په هلمند کې يو برتانوی سرتېری ووژل شو

 
د برتانيې دفاع وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي ، چې د دوی يو سرتېری د هلمند ولايت په نهر سراج سيمه کې وژل شوی. په خبر پاڼه کې د پېښې دڅرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي. د دغه سرتېري له وژل کېدو سره په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو د مړو شمېر 350- تنو ته ورسېد. برتانيه اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري او لومړي وزير ډېوېډ کامرون ژمنه کړې چې برتانوي پوځونه به تر 2015 کال پورې بېرته هېواد ته ستنوي.