له کلي وځه، له نرخه مه وځه؛ خپله غرب پالنه او د آريانا سيعد ډمتوب پر ولس مه ورتپه 

کلتور په يوه ځانګړې بشري ټولنه کې شته ټولنیز چلند، ارزښتونه، د خلکو پوهه، باورونه، هنرونه، قوانین، دودونه، وړتیاوې او عادتونه دي. نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو وګړي، د هېوادونو دننه سترې او وړې ټولنې، اسماني او ځمکني دينونه، ملتونه او قومونه؛ په تاريخي او عنعنوي ډول ځانته ځانګړنې لري، چې د اړوند ټولنې کلتور بلل کيږي. کلتوري تړنې او ځانګړنې تاريخي، ژبنۍ، جغرافياوي، مذهبي، دوديزې، ميراثي او ارزښتي دي. د نړۍ اکثريت انسانانو طعبيي ځانګړنه ده، چې پرته له اجبار هم  ورته خپل کلتور دروند او د ارزښت وړ وي. د نړۍ د ټولو وګړو ډېره کمه برخه داسې وګړي دي، چې له خپل کلتور ستړي، ورته شرم او غواړي ځان ترې خلاص او ځانونه نورو کلتورونو پورې يې وتړي. لويه کې بې کلتوره کېدنه او له کلتور په بشپړه مانا ځان خلاصونه سخته، خو له خپل کلتور تېرېدل او بل کلتور پر ځان پلی کول تر ډېره اسانه او ساده لار ده. 

د کلتور موضوع په دې ۲۱مه پېړۍ کې، د نړۍ غوڅ اکثريت وګړو ته د پوره ارزښت وړ ده. هندوستان کې څه کم نېږدې يو نيم ميليارد انسانان دي، هم يې دولت غښتلی او هم يې د خلکو د ژوند سطحه د درېيمې نړۍ د هېوادونو په پرتله لوړه ده، خو په غوڅ اکثريت سره دغه هېواد کې ديني او دوديز کلتور تر ننه د ارزښت لوړ او په پراخه کچه پلی کېږي. که غربي نړۍ ده او که عربي، د افريقا ولس دی او يا د اسيا؛ سياست، اقتصاد، ټولنيز او هرې بلې برخې کې يې کلتور لوړ او د ارزښت وړ دی. 

د جامو اغوستلو ډول، خواړه او د خواړو خوراک، غم او خوښۍ کې تګ - راتګ او اړيکې؛ د ماشومانو، سپين ږيرو،  ښځو او نارينو، کورنی او ټولنيز موقف او درناوی؛ پر وادونو خوښي او پر مړو وير، د ښځو ازادي او حقوق، له بې وزلو سره مرسته او لسګونه نور مسايل، د نړۍ په  کچه د خلکو د ډلګيو او ټولنو ترمنځ توپيري او هر چاته خپل غوره دي. 

د افغانستان کلتور هم ځانګړي کوډونه لري، عمر يې پېړيو ته رسيږي، ډېرو برخو کې بډايه دی او خپلو خلکو ته د مينې وړ دی. د افغانستان کلتور له دوه سترو برخو جوړ شوی دی. يوه برخه يې د افغانستان په جغرافيه کې د انساني ژوند څخه رېښه اخلي او بله برخه يې مذهبي او اسلامي ده، چې افغانستان ته د اسلام د مبارک دين په راتګ سره تر نن ورځې پاتې ده. 

افغانان د خوښيو پر ورځو لکه وادونه، اخترونه، د ماشوم او په خاص د نارينه ماشوم زږېدو پر ورځ؛ جنازې، فتحې او بل غم له امله د وير  پر ورځو؛ ستړي مه شي، مېلماپالنې، مشرانو ته د درناوي، ماشومانو سره د شفقت چلند؛ بې وزلو سره د لاس نېوي؛ کورني جوړښت؛ کور او ټولنه کې د ښځو مقام او ځای؛ لباس او جامو ډول؛ ستر او حجاب؛ خبرو کول؛ چل - چلند او نورو برخو کې؛ کلتوري اصول، کوډونه، لارې، رواجونه او ځانګړنې لري، چې يا افغاني مخېنه لري او يا هم اسلامي او دينې رېښه. د بېلګې په ډول د ښځو حجاب او پټې جامې؛ د نارينوو افغاني ډول جامي، لونګۍ، پکول، خولۍ، پټو او څادر د افغان ښځو او نارينو د دروند کلتور درنې برخې دي. 

