تايرايډ غاړه کې د پتنګ په بڼه يوه غده ده؛ چې د باد پایپ (trachea) مخامخ واقع ده. تايرايډ داسې هورمون توليدوي، چې د زړه پر ضربان او د وجود د تودخي پر درجې اغېز کوي. هغه هورمون چې ټايرايډ غده يې توليدوي د تايرايډ هورمون په نوم ياديږي او انګلېسي کې يې نوم TH په لنډې بڼې راځي. که چېرې دغه غده ډېر هورمون توليد کړي، نو بيا په وجود کې داسې وضعيت رامنځ ته کوي، چې درد لري او درملنې ته يې اړتيا وي. دې ليکنه کې پنځه هغه خبرې درسره شريکو، چې تايرايډ لرونکي کسان بايد پر پوهه شي.
۱- د تايرايډ غدې د هورمون ګډوډي په ميرمنو کې د مياشتنۍ ناروغۍ ګډوډي رامنځ ته کوي. مياشتنۍ ناروغي به له منظم مهال وېش بهر او بې ترتيبه راځي.
۲- د ټايرايډ غدې هومورن پر میتابولیزم اغېز کوي. کله چې دغه هورمون ډېر او يا ډېر کم توليد شي، نو پر میتابولیزم اغېز کوي او پايله کې وزن کميږي. که چېرې د ټايرايډ هورمون د توليد کچه لوړه وي، نو يې په پايله کې وزن زياتيږي.
۳- که چېرې د ټايرايډ غدې هورمون په ډېرې کمې اندازې توليد شي، نو پر دماغو اغېز کوي. دې وخت کې حافظه کمزوري کېږي، شيان ژر له ذهنه وځي او اغېزمن کس نه شي کولی پر يو څه تمرکز وکړي.
۴- له ۱۹۷۵ کال وړاندې ټايرايډ يوه ناروغي وه، خو په ۱۹۷۵ز کال کې دا وموندل شوه، چې ټايرايډ د سرطان سبب هم کېږي. که څه هم د ټايرايډ سرطان شونتيا کمه، خو بيا هم بې درملنې پاتې کېدنه يې سرطان رامنځ ته کوي.
۵- اوس وخت ځيني داسې ادعا کوي، چې د ټايرايډ ستونزو د حل لپاره بشپړونکی لګولی شي. د ډاکټر فرېنک په نوم د ټايرايډ برخې يو متخصص وايي، چې دا ډول کړنه ګواښ لرونکې ده او مرګوني ستونزې پيدا کوي.
۶- د ټايرايډ هورمون ګډوډي سبب کيږي، چې اوستیوپروسیس رامنځ کړي. اوستیوپروسیس هغه ناروغي ده، چې هډوکي په کمزوريږي او ځيني وختونو کې د هډوکو ژر ماتېدنه هم رامنځ ته کيږي.
وروستي