له سياست تېښته يا Apoliticism 

له سياست تېښته (بي سياستي) چې انګلېسي کې ورته Apoliticism وايي، په دې مانا دی، چې يو کس يا ډله له سياست سره لېوالتيا ونه لري، هېڅ سياسي ډلې، ګوند او ټپلې سره تړاو ونه لري او سياسي مسايلو کې بې پروا او بې اغيزې وي. له سياست تېښته په دې مانا ده، چې يو کس د سياست او سياسي مسايلو پر وړاندې بې احساسه وي او سياسي کړه- وړه ورته په زړه پورې نه وي. Apoliticism په لنډ مفهوم کې دا مانا لري، چې يو کس کوم سياسي ګوند کې غړېتوب ونه لري. 

ځيني بيا له سياست تېښته داسې تعريفوي، یو څوک چې  په سیاست کې لیواله یا دننه نه وي. غیر سیاسي کیدل هغه حالتونو ته هم اشاره کولی شي چې خلک د سیاسي مسلو په اړه بې طرفه دریځ غوره کوي. د  Collins انګلیسي قاموس غیر سیاست تعریف بيا داسې کوي"په سیاسي توګه بې طرفه؛ پرته له سیاسي چلند پاتې کېدنه له سياست تېښته ده."

د غيري سياسي شخص يوه بېلګه Abstention  دی. Abstention  په دې مانا دی چې يو کس د هېواد د ولسمشريزو يا پارلماني ټاکنو په ورځ له ټاکنيز مرکز سره نېږدې شتون لري، په شرايطو هم برابر وي، خو هېڅ نوماند ته رايه نه اچوي او دې کې لېوالتيا نه لري، چې ټاکنو کې نوم ليکنه وکړي يا برخه واخلي. يا که رايه هم اچوي نو پاڼه سپينه پرېږدي او يا يې داسې نښه کوي، چې له امله يې رايه بي ارزښته شي. دا ډول کړنې له سياست لېرې والی ښيي او له سياست تېښته ده. 

له سياست تېښته يا Apoliticism باندې نيوکې شتون لري. ځيني دا ډول سياسي چلند د وګړو بې پروايي بولي او په دې مانا يې تفسيروي چې غيري سياسي چلند په هېواد کې د شته رژيم سره ګونګ او چوپ بيعت دی. هغوی چې Apoliticism پالي، د هېواد پر وړاندې بې مسووليته دي او که چېرې شته رژيم او حکومت ديکتاتور وي، نو دوی يې پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښيي او دې سره حکومت او رژيم ته مشروعيت ورکوي، چې دا په خپله بيا سياسي چلند دی او Apoliticism  نه شو ورته ويلی. 

هغوی چې له سياست د تښتې مخالفت کوي دا استدلال راوړي، چې ټول انسانان په طعبيي ډول سياسي دي او په سياست کې دننه دي. دوی نه شي کولی چې د يو حکومت او رژيم تر چتر لاندې پاتې شي او بيا ځانونه غيري سياسي وشمېري. خو د Apoliticism  ملاتړي په هرې درجې له سياست لېرې پاتې کېدل، Apoliticism  ګڼي.