ښه مطالعه

د ښې مطالعې لپاره مهمه ده، چې کافي وخت ولرئ او په هغه وخت کې چې د مطالعې لپاره مو ځانګری کړی دی، تر اخري دقیقې پورې د کتاب سره پاتې شئ، که تاسو هر ځل د ځانګري شوي وخت وروستۍ دقیقې پر مطالعه نه تېره وئ، نو دا مانا لري، چې پلان مو نیمګړی پریږدئ او سرته یئ نه رسوئ، نو ځکه اړینه ده، چې وخت ته د ارزښت ورکولو لپاره باید مهال وېش ولرئ او هره ورځ یې تعقیب کړئ.

د ښې مطالعې لپاره بل مهم کار چې باید تاسو یې له مطالعې مخکې تر سره کړئ، د مطالعې لپاره مناسب ځای دی.

ایا هغه ځای کې چې تاسو غواړئ مطالعه وکړئ، ستاسې په زړه دی، دا ځای خو ډېر تیاره او یا ډېره رڼا نه لري.

د کښېناستو ځای ( فرش، پېزای، چوکۍ) چې تاسو هلته کینئ مناسب دی، یعنې تاسو پرې ارام یاست یا نه؟

ځینې داسې فکر کوي، چې محیط باید مطلق خاموش وي، خو ځینې کسان په زیات خاموش ځای کې ښه اخذ نه شي کولای بلکې روحا نا ارامه وي، په پس منظر ( backgroud) کې دخوښې خوږ غږ مطالعه په زړه پورې کوي، ان ځینې کسان د زوږ نه په ډک چاپیریال کې ښه مطالعه کولای شي.

کله مو چې کتاب راواخست او عنوان مو غوره کړ، اول باید هغه څه چې تاسو پرې د ټاکل شوي عنوان په اړه پوهیږئ په یوه پاڼه کې ولیکئ او د عنوان د لوستلو په وخت کې هغه څه چې تاسو یې بیخي نوي ګورئ یا ډېر درته جذاب وي، یا دا چې زده کول یې درته ستونزمن ښکاري په نښه کړئ.

د عنوان د لوستلو وروسته ستاسو د یاداښت د پاڼې په اخرکې دهغه څه نه چې تاسو پرې د مخه پوهیدئ اوهغه چې نوي مو ولیدل د خپل فکر په ژبه یو نوی لیست ترتیب کړئ، دا کار په راتلونکي پړاو کې ستاسو د دماغو recall یا په یاد راوړل قوي کوي.

کله چې یو عنوان پای ته ورسیده، یوه وړه تفریح وکړئ، د مثال په توګه په خپل موبایل ټېلېفون کې ځان مصروف کړئ، د کلي دوکان ته ووځئ او په عین حال کې د لوستل شوي عنوان په اړه له ځانه یو څو سر خلاصې پوښتنې وکړئ.

که په کور یا ګاونډ کې مو داسې څوک وي، چې سویه یې له تاسو لوړه وي او فکر یې جوړوي، یعنې وخت ولري یا کومه ستونزه ونه لري، نو دخپلې لوستل شوې موضوع په اړه ورته وغږیږئ، مګر هیڅکله هم ورته مه وایاست چې دامې دنن ورځې درس دی او پر تايې پخوم.

که نه يې غوښتل چې په موضوع درسره وغږیږي نو شله کیږئ مه او د ښې زده کړې په بله لاره فکر وکړئ.

دزده کړې د لا پیاوړتیا په خاطر د نورو هغو زده کونکو یا محصلینو په ګروپونو کې ځان ورکډ کړئ، چې غواړي هر وخت د ټاکل شویو موضوعاتو په اړه په خاص یا عام وخت کې بحث وکړي.

په اوسني وخت کې د وټس اپ او د مسینجر تعلیمي جوړشوي ګروپونه هم ګټور تمامیدای شي. په دې ډول به تاسو هغه څه هم زده کړئ چې له تاسو پاتې دي، د پوښتنو او نظرونو تبادله یو څوک نور هم مطالعې ته سوق کولای او په سالم رقابت کې اچولی شي.

په هغه ګروپونو کې هیڅکله هم مه یو ځای کیږئ چې ستاسو وخت بربادوي برعکس د ښې مطالعې نه وروسته یا مخکې ځان ته پوره تفریح ورکړئ.

مثال: که تاسو دا عادت لرئ، چې سهار وختي مطالعه وکړئ ( سهار کې دماغ نسبتا ډېر فعال وي) نو دشپې مخکې له خوبه لږ وخت ساتېرئ ته ورکړئ او که دشپې مطالعه کوئ، نو مازدیګر ورته ښه چکر ووهئ یا کومه لوبه (فوټ بال، کریکټ ..) وکړئ خو د مطالعې په وخت هیڅکله په تفریح کولو مه پښیمانه کیږئ که دا سودا وکړئ، نو بیا ستاسو تفریح او بوختیا دومره ګټوره نه ده، په یاد ولرئ چې هغه لوبغاړی چې د منډې نړیواله سیالي ګټي ټول کال په منډه نه وي.

د غرمې د ډوډۍ د خوړلو په وخت نسبت دې ته چې د کتابونه په مینځ کې ووسئ پیتاوی غوره دی، دا ځکه چې د دماغو دروغتیا لپاره ویټامین ډي چې د انسان وجود یې دلمر د وړانګو نه په لاس راوړي ډېر ضرور دي.

د روغو دماغو د لرلو لپاره ښه غذا هم ضرور ده، هڅه وکړئ چې پاتې شونې غذا ونه خورئ، ځکه چې د وخت په تېریدو سره يې خپل کیفیت دلاسه ورکړی وي او د میکروبونو د ککړتیا په وجه د دناروغ کیدو سبب هم ګرځي.

ښه غذا د دماغو د مطالعې قوت زیاتوي او په درس باندې ستاسو تمرکز ته زیاتوالی وربښي.

که وس مو رسیږي د ماهي غوښه، وچه میوه، ځینې زړی، او مستې په خپله غذا کې ور زیات کړئ.

یاد خوارکي توکي ددماغو دانرژۍ په ځنډ ضایع کیدو کې مرسته کوي.

د بورې خوړل هم ښه دي، خو کم وخت وروسته يې تاثیر له مینځه ځي او انرژي یې زرضایع کیږي.

دښې مطالعې لپاره مو دماغ باید ښه پڼه کړئ، ډېرې اوبه وڅښئ او له یاده مه باسئ، چې لږې اوبه څښل ستاسو د دماغو دیاداښت قوه کمزوري کوي.

که زده کړیلان یاست نو دکال په اوږدو کې وار له مخه خپل سفرونه په کلیزه کې ولیکئ او هغو ورځو په حساب چې تاسو یې په سفر کې تېروئ له اوله د مطالعې په ځانګړي وخت کې ور اضافه کړئ، په دې ډول به ستاسو هغه وخت چې دسفر په مهال مو ضایع کړی دی سپمول شوی وي او د سفر تر راګرځېدو وروسته به درباندې د مطالعې او ازموینو زور نه راځي.