کرونا په اختر کې

ښکاره ده چې اخترونه د مسلمانانو دخوښۍ ورځې اوشپې دي چې د ټولې نړۍ مسلمانان یې په خاصو سنتي او رواجي کلتورونو لمانځي.

افغانستان کې بیا تر نورې نړۍ لا زیات مراسم نیسي خپلوان او ملګري راټولیږي، میلې کوي او دچکرونو نه خوند اخلي.

خو دسږ کال اختر باید د کرونا دناترسې وبا له کبله متفاوت وي او مونږ تاسو ټول باید ځینې لارښونې ددې لپاره چې ځان اونورو ته مو زیان نه وی رسولای په کلکه عملي کړو.

کله چې اختر رانږدې کیږي زمونږ په سنتي ټولنه کې دا دود دی چې خلک خپلې واده شوي خوارلڼې (خویندې، لوڼه) ددې لپاره چې داختر خوښۍ یې شریکې شي کورونو ته راولي چې داکار نن سبا دکرونا وایروس د انتقال له خطر څخه خو بچ بلکل نه دی بلکې په سلګونو او ان په زرګونو نورو کسانو پر کرونا ویروس د اخته کیدو سبب کیدای شي.

هیله ده سږ کال خپلو خویندو، لوڼو او خورینو ته د دوی برخه خوراک کورونو ته ورولیږئ او پریږدئ چې له ډیرو مودو وروسته د خپلو میړونو ، خواښي خسر او لیورونو سره اختر ولمانځي.

د اختر په شپه مو خپل ماشومان مه پریږدئ چې میرګنونو ته اور واچوي د ګړده ویې په نوم پیسو پسې کور په کور وګرځي مګر ددې لپاره ورته په خپل کور کې خوښي برابره کړئ او تاسو یې هم ورسره ولمانځئ.

زمونږ په ټولنه کې عادت دی چې معمولا داختر په دریو ورځو کې کلیوال د سهار چای په جوماتونو کې یو ځای څښي، ددې لپاره چې هم مو د جومات عزت ساتلی وي (جومات کې خوراک ښه نه دی) او هم مو د کرونا ویروس د خپریدو چانس کم کړی وي داځل اختر کې چای او میټایي د خپلې کورنې سره یو ځای وخورئ.

عادت دی چې داختر په ورځو کې زیاتره خلک چې اقتصادي حالت یې لږ برابروي په خپلو حجرو کې میلمانو لپاره او یا کور کې د کورنۍ لپاره دې وچې میوې میوه دانۍ جوړوي داچې وچه میوه نه مینځل کیږي او نه ټوله په مکمل ډول خوړل کیږي مګر بار بار پرې لاس وهل کیږي چې د کرونا وایروس اونورو میکروبونو په خپروي کې رول لري هیله ده داځل اختر کې وچه میوه یا هیڅ کورونو ته مه راوړي اویا یی د میوه دانۍ په شکل په دسترخوان باندې دخوړلو لپاره مه استعمالوئ.

داختر په ورځ کې دعید د لمانځه لپاره که تلی نو داسې ځای انتخاب کړئ چې سر یی بند نه وي، دوه متره فاصله په کې مراعت شي او مخکې له عید نه د ټول کلي په خوښه ټاکل شوی وي او ټول روغتیایي شرایط یې په پام کې نیول شوي وي.

ماشومان او زیات عمرلرونکو سپین ږیرو یا هغه خپلوانو ته مو چې بله کومه طبي ستونزه لکه د شکر ، زړه او پښتورګو ناروغۍ ولري اجازه مه ورکوئ چې د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي.

داختر دلمانځه نه وروسته داختر مبارکي مه کوئ ددې لپاره د ګرځنده ټیلفون یا خواله رسنیو نه کار واخلئ په هرصورت داختر د مبارکي په پار له غاړې یا لاس ورکولو نه ډډه وکړئ.

داخترد غرمې د ډوډی لپاره خپل کور انتخاب کړئ
ډلې ډلې دخپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته مه ځئ داځل مو د اختر ډوډۍ له خپلې درنې کورنۍ سره وخورئ خو که بیا هم د میلمانو یا ملګرو سره برابریدئ د خوړو لپاره جدا جدا لوښي استعمال کړئ او داسې ځای چې هوا یې خلاصه او فاصله په کې مراعت کیدای شي، کینئ.

کوشش مه کوئ چې دملګرو سره میلو او چړچو ته لاړشئ خوکه لاړي هم د ځان ساتنې ټولو احتیاطي تدابیرو ته متوجه اوسئ. دسوارلۍ واړه موټرونه ، تفریحي ځایونه او ګډ خوارکونه د وایروس ژر او خطرناک خپریدو ته زمینه برابروي.

کرونا ویروس په ټول افغانستان کې په تیزۍ د خپریدو په حال کې دی او له بله اړخه د افغانستان دولت دومره توان نه لري چې پر وړاندې یې چټکه مبارزه وکړي نو د هر وګړي دنده ده چې په ټولو روغتیایي لارښونو عمل وکړي او ځان ته اجازه ور نه کړي چې د خپلې کورنۍ، ملګرو او ټولنې د ناروغیدو سبب شي.

هیله کوم ځانونه له کرونا څخه وساتئ!
که ژوند او روغتیا وه د ژوند یوه واړه شیبه هم داختر نه کمه نه وي..
ځانونه ته په کور د پاتې کیدو تلقین ورکړئ او
ان شاالله په ګډو هڅو به کرونا له مینځه وړو.

ددې لپاره چې ښې ورځې او نور ښکلي اخترونه په وړاندې ولرو کرونا بابیزه مه ګڼئ.
دکرونا په وړاندې مبارزه صابون سره دلاسونو وینځلو، فاصله مراعت کولو او په کور پاتې کیدلو ته اړتیا لري.

هڅه وکړئ چې د کرونا په اړه روغتیايي سپارښتنې له نورو سره شریکې کړئ.
خوشحاله او له خوښیو ډک اختر ولرئ
ډاکټر مجاهد جبران