پښتو کې ورته سره - سترګه، ګل او سور ټکی وايي؛ د سترګې دننه سپينه برخه کې د وينې سور ټکی يو غير نارمل حالت دی چې انګلېسي کې ورته burst blood vessel وايي او طبي نوم يې subconjunctival hemorrhage دی. دغه حالت هغه وخت رامنځ ته کېږي، چې د سترګې ځينې کوچني رګونه څېرې شي او وينه يو ځای کې سره ټوله شي.
لاملونه
- سترګه کې د وينې سور ټکي پيدا کېدو يو لامل ضربه خوړل دي. هر کله چې يو بهرنی څيز سترګې سره ولګيږي، نو د سترګې سپينو کې کوچني رګونه دي، هغه پرې کيږي او له امله يې وينه ټوليږي.
- سترګه کې د لېنز اېښودل هم سبب کېږي، چې دغه وضعيت رامنځ ته کړي. د اړيکې لېنزونه چې انګلېسي کې ورته contact lenses وايي يو کوچنی پلاستيک يا ښېښه وي، چې د سترګې د ساتنې او د ليد ستونزو د حل لپاره کارول کېږي. که چېرې دا ډول لېنزونه ناسم په سترګه کې کېښودل شي او يا له سترګې لېرې کړی شي، نو سترګه ټپي کوي او وينه په کې ټوليږي.
- ځيني وخت پر سترګه د ډېر فشار له امله هم د وينې کوچني رګونه پرې کېږي. پر سترګه فشار بيا نور بېلا بېل لاملونه لري. ډېر وخت لپاره د کمپيوټر او موبايل ښېښې ته کتل، ناڅاپي روښانيۍ او نور سبب کېږي، چې پر سترګه فشار راولي.
- له خوراکي توکو له حده ډېره اوسپنه تر لاسه کول هم دغه وضعيت رامنځ ته کوي.
د يادونې ده چې تر اوسه ډاکټران د subconjunctival hemorrhage د رامنځ ته کېدو د اصلي لاملونو پر پيدا کېدو نه دي توانېدلي. مختلفې ناروغۍ، درمل او فشار د subconjunctival hemorrhage لاملونه بلل کېږي، خو شونتيا يې تر لس سلنه ده؛ اصلي او کره لاملونه يې پيدا شوي نه دي.
درملنه يې
سترګه کې د سور ګل شتون ډېر د اندېښنې وړ نه دی او د وخت په تېرېدو سره خپله له منځه ځي. که چېرې درد ولري نو پر بنده سترګه د يخ ټوټې اېښودل درد له منځه وړي. که چېرې بيا دغه ټکی ورک نه شي او يا دا چې بار - بار را پيدا کېږي، نو بیا اړينه ده، چې ډاکټر ته لاړ شئ او اصلي لامل يې پيدا شي.
هر کله چې سترګه کې دغه سور ټکی پيدا شي، نو له يوې تر درېيو اوونيو په خپله ورکېږي، خو که چېرې تر درېيو اوونيو ورک نه شي، نو بيا اړوند متخصص ډاکټر تته تګ اړين دی. د سترګې درد، د سور ټکي لوېدل او پړسوب، وينه بهېدل او د سترګې خارښت هغه نښې دي، چې د subconjunctival hemorrhage شدت په نښه کوي.
وروستي