فرانس ۲۴: د اوسلو ناسته د بند دروازو تر شا؛ طاـلبان او لوېدېځوال پر څه سره غږېدلي؟ 

روهي (څلورنۍ/۶ د سلواغې)، له درېيو ورځو وروسته د ناروې په اوسلو کې د افغان حکومت، ځينو سياسي څېرو، ښځو استازو، د ناروې هېواد چارواکو، امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو د ډپلماټانو ترمنځ درې ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده. 

دغه ناستې د بندو دروزاو تر شا وې، خو  بحث مسايل يې هلته ګډونوالو له رسنيو سره شريک کړي دي. د ټول - شموله حکومت جوړېدل، چې په پار به يې لويه جرګه رابلل کېږي، د ښځو او زده کړو حقوق، د اقتصادي وضعيت ښه کېدل او يو شمېر نور مسايل هلته بحث شوي دي. 

اوسلو کې په دې درېيو ورځو کې ګډونوال بحث شوي مسايلو ته خوښ او هيلې لري؛ په وينا چې شونې ده نېږدې وختونو کې افغانستان کې يو ټول شموله حکومت جوړ او ډېرۍ اوسنۍ ستونزې حل او فصل شي. 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن په ټویټر کې لیکلي، چې د دوی غوښتنه دا وه، چې افغانستان کې د نوي ښوونيز کال په پيل سره د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي او د زده کړو لپاره اجازه ورکړل شي. 

د ناروې هېواد چارواکو غوښتي، چې افغانستان کې د لږکيو او ښځو حقوق بايد د زده کړو، کار او بيان ازادۍ په برخه کې خوندي شي.