علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا references) ليکل؛ بشپړ لارښوود - څلورمه برخه 

د همدې ليکنې په  لومړۍ (https://rohi.af/news/91204)، دويمه (https://rohi.af/news/91257) او درېيمه (https://rohi.af/news/91287) برخه کې تر ۱۹مې شمېرې په علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا references) لارښوونې در سره شريکې شوې؛ دې (څلورمه برخه)  کې د امریکا رواني ټولنې يا  American Psychological Association بڼې نورې طريقې درته ښييو چې څه ډول بايد سرچينې ذکر شي. 

۲۰- که مالومات د کتاب پر ځای له کومې وېب پاڼې راخېستل شوې وي:
- د ليکوال تخلص؛ 
- کامه (،)
- د ليکوال نوم يا د نوم لومړي توري؛ 
- د ليکوال تخلص او نوم وروسته نقطه (.)؛
- دوه قوسونو کې په وېب پاڼه کې د مقالې د خپرېدو کال او وروسته يې ټکی کېښودل؛ 
- وېب پاڼه کې د اړوند مقالې/ ليکنې سرليک راوړل او ورته ټکی کېښودل؛
- په خپله د وېب پاڼې نوم، او ټکی اېښودل؛ 
- د وېب پاڼې پته يا ادرس خو په پای کې ورته ټکی نه اېښودل کېږي. 
 
يادونه: که مالومات له وېب پاڼې راخېستل شوې وي، خو ليکنه دوه، له درېيو تر شلو، له ۲۱ زيات ليکوال ولري او يا يې لېکوال مالوم نه وي، نو په وړاندې برخو کې چې د کتاب او ژورنال لپاره هم لارښوود وړاندې شوی، دلته هم پلی کېږي. 
 
بېلګه: 
Smith, J. D. (2009). Kindergartens and childcare centres in New Zealand. Ministry of Education. http://www.example.com/thepage.htm

۲۱- که مالومات له ورځپاڼې راخېتسل شوي وي، نو بيا اړوند ورځپاڼه په سرچينه کې پر لاندې ډول روړل کېږي: 
- د ليکوال تخلص؛ 
- کامه (،)
- د ليکوال نوم يا د نوم لومړي توري؛ 
- د ليکوال تخلص او نوم وروسته نقطه (.)؛
- دوه قوسونو کې د ورځپاڼې د خپرېدو کال، مياشت او ورځ، او وروسته يې ټکی کېښودل؛ 
- ورځپاڼه کې د اړوند مقالې/ ليکنې سرليک راوړل او ورته ټکی کېښودل؛
- په خپله د ورځپاڼې نوم، چې بايد په مايل ليک يا italics بڼه وليکل شي او د ورځپاڼې نوم وروسته کامه (،) اېښودل؛ 
- د مقالې د شروع او پای پاڼو شمېرې چې منځ کې يې ډش (–) راځي او اخير  کې ټکی يا  full stop  کېښودل کېږي. 
 
يادونه: که ورځپاڼه کې ليکنه دوه، له درېيو تر شلو، له ۲۱ زيات ليکوال ولري او يا يې لېکوال او د خپرېدو نېټه مالومه نه وي، نو په وړاندې برخو کې چې د کتاب او ژورنال لپاره هم لارښوود وړاندې شوی، دلته هم پلی کېږي. 
بېلګه: 
Smith, J. D. (2009, January 12). Research awards draw industry attention. Albany Times, p. 22.

۲۳- که چېرې مالومات له داسې ورځپاڼې راخېستل شوې وي، چې ان لاين خپره شوې وي او چاپي بڼه يې شتون ونه لري، نو د پاڼې/پاڼو شمېر/شمېرو وروسته د اړوند وېب پاڼې چې دغه ورځپاڼه يې خپره کړې ده، ادرس راوړئ. 
بېلګه: 
Smith, J. D. (2009, January 12). Research awards draw industry attention. Albany Times, p. 22. http://www.example.com/
نور بيا په پنځمه برخه کې