نری رنځ (ټي بي) وژونکې ناروغې ده؛ که چېرې دا نښې ولری، نو تاسې هم پرې ککړ ياست

پښتو ژبه کې ورته نری رنځ وايي. انګلېسي نوم يې tuberculosis دی چې لنډ توري يې TB ليکل کېږي. دغه ناروغي د Mycobacterium tuberculosis په نوم بکتريا له امله پيدا کېږي. دغه بکتريا هوا کې وي. د توليد سرچينې يې هغه کسان دي، چې له وړاندې په دې ناروغۍ ککړ وي او Mycobacterium tuberculosis بکتريا يې سږو کې ځای پر ځای شوې وي. پر نري رنځ ککړ کسان چې کله ټوخی، پرنجېدل کوي او لاړې توکوي، نو بيا د نري رنځ بکتريا هوا کې خپروي، چې په تنفس سره روغ خلک هم پرې اخته کېږي. 

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرونو پر بنسټ، هر کال نېږدې لس مېليونه کسان په ټي بي اخته کېږي، چې له منځه يې تر يو نيم مېليون کسان ژوند له لاسه ورکوي. نری رنځ هر هغه کس وژني، چې پر وخت  د ناروغۍ درملنه ونه کړي  او ناروغي په کې پرمختللې شي، خو که چېرې يو څوګ له وړاندې HIV او اېډز ولري، نو بيا پر ټي بي ککړ شي، نو ژر يې وجود کمزوری او له منځه تلی شي. 

نری رنځ د نړۍ ټولو هېوادونو کې شته او خلک پرې ککړيږي، خو هغه هېوادونه چې د خلکو ژوند سطحه په کې ټېټه وي، نو ډېر خلک په کې پرې نري رنځ اخته کېږي. د روغتيا نړيوال سازمان اړوند، نړۍ کې د ټي بي ټولو ککړو کسانو نيمه برخه بنګله دیش، چین، هند، اندونیزیا، نایجیریا، پاکستان، فیلیپین او سويلي افریقا کې ده. 

د نري رنځ يا ټي بي ځينې نښې - نښانې: 
-  اوږده ټوخی
- وزن کمېدل
- د سينې درد
- کمزورتيا او ستړيا
- وزن کمېدل
- تبه او شپې له خوا د وجود خولې کېدل
- بلغم لرونکی ټوخی. 

د نري رنځ نښې - نښانې لومړيو کې پوره نه ښکاري او پټې وي. هر څومره چې دغه بکتريا تکثر کوي، نو نښې يې هم ډېرې راڅرګنديږي. نری رنځ کومه کورنۍ او لومړنۍ درملنه نه لري؛ سږي او ورپسې نور تنفسي غړي له منځه وړي، نو په دې پار اړينه ده، چې د نښو په لېدو سره ژر متخصص ډاکټر سره په اړيکه کې شئ او اړوند معاينات تر سره او مهالنۍ درملنه يې پيل شي. 

د ټي بي درملنه
اوس وخت کې د نري رنځ درملنه شونې ده. که شپږ مياشتې په منظم ډول د نري رنځ درمل  وخوړل شي، نو شونې ده، چې وجود ته  دننه شوې، Mycobacterium tuberculosis بکتريا له منځه لاړه شي. که چېرې د نري رنځ ناروغي ډېره پرمختللې شوې نه وي، نو rifampicin او isoniazid يې اغېز لرونکې درمل دي.

طبي توصيه دا ده، چې د خوب ځای، بسترې او جامو ته کافي لمر ورکړل شي؛ هغه کسان چې دوامداره ټوخی کوي او ټوخی يې بلغم لري، بايد لېرې ترې پاتې شئ؛ ډېر پاتې شونې خواړه ونه خورئ او په لويه کې له چټليو ځان لېرې وساتئ.