سياسي بحثونه خو د کابل موټرچلونکي هم کوي؛ ته! هېواد لپاره کوم بل څه هم لرې!؟ 

که غني داسې نه وای کړي او داسې مخته لاړی وای، نو ډېر ښه کار به وو؛ طالبان دې دا نه کوي او هغه دې وکړي؛ د طالبانو حکومت دا تېروتنه لري او هغه يې ناسم  کار وکړ؛ موږ يې حکومت نه منو؛ دا جمهوريت نه دی؛ موږ جمهوريت غواړو؛ دوی ولې پخوا داسې کول او اوس بيا داسې کوي؛ ولې داسې نه کوي او ولې هغاسې کوي... دا او ورته ډېرې نورې نظريې، تخريبې نيوکې، ناسم انتقادونه، هوايي خبرې او له خپلې بسترې مفتې مشورې د ځينو نه بلکې د ډېرو افغانانو اوس وخت کې عادت ګرځېدلی دی. داسې بنډار به نه وي، چې ځيني په کې سياسي کړه - وړه ښکته - پورته نه کړي. تاسې به هم د کابل ښار موټر چلونکو او سورلۍ سره ناست وی. څومره ژور سياسي بحث چې دوی کوي، دومره به يې تلويزونونو کې سياسي څېرې هم نه کوي. وړ انجنير به وي، لايقه ډاکټر به وي، ښه حقوق پوه به وي، پر اقتصادي مسايلو خبر شخص به وي، ښه اديب  او بل مسلکي به وي، خو شپه او ورځ يې په غير منظمو او نامنطقي سياسي بحثونو تېره شي. 

۴۵ کاله افغانانو په سياسي بحثونو تېر کړل؛ داسې سياسي بحثونه چې هېڅ درد يې درمل نه کړ خو نفرتونه يې راپورته کړل. له تلويزونو او راډيو ګانو نېولي؛  بيا پر ټولينزو رسنيو- يوټيوب، فېسبوک، ټوېټر، کلب هوز، انسټاګرم او نورو کې غټې -  غټې او نفرتي سياسي خبرې دي، چې پښتون يې د تاجک، تاجک يې د پښتون؛ هزاره يې د ازبک، ازبک يې د هزاره؛ طالب پلوه يې د تېر حکومت پلوي او تېر حکومت پلوه يې د طالب پر وړاندې دښمن کړي دي. په دې مسايلو هېواد جوړ نه شو، کوم وږي افغان ته يوه ټوټه ډوډۍ ونه رسېده، کوم غريب افغان ماشومان ته په کې کتاب او قلم وانه خېستل شول، کومه ناروغه مور او پلار په کې روغ نه شول؛ خو نفرتونه او کينې په کې خپرې او لوړې شوې. 

که سياسي بحثونو افغانستان جوړولی شوای، نو تلويزنونو او راډيوګانو کې به سياسي شنونکو اوس هېواد ګل - ګلزار کړی وای. موټر چلونکي هم ښه سياسي مالومات وړاندې کوي او تر دې چې کله سلمانۍ کې سلمان بېکاره شي او يا يې مشتري د طعبې وي، نو ژر پرې سياسي بحث را خلاص کړي. 

زما موخه  دلته هغه افغانان دي، چې بهر هېوادونو کې مېشت دي. اقتصادي وضعيت يې ښه دی او په کدري اړخ کې په بېلا بېلو برخو کې وړ او پوه لري. په دې ډول مسايلو چې درد نه دوا کيږي، نو غوره ده چې ولس ته د چوپړ او ولس سره د همکاري او همدردۍ نورې لارې - چارې ولټول شي. مرستې او پيسې دې ټولې شي، د هغه افغانانو لاس نېوی دې پرې وشي، چې اوس وخت کې په رېښتنې مانا يو بد اقتصادي وضعيت کې دي او د شپې لپاره د يوې وچې ډوډۍ د اخېستو وړتيا نه لري. 

کدري خلک که د نغدې او مالي مرستې وړتيا نه  لري، نو خپل مسلک کې چوپړ وکړي. يو ښه ډاکټر کولی شي چې ناروغانو ته مشورې ورکړي، ښې لارې چارې ورته په ګوته کړي. مسلکي انجنير دي، له انګلېسي يو کتاب پښتو يا د هېواد بلې ژبې ته وژباړي چې سبا ترې نوی نسل برخمن شي. انجنير دې په کمو پيسو او امکاناتو په منظم ډول رغنيزې طرحې وړاندې کړي، ډاډمن يې چې له  لسو به يې يوه حتمي پلې کيږي او تر سره کيږي به. هغوی چې ژبه کې برلاسي او اديبان دي، خپلې او نورو ژبو ته  دې کار وکړي. 

ځوانان، لوستي، مسلکي، انرژي لرونکي او هېوادپاله وګړي، هېواد او ولس ته د چوپړ ډېرې موقع په لاس کې لري، خو که چېرې د وخت ضايع او سترو - سترو سياسي بحثونو پر ځای وخت ورکړل شي او د تر سره کولو هوډ يې رامنځ ته شي. 

سياسي بحثونه، مناظرې، وړانديزونه، نيوکې او حلارې هم په خپل ځای کې ارزښت لري، خو چې موخه په کې سمون، تعميري نيوکه او د ستونزو حل وي. په داسې بڼې وړاندې شي چې يو ځای ته ورسيږي او د مسوولينو توجه پرې خپله شي. د توهين، سپکاوي، سپکو - سپورو، پيغور ورکونې او بدې ژبې پر ځای، رغنيزې او د سمون موخې په کې نغښتې وي.