د اولمپيک د ژمنيو لوبو لپاره هېواد څنګه ټاکل کېږي؟

د اولمپيک د ژمنيو لوبو لپاره د هېواد ټاکل د اولمپيک د نړيوالې کمپټې د فعالو غړو په پټو  او اکثريت رايو ټآکل کېږي ، په دې ټآکنو کې به د هغه هېواد او سيمې غړي چې ددې لوبو کوربه توب ته کانديد وي ګډون نه کوي او نور هغه کسان چې د اولمپيک د کمېټې فعال غړي نه دي هغوی هم حق نه لري چې په دې رايه اچونه کې ګډون وکړي، د اولمپيک د کمپټې افتخاري غړي، محترم غړي او هغه غړي چې عضويت یې ځنډول شوی دی هغوی هم په دې رايه اچونه کې شرکت نشي کولای.

د اولمپيک ژمنۍ سیالۍ هر څلورکاله وروسته لکه د اوړي اولمپيکي لوبې د ټولې نړۍ څخه د تکړه لوبغاړو په شتون کې سرته رسېږي ، ټول فوکس او لوبې یې په يخ او واورو باندې وي او يوازې ژمنۍ لوبې پکې ترسره کېږي يانې هر ډول لوبې چې په يخک ، يخ او واورو پورې مربوط وي په دې اولمپيکي سيزن کې ترسره کېږي.  ټولې چارې يې د اولمپيک د نړيوال سازمان ترنظراو څار لاندې نيول کېږي. او تقريبا سل کاله کېږي چې د اولمپیک ژمنۍ سيالۍ هر څلورکاله وروسته دايرېږي او په نړۍ کې د لوبغاړو او نندارچيانو له ډېر پراخ او تود هرکلي سره مخ کېږي.

د نړۍ له زياتره هېوادونو لوبغاړي پکې په واوره او يخ باندې د ښويدلو،او بېلابېلو نورو هغو لوبو کې برخه اخلي چې په واورو او يخ پورې مربوط وي او هڅه کوي چې د سرو زرو، سپينو زرو او يا برونزو مډال تر لاسه کړي او يا کم ازکم د خپل هېواد لخوا په دې لوبو کې شرکت وکړي.

زياتره هغه هېوادونه د اولمپيک ژمنيو لوبو ته کانديدېږي چې  يخ موسم ولري او که څو هېوادونه او ښارونه کانديد وي هغه چې کمې رايې یې وړې دي هغه ښارونه له رايې اچولو پاتې کېږي او تر ټولو ډېرې رايې ګټونکی انتخابېږي خو که هيڅ ښار هم د رايو نصاب پوره نه کړ نو د دوو مخکښو تر منځ بيا رايه اچول کېږي او چې په دې دوو کې هر چا ډېرې یووړې هغوی د ژمنيو لوبو لپاره ټآکل کېږي.

د اولمپيک ژمنۍ سيالۍ له ۱۹۲۴ زېږدي کال څخه راپيل شوې دي او تر اوسه پورې هر څلور کاله وروسته د نړۍ د هېوادونو تر منځ ترسره کېږي. چې وروستۍ هغه یې د ۲۰۲۲ کال د بيجينګ د ژمي د اولمپیک سيالۍ دي چې اوس روانې دي او هر هېواد لوبغاړي کوشش کوي چې ډېرې مډالونه وګټي او خپل هېواد او ځان ته افتخار راوړلو لامل شي.

د اولمپيک د ژمنيو (ژمي) او اوړنيو (اوړي) لوبو لپاره د هېواد او ښار ټآکل هر اړخيز څېړل کېږي او چې په معيارونو او امکاناتو پوره وي او ددې لوبو لپاره امادګي ولري بيا ټآکل کېږي خو بيا هم ډېر وخت دا کار يو مشکل او کله کله د نړيوالو سترو هېوادونو او يا ددې لوبو د کيليدي او مخکښو هېوادونو تر منځ په ناندريو بدل شي  لکه دا څو ورځې مخکې  چې د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو د پيل په څنډه کې څرګنده شوه چې کاناډايي چارواکو پرېکړه کړې چې د ۲۰۳۰ کال د اولمپيک لوبو کوربه توب وکړي.خو له دې اعلان سره یو ناڅاپه د لوبو او په ځانګړي ډول د اولمپیکي د لوبو کارپوهانو غالمغال پيل شو چې دا کار د ستاينې وړ دی  په جغرافيا او د کاناډا په جغرافيا کې مشکل نشته خو مګر ایا د داسې یو هیواد لپاره د داسې  مهمو او نړیوالو لوبو ترسره کولو کې  باور سم دی  چې په ژمنيو لوبو کې يې تېر او اوس پیکه او خړ دی؟

د لوبو کارپوهان او د هغو هېوادونو خلک چې د ژمنيو لوبو اتلولي لري او یا هم په دې لوبو کې تر نورو پياوړي او د لومړي نمبر سيالان دي تور پورې کوي چې کاناډا د بوبسليک او سکيلټن فيډرېشن مشرې سارا ستوري په ۲۰۱۷ زېږدي کال کې د سويلي کوريا د اولمپیکي لوبو لپاره د کواليفای لوبغاړو څخه د اولمپيک لوبو ته د لېږلو پر سره پیسې غوښتلې او يوازې هغه کسان به ټاکل کېدل چې دې اغلې ته به يې په کافي اندازه پيسې ورکړې وې،  وروسته يې قضيه پټه او ان تر اوسه پورې هم لا په خپل ورزشي څوکۍ باندې پاتې ده.

