د تېر نظام چپه کېدو احمد ضيا مسعود رواني کړی؛ نه پوهېږي څه ووايي او څه وليکي 

د قسمت چارې او د بهرنيانو پروژې وې؛ ورور يې احمد شاه مسعود ورته دومره را غټ او لوی کړی چې لاريويانو او ملاتړ ته يې ترې قهرمان جوړ کړ. مسعود همدې غټو - غټو مسايلو کې له منځه لاړ خو ډوډۍ په کې د احمد شاه مسعود کورنۍ، نېږدې کسانو، خپلوانو، کيلوالو او هم - ژبو او هم -- قومو غوړه شوه. د معاملې په پايله کې د احمد شاه مسعود ورور احمد ضيا مسعود، چې نه کوم هنر لري او نه اثر، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تر لومړي مرستيالتوب په کې ورسېد. 

احمد ضيا په تېرو شلو کالونو  کې ښه غوړ وو؛ پيسې وې، زور  او زر وو، نوې ماډل موټرونه، لوکس جوړ شوي کورونه، بهرني سفرونه، قومي ناستې - ولاړې، سياسي معاملې، خو لنډه دا چې  عيش او نوش يې برابر وو. احمد ضيا مسعود له هغه سره شپه وه، چېرته  به يې چې ښه وو. يو ورځ به له کرزي له پتنګ ګډېدو او بله  ورځ به يې بيا کرزي پورې سپکې - سپورې شروع  کړې؛ د غني ځانګړی  استازی به شو خو چې له دندې به يې اوټ کړ، نو بيا به يې هغې پسې خوله خلاصه کړه. 

خبرې يې غټي -  غټې  کولې،  نه ورته بيرغ د منلو وو او نه  هم ورته د افغانستان نوم.  له افغانيت  او اسلاميت سره يې بد حساسيت درلود. د افغانستان پر تېر تاريخ يې ريشخند وهلو او پښتون ورته سم - دم دښمن وو. هم يې تېر نظام ننګولو او هم يې بل هر ملي ارزښت سره دښمني وه. که شخصي ګټې به يې په کې وې، نو بيا يې ښه تعاملات کول او ډېر به اېخوا او دېخوا نه کېدلو. هماغه ۱ او ۲۱ جمهوريت يې نه منلو خو چې  سقوط شو، نو پسې ژړا يې پيل کړه. ژړا يې په دې پسې  نه وه، چې ۱ او ۲۱ جمهوريت کې  يې، د هېواد کوم خير پسې خپه وه، ژړا يې پردې وه، چې نور پرې د نامشروع ګټو لارې وتړل شوې او منزوي شو. 

د ۱ او ۲۱ جمهوريت پر مهال يې هماغه جمهوريت پسې راخېستې وه، خو چې کله جمهوريت لاړ، نو بيا خو يې ا.ا سره دښمني حتمي وه، ځکه په تېر کې هم سره ټکر کې وو. احمد ضيا مسعود له ټولو هغو کرکه لري، چې پښتون وي. که د احمد شاه بابا، ميرويس نيکه، غازي امير امان الله خان، محمد ظاهر شاه،  سردار محمد داود خان، تره  کي، امين، ملا محمد عمر، کرزي، غني  او اوس د ملا هبيت الله نوم ورته اخلي، ښه پرې نه لګي. وينه  کې يې قوم پالنه ترزيق شوې ده او له تعصب بل ډول له  زړه خوند اخلي او ښې پرېمانه ګټې په کې ګوري. 

د حکومت په سقوط سره يې لومړۍ دا خبرې نېولې وې، چې غني معامله کړي او طالبانو ته يې واک په لاس کې ورکړ. نه يې د طالبانو اغېز منلو او نه هم زور، بس يوه خبره يې پر خوله وه او هغه هم د غني او طالبانو ترمنځ معامله. دا ډرامه يې تر يو وخت غږوله او فعاليت يې هم فېسبوکي  او پر فېسبوک وو. اوس يې د معاملې خبره پرېښودلې او د خپلو خبرو سره  په بشپړ ټکر نور څه وايي. پر طالبانو د لسګونو نيوکو، تورنو او ادعاوو ترڅنګ وايي، چې طالبانو په زور واک نېولی دی. يانې هغه د غني او طالبانو معامله اوس نه وايي اوس يې فکر داسې ځای ته راغلی  دی، چې زور او طالبان سره تړلي. 

پر فېسبوک يې نورې ليکنې يې بيا داسې دي، چې کله په کې طالبانو ته د ګډ حکومت د جوړېدو وړانديزونه کوي او کله بيا وايي، چې  چپه کوم يې او له منځه يې وړم. دا ډول ګډوډي د احمد ضيا مسعود ډېر پخوانی عادت دی؛ هغه وخت چې غني دی له واک لېرې کړ، نو جمهوريت يې هم چپه کولو. 

زما له انده د احمد ضيا مسعود په څېر  په تېر شل کلن دور کې ډېری د واک او ځواک څښتانان اوس په رواني ستونزو اخته شوي دي. د شخصي نامشروع ګټو دروازې پرې تړل شوې او شیطاني  سياستونه يې پای ته رسېدلي دي. دوی شلو کالونو کې ورور پښتون، تاجک، ازبک  او هزاره سره نفرتونو  کې اچولي وو خو اوس پرې خپل قومونه  او هم ژبي هم باور نه ورکوي. هم  يې ولس کې ځايونه ورک شوي او هم يې ګټې  - ګوټې له  لاسه ورکړې دي. دوی پر فېسوک، ټوېټر او يا ځينو رسنيو کې  سره، په خبرو کې داسې مسايل وړاندې کې چې بشپړه رواني ګډوډي يې په ګوته کوي.