د دلوې ۲۶مه د تلپاتې خپلواکۍ الهام

سرو لښکرد په ګران هېواد طاغوتي یرغل وکړ، دا چې ولي سرې لښکرې زموږ هېواد ته د یرغل لپاره تشویق کړل، پیچلې، ارته او جنجالي موضوع ده خو تاریخ خپل ناپېیلی قضاوت پرې کړی دی. دګڼو سرښندونو پایله د ټولو بدختیو سره سره د اقدس ذاب لویه لوینه (خپلواکي) خوږ ثمر یادیدای شي. غیور ولس پر ټولو ناخوالو سر بیره بیا هم د دلوې مه د عمومي رخصتي او خوشالۍ ورځې په توګه لمانځې؛ نو اړتیا لیدل کیږي، چې درونې جوش په هر اړخیز توګه رابرسیره شي.

خپلواکي، د بشري فطرت د تلازم متممه ځانګړنه، د ملتونو د برم هڅکه څوکه او مذهبي ټولنه کې مطلوب او ممدوح ارزښت دی. قران د الهي قانون په بڼه د بشریت د خپلواکۍ په ځانګړې توګه د معنوي او ټولنیز خپلواکۍ په تړاو سپارښتنې لري، د دین ازادي یو له هغو مواردو څخه دی، چې شریعت یې په هکله د ازادۍ له مخي خبر کوي، څنګه چې فرمایې: لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ. 

له دې آیته څخه په ډیر صراحت سره معلومیږي؛چې دین کې اکراه او جبر نشته بلکي وګړې ددین په اختیارولو کې خپلواک دې. که څه هم خپلواکي تر ډیره مډرنه اصطلاح او د نوې پیړۍ زیږنده یادیږي، خو نه! موږ شرعي نصوصو کې د ازادۍ مختلف مضامین او مفاهیم موندلی شو. پردې سربیره د پیغمبرانو دبعثت یو هدف د بشر معنوي او ټولنیزه خپلواکي یاده شوي. انبیاء علیهم السلام د نورو سترو مسؤلیتونو تر څنګ بشر ته له طاغوتي او استبدادي رژیمونو خلاصون خپله وجیبه ګڼلي، د بیلګې په ډول د حضرت موسی علیه السلام یو ماموریت د بنی اسرائیلو ژغورنه له فرعون څخه وه. 

فرعون د ټولواکۍ علمبردار او د خپلواکۍ سرکوبونکی د خپل وخت زیږه بیلګه وه، څنګه چې بنی اسرائیلو ته یو ځای وایې: قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ.
 وایې وړاندې تر دې، چې زه اجازه درکړم په موسی علیه السلام مو ایمان راوړئ؟

پیغمبران هم په دې لټه کې وو، چې خلکو ته پوهه ورسوي؛ تر څو خپلو تصامیم کې خپله ونډه ولري او ډیر ځله همدا موضوع د دوي او حاکمانو ترمنځ د اختلاف په محراق اوښتي. څنګه چې الله تعالی موسي علیه السلام فرعون ته لیږي او د هغه د سرکشۍ څخه ورته یادونه کوي:
 إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ.
دلته هم فرعون ته د پیغمبر دلیژلو یو دلیل دهغه سرکشي د خداي په وړاندې او د خلکو محرومول د انتخاب له حقه بللی شو او دا ځکه چې فرعون ځان تر نورو لوړ باله، هغه څوک چې ځان تر نورو لوړ بولي، له شک پرته د هغوي مسلم حق له دوي څخه اخلي او د دوي مقدرات پخپل لاس کې اخلي. طبعي  ده، داسي رسالت ډیر لوړ دی نوځکه خدای هم د اسائیلو نجات د فرعون له واکه یو لوي نعمت یاد کړی:

 وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ.

