سیاسي ارواپوهنه

سیاسي ارواپوهنه یوه انډولیزه اکاډمیک ساحه ده چې، سياست، سياسيون او سیاسي چلند له رواني لید مطالعه کوي. سياسي ارواپوهنه کې  پورته مسايل د ټولنیز - سیاسي لید له اړخه څېړل کېږي. د سیاست او ارواپوهنې ترمنځ اړیکه، دوه اړخیزه ګڼل کیږي؛ ارواپوهنه د سیاست د پوهیدو لپاره د لینز په توګه کارول کیږي او بيا سیاست د ارواپوهنې د پوهیدو لپاره د لېنز په توګه کارول کیږي. سياسي ارواپوهنه د انتروپولوژۍ، ټولنپوهنې، نړیوالو اړیکو، اقتصاد، فلسفې، رسنيو، ژورنالیزم او تاریخ په مطالعې او راخېستنې بډايه کېږي. 

سیاسي ارواپوهنه د افرادو او شرایطو ترمنځ د متقابلو اړیکو پوهه ده چې د باورونو، هڅونې، ادراک، د مالوماتو پروسس، د زده کړې ستراتیژیو، او چلندونو ولاړه ده. د سیاسي ارواپوهنې له تیورۍ او تګلارې په ډیرو شرایطو کې ګټه اخېستل کېږي،  لکه: سياسي مشرتوب،  د کورني او بهرني سیاست جوړونه، توکمیز تاوتریخوالی، جګړې او نسل وژنې، ډله يیز تحرک او شخړې، نژاد پرستي، تعصب، رایه ورکول او ورته هڅونه، د رسنيو د رول اغېزمنتيا،  ملتپالنه او نور. 

سیاسي ارواپوهنه کې د سياسي کسانو پر شخصيتونو تمرکز کېږي. دوی له سياسي - رواني نظره مطالعه کېږي او دې سره يې سياسي شخصيت په ګوته کېږي. د سياسي څېرو خبرې، کړنې، چلند، د سياسي نزاکتونو پام کې نېونه او نور هغه ځانګړنې دي، چې په سیاسي ارواپوهنه کې د يوې ټولنې د سياسي قشر په اړه څېړل کېږي او بيا يې پر ولس د اغېز کچه مالوميږي. 

د پرېکړې نېونې يا تصمیم ګېرۍ برخه کې د سیاسي ارواپوهنې اغېز لوړ دی. هره هغه پرېکړه چې د يو هېواد سياسي مشرتابه يې کوي او يا يې نورې سياسي څېرې نېسي، اړينه ده، چې دوی پر دې وپوهېږي چې د ولس غبرګون به څه وي. له يوې خوا سياسي تصميم نېونه او له بلې خوا د ولس ټولنيز او رواني حالت بايد مطالعه شي. له سیاسي ارواپوهنې پرته سياسي پرېکړې شونې دی، چې کړکېچنې شي. څه ډول مو چې وړاندې وويل، سیاسي ارواپوهنه کې، سياست ارواپوهنه او بيا ارواپوهنه سياست مطالعه کوي او ترمنځ يې تعادل ساتل کېږي. نو اړينه ده چې د سياسي پرېکړې نېونې برخه کې سياسي ارواپوهنه د يوې اړينې وسيلې په توګه وکارول شي.