د امريکې پوځي چارواکو د افغان ځواکونو د چټکې پراختيا غوښتنه کړې

 دامريکې په سنا کې د و سله والو ځواکونو د کمېټې مشر سناتور کارل لوپن له ولسمشر باراک اوباما سره کتلي او له هغه څخه يې غوښتنه کړې چې په روان کال کې د امريکايي ځواکونو د وتلو تر پيل دمخه دې افغان وسله وال ځواکونه په چټکه توکه زيات کړي او په دې اړه دې چمتو شوې طرحه لاسليک کړي. د دغې طرحې له مخې به د افغانستان د ملي اردو د منصوبينو شمېرتر 2012 کال پورې 208 زرو کسانو او د پوليسو مشر 170 زرو ته ورسيږي. لوپن ويلي، چې د امريکې دفاع وزير رابرټ ګېټس، لوی درستيز مايک مولن او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال پتريوس د دغې طرحې ملاتړ کوي. ده اندېښنه وښودله، چې ښايي پاکستان د دغې طرحې دعملي کېدو په لار کې خنډونه رامنځته کړي.
د يادونې وړ ده چې کارل لوپن له دوو دموکراتو سناتورانو سره يوه اونۍ وړاندې له افغانستان ، عراق او يمن څخه کتنه وکړه