څه موده وړاندې مې د (له امریکا سره د خبرو په وخت کې هغه وپیژنئ!) تر سرلیک لاندې د ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم یوه لیکنه لوستلې وه. غالباً دغه لیکنه په تاند او که په افغان جرمن انلاین انټرنېټي پاڼه کې خپره شوې وه.
ډاکټر صاحب د خپل خوړلي عمر په اوږدو کې خورا لوړې او ژورې لیدلي، خبرې یې د کاڼي کرښې ګڼل کېدای شي. هغه د خپل سیاسي اوږده ژوند په موده کې خورا ډېرې تجربې تر لاسه کړي او د نړۍ په ملکونو یې نظر خورا ماهرانه او ارزښتناک وي.
ښاغلي اعظم په دغه لیکنه کې د امریکا تاریخ او تاریخي افتخارات ته اشاره کړې وه او دغه مهم ارزښت یې لکه د پک سر غوندې ډاګیز ښودلی و.
په دې خبرې سره مې د لیکنې جذابیت لپاره یوه ټوکه هم را یاده کړې داسې چې: وای یو پک سړی سلمانۍ ته ورغی چې حجامت یې وشي. سلماني یې د ږیرې وېښتان ور قیچي کړل او بیا یې ترې پوښتنه وکړه چې په سر دې څه در وکړم، وای پک ورته کړل چې یوه صافي پرې را کش کړه.
د اعظم صیب د لیکنې له مخې فقد پکار ده چې د امریکا په ټول تاریخ او پک پمن غرور باندې یوازې تشه صافي را کش شي او بس.
اعظم صیب لیکلي : (د شرق ملتونه ټول پخپل تاریخ ویاړي او نازیږي. امریکایان دغه د ناز ځای نه لري؛ داځکه دا هیواد فقط دوی پیړی مخکی جوړ سویدی. که ته د خپل تاریخ او افتخاراتو خبره ورته کوی، هغه دلچسپي نه ورسره لری. د مصر یوه دپلومات د امریکا خارجه وزیر هنري کیسنجر ته ویلی وه چی مصر یو لرغونی هیواد دی، موږ تاریخي مفاخر لرو، د هغو درناوی کوو، …کیسنجر ورته ویلي وه: موږ تاریخ نه لرو؛ اوس او راتلونکی ته ګورو. راته ووایه چی تاسی مصریان اوس څوک یاست او څه کولای سی؟)
دغه ارزښتونه د هماغه ډسمبر له یولسمې وروسته افغانانو ته خورا ښه ثابت شول چې دوی پکې د یوې بلې اوږدې جګړې د پیل لپاره اوږده مښکوه راغلل او دلته یې د مظلومو افغانانو په زړونو زهرجنې منګولې خښې کړې.
د دغې پېښې عاملین که په رښتیا سره عربي اسلامپاله مجاهدین (القاعده وي)، یوازې په افغانستان کې یې د ګوتو په شمار ورځې ممکن تېرې شوې وي، یا هم میاشتې او یا کوم کال؛ خو د دې ډلې د مشر په ګډون اکثریت غړي عربان و او ښایي د دغې سترې پېښې عاملین هم عربان وي. په هر ترتیب، اسامه بن لادن او د القاعده ډلې نور غړي په افغانستان کې نه، بلکې په هغه چمچه مار پاکستان کې وژل شوي، نیول شوي او په نښه شوي چې دوی هغه د خپلو ملیاردونو ډالرو له لورینو محروم کړی نه دی.
که دوی فکر کوي چې افغان طالبانو له القاعده ډلې سره اړیکې درلودې او په هغوی یې افغاني ننګ کړی و، هغوی ته یې پناه ورکړې وه او دوی ته دنیاوي ګناه او نا انډولي برېښېده، په دې پلمه خو یې د افغانستان کور کور د ویر په ټغر کېناوه. همدې امریکایانو د ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د افغانستان په سهیل (کندهار، هلمند، زابل ارزګان) ولایتونو کې د افغان وژنې پراخ کمپاین لکه هوایي بمبارۍ، وحشتناکه چاپې او د افغانانو ځورول او ټکول پیل کړل.
اوس که هر ځوان امارتي سرتېری وغږوې، د همدې بدبختې امریکا له لوري د چاپو او وحشتانکه بریدونو، په کورونو د ور اوښتلو او بې سببه تلاشیو له یادېدو سره هېښېږي، اریان دریان پاتې شي او داسې نادرې کیسې به درته وکړي چې داړه مار سپيان به یې هم له اجراا کولو استفراق وکړي.
په زرګونه ملکي وګړي، د دوی په لاس د جوړې شوې اردو عسکر او د وسله وال مخالف په نوم ګڼ شمېر افغانان شهیدان، ټپیان، معلول او د فقر تر ګرښې لاندې د میلیونونو افغانانو راوستل هغه ستر جنایت ته چې همدا ماته شوې امریکا یې باید د غرامت په نوم ډېر څه ور کړي.
د افغان ملت او د اصیلو افغانانو د فرد فرد مال او شتمني چې د همدې بې باکه او پروا امریکا له لورې کنګل شوې، د تېرې ورځې د پرېکړې کول یې اصلاً د غلا کولو یوه ښکاره بېلګه او اوښ په بډه وهل دي.
بایډن حق نه لري چې د القاعدې ډلې د اصلي مالکینو او پټنځای ورکوونکي هېواد پر ځای له مظلوم، بې ګناه او فقیر ولس نه د شتمنیو درې نیم میلیارده ډالر پټول په رښتیا چې ستره جفاه او د اعظم صیب خبره، د امریکا د بېشرمۍ حد دی.
دا هماغه د (غل مه نیسه چې غل به تا ونیسي) کیسه ده. دوی فکر کوي چې ټر به په پر پټ کړي. زه پوهېږم چې د امریکا په مغز کې اوس د فارسي ژبې هغه متل انګازې کوي او دوی یې لېونیو او بې باکه کړنو ته هڅولي چې وایي، (هر درد میرود، درد شکم نه).