سینوهه او د اوسني ژوند انځور

د ژوند پاڼې یوازې په اوښتو نه بدلیږي، بلکې نورې هم د ستونزو د زیاتېدو لامل کېږي. د سینوهه کتاب له میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله وړاندې پاڼې تورې شوې دي؛ خو انساني ژوند کې یوازې د یو مړ ژواندې لارې موندل لا پسې سرګرادنه شوي. د دې کتاب د پاڼو خبرې یوازې د ژوند خبرې نه دي، بلکې د علمي، تاریخي، سیاسي، فلسفي، دیني، اروایي او هنري اړخونو برملا کول دي، چې د انساني ژوند سره تړلي دي. لوی درسونه د تاریخ، د باورونو، جغرافیو او ټولنپوهنې پکې دي، چې د یوې سیمې وګړي له کومو اړخونه له نورو ملتونو ځان لوړ او بسیا ګڼي. ټولنې د انسانانو له افکارو او کړنو له بدلېدو سره بدلون مومي؛ خو انسان داسې خویونه لري، چې ژر د ټولنې له عامه جوړښت سره د وخت په تېرېدنې تعامل کوي. د دې کتاب لوستل به هرانسان ته د حالاتو سره د تعامل، زغم او انسان بدلېدنې راڼه انځورونه ښکار کوي.

سینوهه دا کتاب د خپل ژوند په اخر وخت کې ولیکه ډېرې خبرې د ژباړن له خولې مستندې او د رښتني تاریخ برخې دي، چې موږ سره د تېر تاریخ او انساني تمدن په راښودلو کې مرسته کوي. ژوند یوازې تر مادیاتو پورې منحصرول به مو د ژوند له ډېرو خوږو اړخونو بې برخې کړي. معنوي ارزښتونه به د ژوند هغه خواږه په انسان وڅکي، چې تر ډېره به د هر انسان د یادونو برخه وي. انسان د موقف له بدلېدو سره چې ځان بدل کړي، انساني ارزښت ته سپکاوی کوي، ځکه انسانان ټول ورته دي؛ خو کله یې چې د استعداد او بخت مزي وخوځیږي، دی هم د لوړاوي خوبونه په سر کې خواره کړي، چې دا د انسان په انفرادي، کورني او ټولنیز ژوند خپل اغېز پرېباسي. له دې سره بیا انسان په خودۍ کې ډوب شي او کله چې له موقفه لرې شي، بیا په تېرو یادونو کې یا ورک شي او یا په خپلو کړنو پښمانه وي، چې ولې مې په شته فرصتونو کې له ځان او د ټولنې له  وګړو سره ظلم وکړ، چې اوس په دومره ارته ځمکه کې د سر اېښودلو ځای نه لرم. تاریخ یوازې پېښې موږ ته نه بیانوي، چې داسې شوي، بلکې د یو ملت، سیاسي، ټولنیز، جغرافیي، فرهنګي او عقیدوي اړخونه راته پرانیزي او راته وایي تېرو خلکو د ژوند له سهولتونو او فرصتونو سره څه ډول چلند کړی او موږ څنګه کولای شو د حال او راتلونکي د روښانه کولو درس ترې واخلو. د سینوهه ژوند د لوړو او ژورو یو روڼ انځور دی، که هر څه د یو ملت وي؛ خو چې ملت یې د استعمال لپاره د ژوند له شته امکاناتو ګټه وانخلي، هیڅکله به په ځان بسیا او د خلکو له پیغورونو خلاص نه شي. 

د انساني ژوند په ظاهري اړخ کې ډېر بدلون راغلی؛ خو خویونه له یو نسل څخه بل ته انتقال مومي، چې همدا د انسان د بدلون لپاره لږ ټکنی سفر دی. په معنوي بعد کې بیا د بدلون لوری هماغسې کمزوری دی، مصر د یو لرغوني تمدن درلودونکی هېواد دی، چې انسانان ورسره له پخوا بلد دي، چې څومره پرمختللی او لرغونی تاریخ لري. همدا لرغونتوب یې د ټولنیز انحصار او فکري تګلارې سره اړخ نه لګوي؛ خو څومره چې ټولنه متمدنه وي؛خو بیا هم د فرهنګ او کلتور په دایره کې بندیوان وي، د فرویډ خبره ده. هر انسان دومره د مور او پلار اولاد نه دی، لکه د فرهنګ د هغه له فرهنګ څخه موخه د ټولنیز ژوند چاپېریال دی، چې انسان پکې ژوند کوي. د سینوهه کتاب له لوستلو سره د څو ملتونو د فرهنګونو او کلتوري اړخونو سره بلدیږو. د هغه وخت له دودونو، تاریخي، فلسفي، عقیدوي، سیاسي، جغرافیي، اقتصادي او ټولنیز ژوند راڼه انځورونه پکې وینو.