پوځي روبوټونه؛ څنګه پوځي ماموريتونه تر سره کوي

د Project Theseus په نوم بريتانوۍ کمپنۍ د انګلستان پوځ ته داسې روبوټونه جوړ کړي دي، چې  د جګړې په ډګرونو کې به د پوځيانو پر ځای دوی مهمات، وسلې، خوراکې توکي، کالي او نور اړين وسايل لېږدوي. 

دغه روبوټونه دا وړتيا لري، چې پوځي وسايلو ته تيل واچوي  او د مالومه کړي چې ګاډو کې د تيلو اندازه څومره ده. دغه روبوټونه به د اموزن شرکت په څېر د پوځ په ليکو کې د وسايلو لېږد تر سره کوي. 

دغه روبوټونه ځمکنۍ او هوايي چارې تر سره کولی شي؛ يانې دوی به د پوځيان ځمکنی او هوايي ملاتړ کوي. دوی کې داسې روبوټيک سپيان هم شامل دي، چې په لېرې پرتو سيمو کې د سرتيرو سره مرسته کوي او موخې ته د رسېدو لارښوونې وړتيا لري. 

د SO2C په نوم انګلستان کې د روبوټ جوړونې يو بل شرکت مسوولين وايي، چې پوځي او جګړيزو برخو کې د روبوټونو ټېکنالوژي کولی شي، چې د انساني مرګ - ژوبلې شمېرې راکمې کړي. 

د پر مختللو هېوادونو پوځونه اوس مهال د لوړې ټېکنالوژۍ ترڅنګ روبټيک ټېکنالوژۍ باندې هم سمباليږي، چې دې سره دوی کره او په ښه ډول پوځي ماموريتونه تر سره او خپلو موخو ته رسېدلی شي.