پورته څو پراګرافونه مې پر ټولنيزو رسنيو د دوه وروستيو مسايلو په اړه وليکل. يو د اريانا سعيد په نوم د يوې نڅاګرې له خوا نړۍ ته د افغانستان کلتور په بلې بڼې وړاندې کول او بل بهرنيو هېوادونو  ته د سفرونو پر مهال د افغانستان د اوسني حکومت د چارواکو پر لباس او جامو نيوکې. طالب مشران چې کله بهر هېوادونو ته سفر کوي نو د تنګ پتلون او اورميږ کې بندې نېک ټايۍ پر ځای يې خپل اصيل افغاني کالي اغوستي وي، چې همدا کالي ميرويس نيکه او احمد شاه بابا هم اغوستل او اوس نېږدې کې د جمهوريت پالو پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم اچول. د حکومت د اوسنيو مشرانو پر لباس او جامو هغه کسان نيوکې کوي، چې لوېديځه نړۍ کې اوسي، بد يې له کلتور متاثره شوي او اغېزمن شوي دي؛ که پر خپل ځان شرميږي او هم پر هغه افغانانو شرميږي، چې افغان کلتور پالي. د دوی فکرونه داسې بد بدل شوي دي، چې پرمختګ او متدين کېدل د زده کړو، پوهې او وړتيا پر ځای، د لباس په ډول او اغوستو کې ورته ښکاري. 

وړاندې مو يو ځای د هندوستان بېلګه وړاندې کړه؛ لومړی وزير نرېندرا مودي يې په بشپړ هندوستاني کلتوري لباس کې هم بهرني سفرونه کوي او هم په کې له نړيوالو سره ناستې ولاړې کوي. د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون، د ايران ولسمشر او مذهبي رهبر يې، د عربي هېوادونو مشران، د اندونزيا او مالېزيا ولسمشران او لوړ پوړي چارواکي او د نړۍ ډېر نور مخکښ؛ نړۍ سره سيالي کوي خو د خپل کلتور د ليلام او شرم به بيه نه، بلکې د خپل کلتور او فرهنګ په ملي غرور او وياړ سره.  

له بدمرغه، يو شمېر افغانان چې بهر هېوادونو کې د يو څو کالونو په تېرېدو سره يې، خپله او د خپلې کورنۍ بڼې بدلې کړې، اوس دا ارمان او هيله لري، چې ټول افغان ولس دې هم، که د پامير په غرونو کې اوسي او که د کابل په غونډيو او يا هم د خوست، بدخشان، هرات، هلمند، غزني او د هېواد نورو لېرې پرتو سيمو کې؛ د امريکاو روسيې، جرمني، فرانسې، ايټاليا او کاناډا د خلکو د کلتور په څېر دې، ميرمنې نيم لوڅې او نارينه دې پتلون او نېک ټايي اغوستونکي شي. دوی چې د کلتور پر ارزښت او اهميت نه پوهيږي او کلتور ورته د ورځې په بيه سودا، پر خپل ځان د شرم او نيوکې پر ځای، پر هغوی نيوکې کوي، چې خپل افغاني کلتور پالي. 

دوی ته څه ښه پښتو متل شوی؛ له کلي وځه، له نرخه مه وځه. لومړی خو دوی بايد پر خپل ځان خپه شي، چې له هېواده وتلو سره يې د هېواد پر کلتور هم ملنډې پيل او ژر يې ځانونه د نورو هېوادونو د کلتور په نيمه بربنډو جامو کې ونغاړل. بيا که دوی له هېواد/کلي وتلي، نو د افغانيت دعوې سره - سره څنګه وجدان دا اجازه ورکوي، چې افغاني ارزښتونه سپک او توهين کړي. دې کې څه ستونزه او څه نېمګړتيا ده، که يو افغان خپل او بل هېواد کې، لونګۍ پر سر ږدي، خپل ملي کالي اغوندي، پر سر يې خولۍ او يا پکول وي؛ آيا سيکان چا پر دې رټلي دي، چې ولې يې خپل مذهبي پټکی تړلی!؟ 
 