پورته شرعي نصوصو او دیته ورته نورو شرعي نصوصو ته په کتو، انسان مختار او خپلواک خلق شوی او همدغه خپلواکي دانسان جوهر جوړوي کنه د الله لخوا د اخروي جزا او پاداش هیڅ مفهوم نه پیدا کيژي، ځکه که انسان اختیار او خپلواکي ونلري او مجبور یا بې اختیاره وي؛ نو بیا خو باید خدای تعالی جزا ورنکړي. مکافات او مجازات هغه وخت مفهوم ښه افاده کوي، چې تر هغه وړاندې انسان خپلواک وي.

که حقیقت ته زیر شو، خپلواکي باطني شوق او شور ده، چې تل د انسان سره مل پاتي ده یا په بل تعبیر سره خپلواکي د انسان جوهر او طبیعت جوړوي. دا چې انسان خپلواک زیږدلی؛ انسان ورته ویل کیږي او دا چې د طبیعت له مخې په خپلواکه توګه کولای شي، خپل لورۍ او مسیر وټاکي او خپل فردي او ټولنیز ژوند غوره کړي؛ نو اړتیا نه لیدل کیږي، چې عالم اسباب کې تړاو او سرپرست ولري. نو ویلای شو، چې بشر کې دتعقل قوه تر ډیره د انسان خپلواکي تقویه کوي او تړاو څخه یې مستغني کوي.

د سالم عقل غوښتنه هم دا ده چې انسان باید خپلواک وي، نو ځکه نامتو عالم مطهری وایې:"بشر باید په ټولنه کې له نورو وګړو ټولنیزه خپلواکي ولري، نور یې د ودې او تکامل خنډ نشي، هغه محبوس نکړي تر څو یې د کړنو مخه ډب کړي، نور یې باید استثمار، استخدام او استعباد نکړي؛ یعني د بشر ټول فکري او جسمي قوت باید د نور د ګټو لپاره ونه کارول شي". دی ټولنیزې خپلواکۍ سره سیاسي خپلواکي هم مراد دي، کوم چې نن صبا سیاسي ادبیاتو کې ډیر لاس په لاس کیږي. مطهري زیاتوي، «خپلواکي خو ځکه ضروري ده، چې هیڅوک باید د بشر د استعدادونو مخه ډبه نکړي، بلخوا ډیر داسې شیان دي، چې د زور او جبر له مخي په بشر نشي تحمیلدلی او تر ټولو مهمه یي لا دا، چې بشر باید پخپل اختیار سره او د کشمکش په ډګر کې کمال ته ورسیږي. نو ویلای شو، هغه څه چې انسان ته هویت او حیات ورکوي، د هغه خپلواکي او اختیار ده، کوم چې د فطرت د مسئلې متمم او په سیاسي او ټولنیزو تحولات کې یواځینۍ لامل بلل کیږي.

کله ناکله داسې انګیرل کیده/کیژي، چې ګویا خپلواکي معاصره زیږنده ده؛ نو ځکه مې په لنډ ډول د شرعي نصوصو او عقلي تبصرو په ترڅ کې پري په  لنډ دول رڼا واچوله، خو اوس راځو ددې اصطلاح مروج مفهوم او بڼه هم په لنډ ډول واضح کوو.
 
خپلواکي: هغه حالت ته ویل کیږي، کوم چې یو ولس، هیواد یا دولت پخپل اړونده جغرافیا کې مکمل واک ولري. یا هم په بل عبارت خپلواکي دخپل هیواد کورنۍ او بهرنی پالیسۍ پخپله خوښه پرته له مستقیمي یا غیر مستقیمي مداخلې ترسیمولو ته ویل کیږي. خپلواکي یوه مرکبه کلیمه ده، یو یې (خپل) او بل یې (واک) په ترکیب کې لیدل کیږي، یو عالم وایې: "یو کس تر هغې خپلواک دی، چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي یا دا چې د نورو خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي".

