسې ښکاري چې پوتین د استخباراتي تبلیغاتي جګړې پر مټ میدان وګټه. له اوکراین نه د امریکا، انګلستان او ناټو نظامي دوکتورین، نظامي ټرینران او پلان جوړونکې په ډېرې چټکۍ خپې سپکې کړې. امریکايي او نورو نظامي دوکتورینو د اورکراین ځواکونه روزل او جکړې ته یې امده کول ترڅو دنیڅک او لوګانسک چې اوس محال د پاڅون کونونکو په څیر ازاد دي د جګړې له لارې بیرته د اوکراین تر قلمرو لاندې راولی او د کریمیا د بیرته نیولو لپاره لار جوړه شي خو؛ روسیه کریمیا خپله خاوره ګڼي او پوتین او په دې اړه له چاسره خبرو کولو ته هیڅ وخت نه ورکوي. پوتین امریکا او ناټو ته سره کرښه کش کړي چې اوکراین به په ناټو کې نه داخلیږي.