دوی له کلي او نرخ دواړو وتلي، پر دې ښه پوهه شي، چې کلتور نه يوازې د افغانانو، بلکې د نړۍ د هر قوم او ټولنې حياتي ارزښت دی او ډېری يې د سر په بيه هم نه پرېږدي. د اوسني حکومت مشران او چارواکي بايد په دې سم وستايل شي، چې اصيل افغاني لباس کې نړۍ سره سيالي او ديپلماسي کوي؛ که چېرې په رېښتيا د سمون او پرمختګ غوښتونکي وي، نور پر افغاني لباس دې نيوکو پر ځای دې، حکومت دې ته وهڅوي، چې ښارونو کې امنيتي کسان پر ځانګړي يونيفورم سمبال شي، چې ولسي وګړو سره يې توپير وشي. څادر، لونګۍ، افغاني کالي او سنت ږيره؛ د افغانانو ښکلي کلتور او د اسلام د مبارک دين سنت دی. دا ستر وياړ او ښکلي مينه ده؛ کوم شرم او د وروسته پاتې کېدو نښه نه ده. 

دويمه موضوع د اريانا سعيد په نوم د يوې ډمې او نڅاګرې ده؛ چې ملاتړي يې د هنرمندې نوم پرې ږدي. اريانا سعيد کومه بل وړتيا نه لري، چې ځان يې نن پر مشهور کړی او د خلکو خولو کې اچولی دی؛ اريانا سعيد په تنګو او نيمه بربنډو جامو ځان ته بازار پيدا کړي او د سټيج پر سر او د تلويزيون پر ښېښه، خپل وجود نندارې ته وړاندې کوي او د خپل وجود پر غړو او پټو برخو سوداګري کوي. که افغانستان کې سل سلنه غربي ديموکراسي ته هم زمينه برابره شي، او هر نارينه او ښځينه ته بشپړ خپل اختيار ورکړل شي؛ نو څومره افغان ميرمنې به د اريانا سعيد په ډول جامې واچوي او په کې بهر به شي؟ د افغانستان کلتوري ارزښتونه او د اسلام مبارک دين اصولو سره؛ چې د افغانانو په وينه کې يې ځای خپل کړی، د افغانستان د ټولو ميرمنو څخه يوه سلنه به هم د اريانا سعيد په څېر کړنې ونه کړي.  

هغوی چې د اريانا سعيد د لباس او کړنو ملاتړ کوي، آيا دوی دې ته هم تيار دي، چې د خپلې کورنۍ پر غړو دا ډول جامي واغوندي او خلک ته يې ننداره کړي؟ که د اريانا سعيد ملاتړو ته داسې وويل شي، چې د خپل فاميل پر ښځينه غړو د اريانا سعيد پر څېر لباس واغونده او بيا يې انځورنه شريک کړه، نو له غوسې به شين او سور شي؛ دا غوسه يې د افغان کلتور يوه ذره ژوندۍ برخه ده، چې لا په کې شته. نو هرکله چې د خپل فاميل پر غړو داسې نه شي کولی، نو بيا مه ورته اريانا سعيد تشويقوه او نه نور باعزته افغان ميرمنې. 

لنډه دا چې، نړۍ سره بايد د افغان ولس او حکومت سيالۍ او مبارزه د علم او پوهې پر بنسټ وي. ځانونه نړۍ سره د ټېکنالوژۍ او پوهې په وسلو برابرولی شو.  دا پرمختګ نه دی، چې هر افغان دې د غربيانو پر څېر تر زنګون پتلون واغوندي او يا دې له اورميږ نېک ټايي تاو کړي او يا دا چې افغان باعزته ميرمنې دي، د اريانا سيعد په څېر ځانونه بربنډ کړي. 

د افغانستان کلتور بډايه او سپيڅلي دی؛ هېواد کې سوله او پرمختګ به دا کلتور لا نور اغېزناک او د قدر وړ کړي.