علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا references) ليکل؛ بشپړ لارښوود - پنځمه برخه 

د همدې لړۍ لومړۍ (https://rohi.af/news/91204)، دويمه (https://rohi.af/news/91257)، درېيمه (https://rohi.af/news/91287) او څلورمه (https://rohi.af/news/91328) برخه کې تر ۲۳مې شمېرې په علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا references) لارښوونې در سره شريکې شوې؛ دې (پنځمه برخه)  کې د امریکا رواني ټولنې يا  American Psychological Association بڼې نورې طريقې درته ښييو چې څه ډول بايد سرچينې ذکر شي. 

۲۴-  که مالومات له کومې مجلې راخېستل شوې وي:
- د ليکوال تخلص؛ 
- کامه (،)
- د ليکوال نوم يا د نوم لومړي توري؛ 
- د ليکوال تخلص او نوم وروسته نقطه (.)؛
- دوه قوسونو کې د مجلې د خپرېدو کال او وروسته يې ټکی کېښودل؛ 
-  مجله کې د اړوند مقالې/ ليکنې سرليک راوړل او ورته ټکی کېښودل؛
- په خپله د مجلې نوم، چې په مايل ليک لېکل کېږي او اخير کې کامه اېښوودل کېږي؛ 
- د مجلې د ټوک شمېره هم پر مايل ليک ولېکئ؛ د ټوک شمېرې سره څنګ پر څنګ قوسونو کې د مجلې د خپرېدو شمېره ولېکئ او بيا کامه کېښودل کېږي؛ 
- پای کې د هغه پاڼې/پاڼو شمېرې چې مقاله په کې خپره شوې ده او ټکی کېږدئ. 
بېلګه: 
Smith, J. D. (2009, Winter). Tertiary funding models in New Zealand. Tertiary Education Magazine, 21(1), 21–24.

۲۵- که چېرې مجله کې د مقالې ليکوال له يو ډېر کسان وي، ليکوال يې مالوم نه وي، د خپرېدو نېټه يې نه وي مالومه او نور، نو بيا وړاندې چې کومې لارښوونې وړاندې شوې، دې برخه کې هم پلې کېږي. د مجلې برخه کې دا اړينه ده، چې که چېرې مجله مياشتنۍ وي، نو بيا د کال ترڅنګ مياشت هم ذکر شي او که مجله هر درې مياشتې وروسته چاپيږي، نو بيا اړوند موسم، لکه پسرلی، اوړی، مني او ژمی ليکل کېږي. 

۲۶- که مالومات له اوونيزې راخېستل شوې وي، نو پورته ډول سره يې ذکر وکړئ، خو يوازې د کال برخه کې د کامې په کارونې سره مياشت او د مياشتې ورځې هم وليکئ. 

۲۷- که مجلې ته ستاسې لاس رسی ان لاين وي، نو د پاڼې له شمېرو وروسته، د هغې وېب پاڼې ادرس هم ذکر کېږي، چې مجله په کې پورته شوې ده. 

۲۸- که مالومات له راپور راخېستل شوي وي، بيا هم د امریکا رواني ټولنې يا  American Psychological Association اړوند د سرچينې ليکنې عمومي قاعده پلې کړئ. د کال له ذکر وروسته د راپور نوم، ورپسې دوه قوسونو کې د راپور د نشر شمېره او پای کې د خپرندويه ادارې نوم راځي او ټکی ورته کېښودل کېږي. 

۲۹- که مالوماتو مو ټولګي کې د ښوونکي او استاد له چپټر تر لاسه کړي وي، نو هڅه وکړئ، چې هغه اصلي سرچينه چې استاد/ښوونکي ورڅخه مالومات راټول کړي پيدا او د منبع برخه کې يې ذکر کړئ. 

۳۰- که مالوماتو مو له راډيو، تلويزون، وېډيو او کوم بل غږيز فايل تر لاسه کړې وي، نو په لاندې ډول يې ذکر کړئ. 
- د ليکوال نوم او بيا ټکی؛ 
- د ليکوال په اړه تشريح؛ تشريح داسې چې دغه کس فلم جوړونکی دی، د فلم يا وېډيو لارښوود دی، هنرمند دی، توليدکونکی دی او يا بل څوګ. د ليکوال په اړه دغه د دندې مالومات دوه قوسونو کې وليکئ. 
- په مايل ليک د مالوماتو سرليک ولېکئ. (لکه د فلم نوم، د راډيويي او تلويزوني خپرونې نوم، لومړۍ برخه، خبرونه او نور). قوس کې ورته اړوند سبک وليکئ، (تلويزوني خپرونه، فلم، سندره، غږيز فايل، وينا او نور)
- بيا د اړوند ادارې چې دغه مالومات يې خپاره کړي ذکر وکړئ او که له وېب پاڼې مو راخېستې وي، نو بيا د هغې وېب سايټ ادرس هم راوړئ. 
بېلګه: 
Guggenheim, D. (Director). (2006). An inconvenient truth [Film]. Lawrence Bender Productions; Participant Productions.