له طا_لبانو کابل ښار کې د يو غېر پښتون موټر چلوونکي خاطره او ليدلوری

تاسې به هم لیدلي وي، چې کابل ښار کې موټر چلوونکي او سورلۍ ژور سياسي بحثونه کوي. ډېر کسان چې کله د ښار موټرو کې پورته کېږي او بيا چې لار هم بند شي يا غير قانوني کړنه يې تر سترګو شي، نو سمدلاسه پرې بحث پيل، چې بيا تر سیاست؛ افغانستان، پاکستان، روسيې، ايران او امريکا پورې ورسېږي. 

اوونۍ وړاندې د کابل نوي ښار (شهرنو) څخه تر دارالامان مې يو موټر دربست کړ. موټر چلونکی شااوخوا ۵۰ تر ۵۵ کالونو وو. تر يو بريده يې زده کړې هم کړې وې او داسې ښکارېدو، چې تېر حکومت کې به يې دندې تر سره کړې وي. په قوم تاجک وو او د کابل شمالي خوا استوګن وو. له خبرو يې داسې ښکارېده چې له حالاتو خبر او پر مسايلو تر يو بريده پوهه وو. 

لومړيو کې هم دی او هم زه چوپ سره ناست وو. آرام - آرام خبرې پيل شوې. خبرې مو په دري ژبه کولې؛ زما دري لهجه هم ښه ده؛ په اسانۍ کس نه پوهېږي چې زه دري - ژبی او که پښتو- ژبی يم. موټر چلوونکي لومړيو کې ډېره پوښتنه ونه کړه چې زه څوګ او د کوم ځای او قوم يم. فکر يې داسې وو چې دري ژبه يم او غير پښتون يم. خبرې ارام آرام د تېر حکومت او طالبانو په اړه شوې. دغه موټر چلوونکي د سقوط د لومړيو ورځو څو خاطرې وويلې. هغه کابل ته د طالبانو را دننه کېدو ته حيران وو. په داسې حال کې چې د تېر حکومت پر مهال کابل کې نېږدې هر کس وسله وال او ياغي وو، جنايي ډلې تر مافیا رسېدلې وې، خلک چور ته چمتو وو؛ خو طالبانو داسې وضعیت مديريت کړ، چې څوک ونه وژل شو، ښار کې کورونه او هټۍ چور نه شوې، ګډوډي جوړه نه شوه. دغه کس ويل چې د سقوط پر شپه تر لسو بجو يې ښار کې کار وکړ، هغه نظم او چلند چې طالبانو لومړۍ شپه کابل ميلوني ښار کې رامنځته کړ، په رېښتيا د حيرانتيا او ستاينې وو. که د هغه موټر چلونکي خبره راوخلم نو په وينا، "سوزن از جايش شور نخورد."

د موټر چلونکي په وينا، هېڅ داسې پېښه ونه شوه چې يا دولتي ادارې چور شي، يا د خلکو کورونه او هټۍ ولوټل شي. موټر چلوونکي ويل چې د طالبانو جنګيالي که څه هم شل کاله غرونو او لیرې سیمو کې وو، خو وضعيت يې داسې کنټرول کړ، تا وايه، چې هر يو يې منظمې لوړې مسلکي پوځي زده کړې لېدلي دي. 

هغه چې پر ما يې د دري ژبه فکر کولو د پښتنو ستاينه پيل کړه. ماته يې وويل، "ته فرض کړه، که د طالبانو پر ځای چې ډېری يې پښتانه دي؛ موږ اؤ تاسې- تاجکان، ازبکان او هزاره ګان له شله کاله مبارزې، قربانیو او د امريکا په څېر يو زبرځواک ته په ماتې ورکولو وروسته واک ته رسېدلي وای؛ حکومت مو هم په لاس کې وای، نو پر پښتنو به مو څه څه نه وای کړي. څومره غچ به مو اخیستی وو، څومره کرکه به مو ورڅخه کوله او څومره به مو وژلي، شکنجه کړې او ځورولي وای. خو پښتانه چې اوس په قدرت کې دي، شل کاله ورته درد رسېدلی دی، څومره لوړ انساني چلند لري."

هغه په خپلو خبرو کې له ځینو پښتنو لکه تېرو کورنيو جګړو کې هم سروټکو. خو اصولو ته د طالبانو پابندي يې وستایله. دډ اعتراف کولو چې څه ډول د اسلام مبارک دين کې قومي او ژبنی نفاق او تعصب ځای نه لري، همداسې د طالبانو دننه هم قومي او ژبنیو تعصباتو او توپيرونو ته ځای نشته. 

هغه زياته کړه چې زه تاجک او د کابل تاجک مېشته سيمه کې اوسم. تر ناوخته موټر چلوم. چېک پوينټونو کې طالبانو سره مخېږم، خو دومره ښه سلوک او چلند چې ماسره  يې کوي، فکر نه کوم چې کوم پښتون ژبي ډرايور ورسره يې هم وکړي. 

هغه له تېر وخت څو خاطرې وويلې. ۲۰۰۱ کال کې چې د امريکا پر مټ نوی حکومت راغی او ډېری برخه يې تاجکان او بيا په ځانګړي پنجشيريان وو؛ کومې خپلسرۍ، بغاوتونه، غرور، ظلم، ځان ښوودنه او قانون ماتونه يې ونه کړه. د احمد شاه مسعود د مړينې ورځ يا سنبلې اتلسمې خاطرې او وحشت يې ياد کړ او خپله يې داسې خاطرې وويلې، چې د يو چا به سنت ږيره، پر سر پټکی، لونګۍ او يا خولۍ وه، نو دوه ګونی چلند ورسره کېدو او ځورېدل به. 

ده خپلو خبرو کې تکرار ويل، چې که چیرې ازبک، هزاره، تاجک او نور له شل کاله وسله والې مبارزې وروسته واک ته رسېدلي وای، نو د خپلو قومونو او پښتنو پر هغه خلک به يې قیامت جوړ وای، چې د دوی مخالف وو. 

ده - افغانانو کې د ګنې ګوڼې له امله د جوی شير پر کوڅه پورته شو. د دغه کوڅې خاطرې يې وويلې، چې د ورځې پر تګ ناشونی وو. لسګونه وسله وال غله به ولاړ وو؛ چور او وژل يې کول، خو اوس زه د شپې او ورځې پرې ځم - راځم او د تېرو شپږو مياشت کې مې هېڅ جنايي پېښه نه ده لېدلې. 

هغه شته وضعيت ته ډېر خوشبین وو او هيلې يې درلودې چې خدای دې وضعيت نور هم ښه کړي او دا يو څه اقتصادي ستونزې دې هم حل کړي، نور افغانستان جنت هېواد او په کې شته قومونه سره ورونه دي.