ولې د اورمېږ درد؟ لاملونه، نښې او درملنه

د اورميږ درد يوه عامه ستونزه او ناروغي ده. لاملونه يې بېلا بېل دي. نښې - نښانې، درد، ورڅخه تکليف او درملنه يې هم په لاملونو پورې تړلې ده. ښايي هر کس د ژوند په اوږدو کې يو او يا ډېرې ځلې د اورميږ درد تجربه کړی وي. دلته د دغه عامې ستونزې ځينې لاملونه، نښې او درملنه ليکو. 

د اورميږ درد ځيني عام لاملونه: 
- هغه کسان چې له خوب پورته شي اورميږ يې درد کوي او يا هم د ورځې په ترڅ کې د اورميږ درد احساس کړي، اصلي لامل يې دا وي، چې د شپې خوب پر مهال يې اورميږ داسې اېښی وي، چې عضلې يې سختې او شلې شوې وې، هر کله چې حرکت ورکوی، نو بيا درد احساسيږي. 

- اورميږ کې عصبي رشتې شته  دي. ځيني وخت شونې ده، چې دغه عصبي رشتو ته ضربه رسېدلې وي او يا هم د اورميږ د غلط اېښودو له امله پر دوی فشار راغلی وي، چې پايله کې يې اورميږ درد کوي. 

- ځيني وخت داسې هم کېږي، چې د يو اوږد وخت لپاره نيغ کمپيوټر ته يا پر ميز کېنی، نو اورميږ شليږي او ورپسې به د اورميږي درد احساس کړی. 

- د اورميږ د مفصلونو درد. د وجود د نورو مفصلونو په څېر د اورميږ کړۍ هم د بېلا بېلو لاملونو پر اساس ضربه پيدا کوي او همدا د اورميږ مفصلونه د درد سبب کېږي. 

- ځينې ناروغۍ لکه روماتیزم، مننژیت او سرطان هم د اورميږ د درد عمده لاملونه کېدای شي. 

د اورميږ درد ځينې نښې - نښانې: 
- څرګند درد. کله چې اورميږ ګډوئ او سر ته حرکت ورکوی، نو اورميږ به مو درد کوي. ځيني وخت درد داسې هم چې سر ورسره درد کوي. 
- اورميږ کې غضلې سختې وې؛ که په لاس هم لمس شي او يا زور پرې وشي، نو درد کوي. 

د اورميږ درد له يو څه وخت وروسته په خپله ورکيږي. خو که چېرې ډېر دوام يې وکړ نو بيا اړينه ده، چې اړوند متخصص ډاکټر سره وګورئ. که چېرې لامل د سر ناسم اېښودل وي، نو بيا د يو څه فزيکي حرکتونو او استراحت وروسته خپله درد ښه کيږي. 

د يادونې ده، چې  که چېرې د اورميږ درد د ټکر، غورځېدو، فريکي ضربې او يا ورته کومې بلې پېښې له امله وي، نو بيا يې درملنه  او په اړه يې پاملرنه ځانګړې کېږي. د عادي اورميږ د ځينو شته ګوليو په خوړو ارامېدلی شي.