شری؛ په کالني ډول نړۍ کې د ۱۵۰ زره تنو مرګوني ناروغي

شری یوه ډیره ساري ویروسي ناروغي ده، چې  په نړیواله کچه د کوچنيو ماشومانو ترمنځ د مړینې یو مهم لامل شمېرل کېږي. دغه  ناروغي د نړۍ په وروسته  پاتې هېوادونو کې ډېره ده او په ځانګړي ډول، ټوله نړۍ کې پر شري ډېر کسان د افريقا په لويه وچه کې ککړيږي. د افريقا په څېر، ټول هغه هېوادونه چې د خلکو اقتصادي وضعيت په کې ضعيف دی، شری په کې ډېر خواريږي. 

د شري خپرېدل 
شری ويروسي او هغه هم ساري يانې لېږدېدونکې ناروغي ده. روغ کسان هغه وخت پر  شري اخته کېږي، چې د ککړ کس د لاړو، پوزې او مرۍ پر مايعاتو يې لاسونه ککړ او بيا خولې ته يوړل شي. شري هغه کسان ډېر ځپي، چې د HIV او اېډز له امله يې وجود کمزوری شوی وی،  د ويټامين اې کمښت سره مخ وي او يا يې لويه کې دفاعي سېسټم ضعيف شوی وي. 

د شري نښې - نښانې 
کله چې يو کس په شري ککړ شي، نو دولس ورځې وروسته يې لومړۍ نښې - نښانې راښکاره کېږي. له پوزې اوبه بهېدل، شديده تبه، د خولې دننه سپينې دانې  پيدا کېدل او خارښت د شري لومړنۍ نښې دي. که چېرې د شري ويروس وجود کې له دوه  اوونيو ډېر وخت تېر کړي نو بيا يې پرمختللې نښې راڅرګنديږي. پر مخ، د اورميږ لاندې او د وجود نورو برخو کې سپينې سپينې نورې دانې را پيدا کېږي. که چېرې شری خپل سخت وضعيت ته ورسېږي، نو بيا د ړوندوالي سبب کېږي. 

د شري واکسين 
۱۹۶۰ کالونو کې د شري ويروس واکسين رامنځته شو. دغه واکسين اغېزناک، ارزانه او خوندي دی. د روغتيا نړيوال سازمان سپارښتنه کوي، چې د شري واکسين بايد دوه ډوزه ولګول شي. تر ډېره اړينه ده، چې ماشومان او حمل لرونکې ميرمنې د حمل پر مهال د شري واکسين ورکړل شي.