له بده مرغه زموږ ګران هیواد هم د تاریخ په اږدو کې کله نا کله له داسې حالت سره مخ شوی، چې ځمکني بشپرتیا او خود مختاري یې تر سوال لاندې راغلي، خو له ښه مرغه د خپل ولس په مټ یې د بیرته اخیستلو ویاړ خپل کړی او د ښکیلاکګرو مخ یې ورتور کړی، یوه بیلګه یې له انګریزانوڅخه د خپل استقلال اخیستل یا خپلواکي یادولی شو. له هغې وروسته د وخت طاغوتي لښکر یو ځل بیا ددې سوق الجیشي جغرافیا ته سترګې سرې کړي، خو خبر نه و، چې دا د میړنو ټاټوبۍ د اشغال بیه به نه يواځي روسیه پرې کوي بلکې د کمونستي مفکورې امحا به یې ملازمه وي.

د ۱۳۶۷ کال د دلوې ۲۶ مه، د ګران هیواد د خپلواکي دبیرته اخیستلو ورځ ده. دا چې دا ورځ د ټولو بدبختیو او ناخوالو برسیره د ویاړ ورځ یادیږي، عمده لامل یې دیوې مقدسې فریضې ادا کول او د خپلواک حس ژوندۍ ساتل کیدای شي. له همدې ویاړونه نسلونه الهام اخلي او د اشغال به وړاندې کرکه خپروي نو ځکه هر ځل، چې کوم ښکیلاکګر د اشغال هوډ کړی، شرمیدل او په منډه شوی.خو د میړنیو په سرښندنو سره نه یواځي بیرته اخیستل شوی، بلکې نړۍ ته د پند ژوندۍ تاریخ او استقلال اخیستو غوره ماډل هم پاتي شوی. د افغانستان خپلواکي، کورد ننه، سیمه او نړۍ کې ژور بدلونونه او ژورې اغیزې درلودي، چې په لنډ ډول به وڅیړل شي.

پایله:پورته شرعي نصوصو، معتبرو او منطقي دلایلو او اړتیاوو ته په کتو، خپلواکي د ستر ذات لویه پیرزوینه او د طبعي یا فطري ژوند ښکلا ده. په ساتلو سره یې دیوي جغرافیا وګړي سرلوړي او بریمن ښکاري او په لاسه ورکولو سره یې ملتونه خوار او ذلیل بریښي. نقض او سلب یې شرعا مردود او عقلا قبیح دی، خو بیا هم که کوم ښکیلاکګر ددې ارزښت په لورې په سپکه ګوري او د کوم هیواد خپلواکي او استقلال تر سوال لاندې راولي، شرعا او عقلا په وړاندې کوټلي مبارزه تر هغې د اړوندو وګړو حق او مکلفیت جوړیږي، چې دا ستر ارزښت یې نه وي تر لاسه کړی. علاوتاً د خپلواکي په اخیستلو او پاللو کې باید له خورا دقت او زیرکتیا څخه ګټه پورته شي، هسې نه ټولې دیني پولې ماتي، بشري ارزښتونه تر پښو لاندې، د ټولنې یووالی وګواښیږي، هیواد ګنډواله، نظام وپاښل شي، فرهنګ او اړوند ارزښتونه تالا شي، ولسونه بې کوره او اوره شي ان تر دې چې د ملت شته دې لیلام شي. د خپلواکۍ جشنونه دې ونیول شي، خو د خپلواکۍ اصلي روح دې نه تحریفیږي، ولس دې نه غولول کیږي، تاریخ دې نه محوه کیږي، د سرښندونکو قربانۍ دې نه معامله کیږي، استعمار دې نه توجیه کیږي، ملت کې دې د خپلواکۍ احساس نه ځپل کیږي.

د سرو لښکرو پر وړاندې د ټول ملت کړاوونو ته د ستر ذات لۀ درباره اجرونه غواړم، شهیدانو ته جنت لفردوس او پاتې شویو ته یې صبر جمیل او نعم البدل غواړم.