سهامي شرکت: پېژنده او ځانګړنې يې؛ څنګه ګټه په کې کولی شئ؟ 

د سهامي شرکت پېژندنه:
تاسې به د سترو شرکتونو په اړه لوستلي او د تلويزونونو له لارې به مو لېدلي وي. نړۍ کې ډېرې لوې کمپنۍ او شرکتونه شتون لري، چې نومونه يې خلکو ته اشنا او د ژبې پر سر دي. ښايي تاسې هم ځيني وخت فکر کړی وي، چې دغه شرکتونه څنګه وړاندې ځي، څنګه مديريت کېږي او تر شا  يې څوګ دي. ګڼ او ډېر د نړۍ ستر شرکتونه سهامي  شرکتونه دي چې انګلېسي کې ورته Joint-stock company وايي.  دې ليکنه کې ليکل پر دې کوو، چې سهامي شرکت Joint-stock company څه ډول شرکت او کمپنۍ ده؟ بېلګې  يې وړاندې کوو، پر ځانګړنو او جوړښت يې رڼا اچو. 

د سهامي شرکت تعريف: 
دا ډول شرکت په ټوله نړۍ کې شتون لري او د سوداګرۍ ترټولو معیاري ډول دی. کله چې څو کسان په ګډه د يوې کمپنۍ پانګه د لېږد پر وړ برخو ووېشي، نو پايله کې يې سهامي شرکت يا Joint-stock company جوړيږي.  هر هغه چې په سهامي  شرکت کې د شريکېدو هيله لري، نو د ورته دننه کېدو يوازېنۍ لار د ونډې يا سهم اخېستل دي. په دې ډول ټولو شرکتونو کې د ټولو ونډه والو اصلي موخه دا ده، چې ګټه لاس ته راوړي. 

د سهامي شرکت بېلګه: 
ښايي نوم به مو اورېدلی وي؛  Tata Consultancy Services چې لنډ نوم يې TCS ليکل کېږي، هندوستان کې يو ستر سهامي شرکت دی. دغه شرکت په ګڼ شمېر ونډه وال لري او هره ونډه د TCS شريک دی. 

د سهامي شرکت ځانګړنې: 
د نړۍ د هېوادونو  کورني قوانين د سهامي شرکتو پر فعاليت، ځانګړو او نورو برخو اغېز کوي  او پر همدې اساس د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د سهامي شرکتونو ځانګړنې هم سره توپيري وي. دلته د سهامي شرکت څو عمومي ځانګړنې په ګوته کوو: 

- سهامي شرکت د مالکیت او شراکت شرکتونو سره توپير لري. په سهامي شرکت کې هېڅ يو ونډه وال په يوازې ځان د شرکت د چارو او کړنو مسوول نه دی او همدا ډول هېڅ ونډه وال د شرکت د راتلونکي په اړه په يوازې ځان پرېکړه نه شي کولی. 

- سهامي شرکت يو مالک نه لري؛ په کې ونډه وال وي.  ونډه وال ځي او راځي؛ برخې يې اخېستل کېږي او خرڅول کېږي. 

-  د ونډه والو شمېر: د نړۍ هېوادونو کې د کورنيو اصولو مطابق د بېلا بېلو  شرکتونو  ته د غړو شمېر هم ټاکلی وي. د سهامي شرکت په يو عام ډول چې انګلېسي کې ورته Public Limited Company وايي د غړو شمېر يې له اوو کسانو زيات نه وي. بيا خصوصي محدود شرکت يا private limited Company کې لږ تر لږه دوه ونډه وال بايد شتون ولري. سهامي شرکت کې د ونډه والو يا غړو شمېر ناټکلی کېدای شي. 

-  د لېږد وړ ونډې يا Transferable Shares د سهامي شرکت يوه مهمه  ځانګړنه ده. دې ډول شرکت کې هر ونډه وال کولی شي چې خپله ونډه پر بل چا خرڅه کړي او نوی غړی په کې برخه واخلي. 

سهامي شرکت د سوداګرۍ او کار - بار برخه کې اغېزناک ډول دی. پانګونه په کې ښې پايلې او  غوړ عوايد لري. اوس وخت کې هغه ټول کسان چې په يوازې ځان د پانګونې وړتيا نه لري، نو بيا  يا  له نورو سره په ګډه سهامي شرکت جوړوي او يا هم په جوړ شوي سهامي شرکت کې ونډې اخلي.