مګنیزیم څه دي او د انسان وجود ولې او څومره اړتيا ورته لري؟ 

مګنیزیم یو مهم منرال دی چې د انسان په بدن کې د ۳۰۰ څخه زیاتو انزایمونو عکس العملونو کې رول لوبوي. د مګنیزیم له دندو د عضلاتو او عصبي فعالیت تر سره کولو کې مرسته، د وینې فشار تنظیم  او د معافیت سیسټم غښتلتيا ده. د يو بالغ او روغ کس په وجود کې ۲۵ګرامه مګنيزيم شتون لري، چې له ۵۰ بيا تر ۶۰ سلنه هډوکو کې زېرمه شوي او پاتې برخه په عضلاتو، نرمو نسجونو او د بدن په مایعاتو کې شتون لري.

وجود کې د مګنيزيم اړتيا او ګټې: 
۱- د هډوکو روغتیا: پداسې حال کې چې ډیرۍ څیړنې د هډوکي روغتیا کې د کلسیم په رول تمرکز کوي، خو مګنیزیم هم د هډوکي سالم جوړښت لپاره اړین دی. ۲۰۱۳ز کال کې يوه څېړنه ښيي، چې مګنيزيم د د هډوکو کثافت غښتلی کوي، د هډوکي کرسټالي جوړښت ښه کوي. که چېرې ميرمنې په کافي اندازه سره مګنيزيم ولري، نو د طعبيي شنډوالي يا menopause وخت کې د هډوکي د کمزورتيا ناروغۍ يا Osteoporosis  باندې نه اخته کېږي.  کلسیم او ویټامین ډي، چې دوه غذايي مواد دي، کچه يې د مګننيزيم په وسيله تنظيميږي. 

۲- شکر ناروغي: مګنيزيم کولی شي چې وينه کې د ګلوکوز او انسولين کچه کنټرول کړي او دې سره د شکر د دويمې بڼې وضعيت هم کنټروليږي. که چېرې وجود کې مګنيزيم کچه ټيټه شي، نو انسولين هورمون لوړيږي، د انسولين هورمون په لوړېدو سره نه يوازې چې د شکر ناروغي منځ ته راځي، ورته وخت کې وجود کې د شته مګنيزيم کچه هم ټېټوي. 

۳- د زړه روغتیا: د انسان وجود، د زړه په ګډون د عضلاتو روغتیا ساتلو لپاره مګنیزیم ته اړتیا لري. څیړنو موندلې چې مګنیزیم د زړه په روغتیا کې مهم رول لوبوي. د ۲۰۱۸ز کال کې يوه شوې څېړنه ښيي،  د مګنیزیم کمښت کولی شي د یو شخص د زړه د ستونزو او ناروغيو خطر زیات کړي. د مګنیزیم کمښت په هغو خلکو کې عام دی چې د زړه ټکان لري. 

۴- د سر درد: کافي مګنيزيم کولی شي، چې د سر دردۍ مخه ونېسي، خو بيا د انسان په وجود کې د مګنيزيم کچه ټېټه شي، د سر درد سبب کېږي. د مګنيزيم کمښت عصابو کې په نیوروټرانسمیټر منفي اغیز کوي. 

۵- اضطراب: مګنيزيم پر تشويش او اندېښنو هم اغېز لري. د مګنیزیم ټیټه کچه ممکن د لوړې کچې اضطراب سره اړیکې ولري. 

له مګنيزيم بډايه خواړه:
ډیری خواړه د مګنیزیم لوړه کچه لري، په شمول د مغز لرونکي دانې او تخمونه، شنه سبزيجات، ټول حبوبات، او نور. په ځانګړې ډول بادام، شنه پالک، غنم، کمې غوړې مستې، کيلې، وريجې، شيدې او نور.