نړيوال د يو هېواد ټاکل د اولمپيکي لوبو لپاره دومره تر ذربين لاندې نيسي چې د هیکرانو د ډلې لخوا د افشا شوي معلومات یې اوس رابرسېره کړي دي چې له مخې د پورته ذکر شوي فدراسیون رییس، سارا ستوري،  د لوبو د خپل فيډرېشن لپاره ځينې اصول د ځان په خوښه بدل کړي چې د خپل فيډرېشن د رياست لپاره یوازینۍ وړ نومانده وي. او دويم دا چې په دې راپورونو کې راغلي چې د رايې ورکولو پر مهال د ورزشکارانو د استازو حقونه محدود وو.  او ستوري له 2014 راهیسې په دفتر کې ده او پرخپله څوکۍ پاتې ده.

 او سربېره پردې د کاناډايي لوبغاړو په برخه کې يو جالب کار دا و چې  کاناډايي کښتۍ چلونکې لارنس ونسنت لاپونټ پکې تورنه وپېژندل شوه ، نوموړې د کښتۍ چلولو  يوولس ځلې نړيواله اتله پاتې شوې وه خو په ۲۰۱۹ زېږدي کال یې د ډوپينګ په ټيسټ سره په وينه کې يو ډول ماده وموندل شوه چې Ligandrol  نومېده دا ماده عضلې کلکې کوي، د وينې جريان منظموي او انسان ته ددې قوت وربښي چې له خپل زور څخه لا نور قوي شي.

خو له څېړنو وروسته په دې خلاصه شوه چې ويل یې چې له خپل هلک ملګري سره د جنسي اړيکې او د خولې له لارې دا ماده زما وجود او وينې ته راغلې او دا چې هغه هلک د فوټبال اماتور لوبغاړی و او دا ماده یې کاروله نو ماته هم ترې راغله وروسته وروسته د ډوپينګ کاناډايي ادارې ددې هلک وينه او ان ويښتان تر لابراتواري ازموينو لاندې ونيول او نتيجه مثبته شوه او د کښتۍ ځغلولو دې اتلې ته براُت ورکړل شو. 

سربېره پر دې د اقليمي چارو شنونکي وايي چې کېدای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې اقليمي شرایط تغيير وکړي او د کاناډا وينکوور د ژمنيو اولمپيک لوبو لپاره مناسب نه وي او تودوخه او د واورې غرونه او يخونه پکې اوبه شي او یا هم دومره يخ نه وي چې ددې لوبو او لوبغاړو لپاره مناسب دی.
 
او ځينې نور کارپوهان بيا هلته د مسکن خبره کوي چې د دومره ډېرو سيلانيانو او لوبغاړو د ورتګ لپاره د اوسېدو ځآيونه اوسمهال شتون نه لري چې تر هغه وخته بايد جوړ شي، لنډه دا چې له هر اړخه د اولمپيکي لوبو  لپاره نوماند کوربه هېواد تر نظر او څېړنې لاندې نيول کېږي او بيا يې په اړه تصميم ګيري کېږي.
 
خلاصه دا چې لکه مخکې وويل شول د هېوادونو تر منځ د اولمپيک د لوبو د کوربه توب پر سره ډېر وخت مشکلات وي او هر هېواد غواړي چې ددې د اوړي يا د ژمي د لوبو کوربه توب وکړي او په هر ډول او هر قسم نور هغه هېوادونه چې د رايې حق لري د ځان په ګټه راوڅرخوي چې د دوی په حق کې رايه واچوي ځکه د اولمپيک د نړيوالې کمپېټې لخوا له هغه هېواد سره کومک کېږي، اقتصاد یې ښه کېږي ، د سياحينو او سيالانيانو د توجه مرکز ګرځي، خلکو ته د لوبو په جريان کې کارونه پيدا کېږي، ورزش یې ورسره ښه کېږی او دا چې نن سبا ورزش ان سياست کې هم ورګډ دی د سياسي ارتباطاتو او ښو اړيکو لامل کېږی او د هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو په رغولو کې جوته ونډه لري او همدارنګه د نړيوالو لوبغاړو ، لوبډلو، ترينرانو له تجربو څخه کوربه هېواد د خپلو لوبو د ښه والي او لوبغاړو د پرمختګ لپاره کار اخلي.