تيتانوس: څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او مخنېوی يې

تيتانوس د (Clostridium tetani) په نوم د يوې مضرې بکتريا څخه منځ ته راځي. دغه بکتريا د انسانانو او نورو ژوو په لاړو، خاورې، سرې او ګرد کې ژوند کوي او له دغه لارو روغو انسانانو ته دننه کېږي. د تيتانوس بکتريا هم د خولې له لارې هم د وجود په  نورو برخو کې د ټپ، سوځېدو او پوستکي پرې کېدو په وسيله، وجود کې د وينې جريان او بيا ورپسې اعصابو ته ځان رسوي. 

د تيتانوس نښې - نښانې: 
هغه کسان چې وجود ته يې تيتانوس بکتريا دننه شوې وي، دغه ننښې - نښانې او ستونزې به لري. 
- ژامه کلکه او شخه وي؛ خوله په مشکله خلاصيږي او د خلاصېدو پر مهال درد کوي. دا چې د تيتانوس له امله د ژامې او خولې حرکت سخت وي، نو د تيتانوس دويم نوم ژامه - تړونکې يا lockjaw ناروغي هم ده. 
- ملا، اورميږ، نس او د وجود نور عضلې سختې شي؛ د حرکت کولو پر مهال سخت درد لري. 
- مرۍ هم سختې شوې وي؛ د خبرو کولو پر مهال او همدا ډول د خوړو د تېرولو پر وخت درد کوي. 
- تبه شتون لري او وجود ډېر خولې کېږي. 
- د وجود فشار غير نارمل او د زړه ضربان ډېر شي. 
- سر درد کوي او د بکتريا د فعاليت په ډېرېدو سره، د وجود ټولې عضلې سختې او داسې شي، لکه قلف شوې چې وي. 

تيتانوس باندې د هر عمر  لرونکي کسان اخته کېږي، خو ډېری په ماشومانو کې عامه ناروغي ده. ماشوم هغه وخت په تيتانوس ککړ شي، چې د حمل پر مهال يې مور دغه ناروغي ولري. له پيدا کېدو وروسته ماشوم د مور تی نه شي نېولی او همدا ډول د داخلي دردونو له امله سخته ژړا کوي. ځينې ميرمنې له حمل شپږ اوونۍ وروسته په تيتانوس اخته کېږي، چې maternal tetanus ورته وايي. 

تيتانوس يوه عامه ناروغي ده. د پرمختللو هېوادونو پر پرتله د درېيمې نړۍ هېوادونو او هغه هېوادونو کې چې د خلکو اقتصادي وضعيت په کې خراب وي، ډېره پېښيږي. که په لومړيو پړاونو کې د تيتانوس مخنېوی ونه شي، نو ماشومانو کې د لوړې کچې مړينې سبب کېږي. 

د تيتانوس مخنېوی: 
د تيتانوس د مخنېوي لومړي لارې پورته هغه څلور سرچينې دي چې د تيتانوس (Clostridium tetani) بکتريا  په کې ژوند کوي؛ د غوره مخنېوي لپاره يې د انسانانو او ژوو له لاړو ځان لېرې ساتل، حيواني سرو  او خاورو کې لاسونه نه وهل او له تماس وروسته لاسونو مېنځل دي. 

په دې پار چې په تيتانوس اخته نه شي،  نو بايد د وجود دفاعي سېسټم غښتلی شي. د تيتانوس د مخنېوي لپاره د tetanus-toxoid-containing vaccines په نوم واکسين شتون لري، چې لنډ نوم يې  TTCV ليکل کېږي. د روغتيا نړيوال سازمان د دغه واکسين شپږ ډوزه سپارښتنه کوي، چې درې ډوزه يې د ماشوم د پيدايښت په لومړيو شپږو اوونيو کې ورکول کيږي. له دغه نړيوال واکسين وراېخوا د تيتانوس د مخنېوي ځيني نور واکسيونونه هم شتون لري، چې بېلا بېلو پړاونو کې ورکول کيږي.