تېر ۱۸ کالونو کې فېسبوک لپاره ترټولو بدې ورځې

مېټا کمپني چې اوس  وخت کې فېسبوک، واټس آپ، انسټګرام او نور يې تر چتر لاندې کار کوي، پر خپلې وېب پاڼې ليکلي دي، چې په تېر ۱۸ کالونو کې  د لومړي ځل لپاره د فېسبوک د فعالو کارونکو شمېر لوېدلی دی. 

د تېر کال له وروستيو دوه مياشتو بيا تر جنوري د فېسبوک د فعالو کارنو شمېر ۱.۹۲۹ مېليارد ته تنو ته ښکته شوی، په داسې حال کې  چې له دې وړاندې د فېسبوک د فعالو کارونکو يآ daily active users (DAUs) شمېر ۱.۹۳۰۰ ميلېارده تنه وو. 

فېسبوک دا هم ويلي دي، چې په دې وروستيو درې مياشتو کې د ټېک ټاک او يوټيوب په پرتله له سوداګريزو  لارو د دوی عوايد راکم شوي دي او د تېر په څېر ډېر سوداګريز اعلانونه پر فېسبوک نه بوسټ کېږي. 

د مېټا کمپنۍ اجرائيوي رئيس په دې اړه رسنيو ته ويلي دي، چې دوی د غوره اغېز لپاره اقدامات کوي. مېټا له ګوګل وروسته نړۍ کې دويم تر ټولو ستر د ډیجیټل اعلاناتو پلیټ فارم دی.