په مصر کې هم پراخ لاریونونه پېل شول

 پرون د مصر په مرکز قاهره او يو شمېر نورو ښارونو کې په زرګونو کسان لارو او کوڅو ته راوتل او د مصر دولسمشر حسني مبارک پر ضد يې لاريونونه وکړل. لاريونکوونکو ، چې زياتره يې ځوانان وو دحسني مبارک د استعفی غوښتنه وکړه. که څه د دغو لاريونونو تر شا کوم ځانګړی ګوند نشته ، خو د اتومي انرژۍ نړيوال اژانس پخواني مشر محمد البرادعي د دغو لاريونونو ملاتړ کړی.
لاريون کوونکو ويل، چې دوی د تونس له مظاهرو الهام اخيستی او هيله مند دي چې واکمن ډېکتاتور به نسکور کړي.