زغال یا ګاز نیونه  ​(ګازمو څنګه نیسي او ځان څنګه ژغوری)

مونږ او تاسو خبریږو چې هرکال دژمي په موسم کې ځینې انسانان د ګازنیونې له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي.

دګاز یا زغال نیونه وړه مسله نه ده خو مونږ وینو چې هر ځلې خلک د ډیرو وړو بې احتیاطیو له امله خپل یا دخپلې کورنۍ د ژوند خوږ نعمت په خاطر کې اچوي.

زمونږ خلک ددې لپاره چې ساړه یې ونه شي د ژمي په موسم کې د کوټې ټولې کړکۍ دپلاستیک یا پردو په واسطه داسې بندوي چې کمه هوا هم چې دوی یې ساړه بولي کوټې ته داخله نه شي  دا کار دورځې په نسبت د شپې له خوا چې هوا معمولا ډیره ساړه وي لا نور هم جدي نیسي.

مونږ دداسې پیښو شاهدان هم یو چې زوم اوناوي چې دژمي په موسم کې یې واده کړی وي د واده په لمړیو شپو کې په دردونکي ډول خپل خوږ ژوند له یو عالم ارمانونو سره دلاسه ورکړي.

دا کسان دکوټې د سینګار د نه خرابیدو له امله  د لرګیو دبخارۍ په ځای دګاز بخاري استعمالوي او ددې لپاره چې د کور نور غړي یې خبرې وا نه وري د خونې ټولې کړکۍ په کلک ډول بندوي او په  نتیجه کې د ګاز نیونې له امله خپل ژوند په داسې ډول زیانمنوي چې ان دې دروازې لاستي ته یی لاسونه نه وي رسیدلی ، بې هوښه او بالاخره مړه شوی وي.

کله چې تاسو د ګاز بخاري یا زغال او یا هم تیل استعمالوی د سوزیدو په نتیجه کې یې یو ډول ګاز چې کاربن مونو اکسیاید نومیږي تولیدیږي چې دا ګاز په خلاصه فضا کې په یو بل ګاز بدلیږي چې که انسان یې تنفس کړي دومره خطر نه لري  خو په بنده خونه کې د کاربن مونو اکساید ګاز د تنفس په صورت کې ګاز په وینه کې د اکسیجن (چې د انسان دژوندي پاتې کیدو یوازینی ضروری ګاز دی) ځای نیسي.

کاربن مونو اکساید په وینه کې د اکسیجن دانتقال له سیټونو سره نسبت اکسیجن ته ډیر مایل دی او دې وینې سره د یوځای کیدو کچه یی تر یوسلو پنځوس ځلو هم زیاته ده.

په دې صورت کې که اکسیجن موجود هم وي په کمه اندازه کاربن مونو اکساید ګاز چې دسون توکو د سوزیدو څخه مینځ ته راځي  هم کولای شي چې انسان له مینځه یوسي بله خبره داچې کاربن مونو اکساید په اول کې د اکسیجن په نسبت دماغو ته ښه خوند ورکوي چې له هم دې امله انسان په اول کې ارام احساس پیداکوي او نه پوهیږي چې په نږدې راتلونکو ساعتونو کې څه پیښیدونکي دي.

کله چې د وینې په واسطه دا ګاز دبدن نسجونو خصوصا دماغو او زړه ته ورسیږي نو هلته ویجاړونکی حالت او ګډوډي رامینځه ته کوي،  په داسې حالاتو کې چې د اکسیجن سیټونه کاربن مونواکسایډ نیولي دماغ او زړه نه شي کولای چې  په بدن کې سمه اداره رامینځ ته کړي چې بلاخره ورو ، ورو  خو په لنډ وخت کې له سقوط سره مخامخ کیږي. د ګاز نیونې علامې او اعراض د اخستل شوی ګاز په اندازه پورې اړه لري.

چې په اول کې د ناروغ خبرې سمې نه وي یاداچې سم قضاوت نه شی کولای، ورپسې ناروغ ته سردردي د ساه ایستلو او لیدو ستونز ،  زړه بدوالی، ستړتیا، ګنګسیت، د زړه د ضریان زیاتوالی او دې خیره لیدلو مشکل پیداکیږي.

که اندازه یې نوره هم زیاته وي نو اخته کس مشوءش وي ، خبرې یې لاپسې ګډې وډې کیږي دبدن توازن له لاسه ورکوي، جټکې پرې راځي ، کوما ته ځي چې بیا دزړه او سږو د مقاومت دراپرځیدو له امله ځان دمرګ غیږې ته تسلیموي.

که چیرې د داسې یو حالت سره مخامخ شوی او لا مو خواص پر ځای وو یا مو څوک ولیدل چې ګاز نیولی دی نو زر تر زره اقدام وکړئ او اذادې فضا ته یې وباسئ ځکه چې په اذاده هوا کې د اکسیجن کچه لوړه وي.
که کس تنفس نه شی کولای یا یې دپوزې سر او دې لاسونو ګوتې شنې شوی وي نو زړه نه زړه مه کیږئ پر خوله یې خوله کیږدئ او خوله په خوله تنفس ورکړئ.

په عین وخت کې کوشش وکړئ چې ناروغ کس چې دګاز نیونې له امله له سقوط سره مخامخ دی زرتر زره نږدې روغتیايی مرکز ته ورسوئ ، هلته د لمړی لیکې نوکریوال ډاکټران د خالص اکسیجن په واسطه کولای شي چې د ناروغ په بدن کې د کاربن مونو اکسایدژوند په ساعتونو رالنډکړی او اکسیجن ته زمینه مساعده کړي تر څو دزړه دماغو او نورو حیاتي غړو د مرګ مخه ونیسي او ژوند بچ کړي. 

کله کله ډاکټران ناروغ ته دنورو دواګانو ترڅنګ د تازه وینې د ورکولو توصیه کوي داکار ددې لپاره کیږي چې ترڅو د اکسیجن د انتقال لپاره په وینه کې د هیموګلوبین نوی سیټونه ایجاد شي او اکسیجن دبدن نورو انساجو ته ورسوي لطفا هیڅکله هم د معالج ډاکټر د توصیې مخالف مه جوړیږئ.

ددې لپاره چې دداسې حلاتو سره په خپله یا مو د کورنۍ او ګاونډ نور وګړي مخامخ نه شي نو هیڅکله هم دګاز ، زغالو یا تیلو د استعمال په صورت کې د کوټې ټولې کړکۍ مه بندوئ.

د اکسیجن د راتلو او کاربن مونو اکساید د وتو لپاره باید ضرور په کوټه کې  یوه سوړه  موجوده وي.

کله چې ویده کیږی ګازي بخارۍ مو بنده کړئ یا که مسافر وی په واوره کې بند شی د موټر ټولې شیشې مو مه بندوئ او یوه یې خامخا نیم کښه پریږدئ، د موټر د لوګي سلنګسر مو وګورئ چې د واورې یا خاورو په واسطه خو بند شوی نه دی ،که بند وه نو د موټر دتیلو د سوزیدو له امله تولید شوی ګاز د موټر په داخل کې پاتې کیږي او تاسو وژني.  په داسې حال کې  د موټرشیشه لږ څه ټیټه وساتئ  او یا مو موټر ګل یا بند کړئ.

انسان کولای شي چې د ساړه په مقایل کې تر څه وخته مقاومت وکړي خو کاربن مونو اکساید ظالم ګاز یې په لږ وخت کې وژني.