ميلياردونه کاله پخوانی تور الماس په مېليونه امريکايي ډالر خرڅ شو 

لرغون پېژندنه يې داسې په ګوته کوي چې د الماس دا ټوټه مېلياردونه کاله پخوانۍ ده او د الماس تر ټولو غټه ټوټه بلل شوې ده. دغه نوې د الماس ټوټې باندې The Enigma نوم اېښودل شوی دی. 

دغه الماس تور رنګ لري او د ډيجټل پيسو يا cryptocurrency بنسټګر، ریچارد هارت يې په ۳،۴ مېليونه ډالر د اخېستو وړانديز کړی دی. 

دغه الماس کاربوناډوس رېښه لري؛ ډېر کم پيدا کيږي او هغه هېوادونه چې د کاربوناډوس الماس په کې شته، برازيل او مرکزي افريقا هېوادونه دي. 

لرغون پېژندونکو ويلي دي، چې دغه الماس نېږدې ۴،۶۵ مېليارده پخوانی دی او د شته ټولو تورو الماس ډبرو په پرتله پخوانی او لرغونی دی.