وړاندوينه: تر ۲۰۳۰ به هر لسو ګاډو کې يو بې چلونکي (driverless) وي 

روهي (څلورنۍ/۶ د سلواغي)، د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې پرته له چلونکي يا autonomous vehicle ګاډو ټېکنالوژي مخ پر وړاندې روانه ده؛ عملاً ځينو هېوادونو کې د موټر جوړونې شرکتونو داسې موټر جوړ کړي دي، چې پرته له ډرايور چليږي او خپل کنټرول لري. په دې مانا چې موټر کولی شي، ترافيکي څراغونه مراعات کړي، له وړاندې او وروسته موټر سره واټن ونېسي، که چېرې سړک کې نور موټرونه نه وي، د موټر سرعت تېز او ګڼه - ګوڼه کې به يې سرعت را کميږي. 

دې ډول ګاډو کې موټر چلونکی کولی شي، چې مطالعه وکړي، راحت پر تيلفون وغږيږي او يا نورې چارې د موټر دننه تر سره کړي. دغه موټرونو کې اوس ځينې چارې بايد د انسان يانې موټر چلونکي له خوا تر سره او کنټرول شي، خو هڅې دا  دي، چې په راتلونکې کې دغه موټرونه لا ډېر خپلسري او اتومات شي او د انسان پر ځای چارې موټر او په کې ځای پر ځای شوی، سېسټم له خوا  وړاندې يوړل. 

پر شمېرو او څېړونو تازه ولاړه وړاندوينه ښيي، چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به پرمختللو هېوادونو کې په هر لسو موټرونو کې يو يې پرته له ډرايوره وي. پر ټېکنالوژۍ سمبال د  autonomous vehicle جوړونې شرکتونه وايي، چې راتلونکو نهو کالونو کې به د اوسنيو موترونو لس سلنه پر اتومات سېسټم سمبال کړی شي. 

له بلې خوا، هغه هېوادونه چې د autonomous vehicle  ټېکنالوژي کې پرمختګ سره وړاندې ځي، د احتمالي ګواښونو او ټکرونو له امله سخت قوانين وړاندې کوي، چې په پايله کې به يې د ټکر يا کومې بلې پېښې په رامنځته کېدو سره، موټر کې ناست کې مسوول ګڼل کېږي. 

د يادونې ده، چې پرته له موټرچلونکي ګاډي نړۍ کې اوږده مخېنه لري؛ د لومړي ځل لپاره د هماغه  وخت پر وسايلو سمبال يو بې چلونکي موټر په ۱۹۲۵ز کال کې د امريکا متحدو ايالتو  په نيويارک ښار کې نندارې ته وړاندې شو.