د سینې سرطان په ښځو کې تر ټولو عام سرطان دی. دا په ميرمنو کې د مړينې سرطان لامل دی او سلګونه زره ميرمنې هر کال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پرې اخته کېږي. اوس وخت کې، د سینې سرطان لپاره د سکرینینګ او درملنې پرمختګونو د ژوندي پاتې کیدو کچه په ډراماتیک ډول ښه کړې ده. په ټوله کې، د سینې سرطان کچه د ۱۹۸۹ او ۲۰۱۷ کالونو ترمنځ شاوخوا ۴۰ سلنه را ټېټه شوې او درملنه يې تر يوه بريده پرمختللې شوې ده.
د سينې سرطان ځينې لوی نښې:
- بغل او د سينو درد؛
- د سينو د سرونو د رنګ بدلون؛ د تيو سرونو رنګ ژیړ او يا تېز سور شي؛
- د سينو سرونه خارښت پيدا کړي؛
- د دواړو سينو يا يوې، راوتلې برخه دننه لاړه شي؛
- د سينو اندازه او بڼه تغير پيدا کړي؛ ډېره لوی او يا کوچنۍ شي؛
- د تيونو سرونه او ځيني وخت دواړه سينې پوستکی اچونه شروع کړي.
- له سينو سپين او ژیړ رنګه مايع بهيدل؛
- په لاس يې لمس کېدای شي، يوه سينه کې د غوښې کتلې را پيدا کېدل.
د سينې سرطان پنځه پړاونه:
متخصص ډاکټر به د سرطاني تومور د اندازې او ودې پر بنسټ دا مالومه کړي، چې د سينې سرطان په کوم پړاو کې دی؛ په لويه کې له صفر تر څلور پنځه پړاونه لري چې بيا هر پړاو پر نورو فرعي پړاونو وېشل شوي دي. دلته د سينې د پنځوګونو پړاونو لنډ مالومات ليکو.
۱- صفر پړاو:
دې حالت ته د ductal carcinoma هم ویل کیږي. د سرطان حجرې یوازې د سينې په نلونو کې وي او شاوخوا نسجونو ته نه وي خپرې شوې.
۲- لومړي پړاو:
د سينې سرطان په دويم پړاو کې، تومور تر ۲ سانتي مترو پورې کتله او لویوالی پيدا کړی وي. سرطاني حجرې لمفي غدو ته رسېدلي وي، خو هلته يې فعاليت داسې وي چې اغېز يې نه تر سترګو کېږي.
۳- دويم پړاو:
دې مرحله کې تومور له دوه نيمو تر پنځه نيمو سانتي متره پورې شوی وي؛ د سينې له نالونو وراېخوا شااوخوا نورو برخو ته هم خپور شوی وي.
۴- درېيم پړاو:
دې پړاو کې د سينې سرطان حجره پنځه سانتي مترو ته رسېدلې وي، لمف غدې يې لاندې کړې وي او په پراخه کچه د سينې ټول شااوخوا خپور شوی وي.
۵- څلورم پړاو:
د سينې سرطان وروستی او مرګونی پړاو پنځم دی. دې وخت کې د سينو ترڅنګ نور حياتي غړي هم تر بريد لاندې وي؛ نېږدې هډوکي، سږي، ځيګر او دماغو ته هم سرطاني حجرې رسېدلې وي.
وروستي