ا.ا ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ګډ ليک 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د سلواغې)، د اګست پر ۱۵مه د تېر حکومت په سقوط سره تېرو شلو کالونو کې ډېرۍ مطرحې او فعالې سياسي څېرې له هېواد ووتلې، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ډاکټر عبدالله عبدالله چې په تېر جمهوريت کې يې بېلا بېل ستر مسووليتونه درلودل او اغېز لرونکی سياسي کس دی، هېواد کې پاتې شول. 

دوی دواړو، د ا.ا په لومړيو کې له ځيني لوړپوړو کسانو سره لېدنې - کتنې درلودې او همدا ډول د طاـلبانو ځيني چارواکو د حامدکرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په اړه نيوکې او څرګندونې درلودې، چې ځيني وخت د حامد کرزي غبرګونونه هم پرې راڅرګند شوي دي. 

تازه، حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د ا.ا د مشرتابه په پته يو ليک لېږلی او له دوی ته يې په کې يې خپل وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړې  دي. د لويې جرګې له لارې داسې يو حکومت جوړول چې ټول افغانان په غيږ کې ونېسي، د دغه ليک اصلي برخه ګڼل کېږي. 

همدا ډول د نجونو زده کړې او د ښځو حقوق او ونډه هغه نور مسايل دي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ليک کې طالبانو ته  ور ياد کړي او ټېنګار يې پرې کړی دی. 

حامد کرزي د دغه ليک په اړه رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، چې داسې حکومت چې ټول افغانان په کې  ګډ وي او د ښځو حقوق او دنجونو زده کړې، وړاندې له دې چې نړيواله ټولنه پرې فشار راوړي او غوښتنه يې وکړي، د افغانانو غوښتنه ده او افغانان يې غوښونکي دي. 

پخوانی  ولسمشر حامد کرزی پر دې هم نيوکه کوي، چې افغانانو سره بشري او انساني مرستې چې ملګري ملتونه  او نور نړيوال بنسټونه يې کوي، د حکومت پر ځای د انجوګانو له خوا وېشل کېږي او دې سره وړ او اړ خلکو ته نه رسيږي. 

د يادونې ده، چې حامد کرزي د جمهوريت پر مهال هم طالبانو سره پر سوله ټېنګار کولو او د غني له حکومت يې غوښتل، چې ټول تمرکز پر خبرو او افغاني حل متمرکز کړي.