د امريکا د يرغل په سيوره کې د شل کلن جمهوريت ستره تېروتنه دا وه، چې د طاـلبانو د تېر حکومت له سقوط وروسته يې کور په کور د طاـلب او ترهګر په نومونو د پښتون پلټنه، نېونه، ځورونه، وژنه، بندي کول، بګرام او ګوانتانامو ته لېږل پيل کړل او د افغان ملت يوه ستره برخه يې دې ته اړ کړه، چې هم د امريکا د يرغل او هم د امريکا په لارښوونه د حکومت پر وړاندې غرونو ته پورته شي او په پايله کې يې د امريکا او جمهوريت لمنې ورټولې کړي.
که چېرې په ۲۰۰۱ کال کې، په خپله امريکا، ناټو او د دوی په ملاتړ حکومت د طالب په نوم پښتون ارام پرېښودلی وای، د شپې چاپې، بمبارۍ، نېونې، وژنې، ځورونې او ورپسې کېدنه يې نه کوله، نو شل کاله به د افغانانو دا مرګ - ژوبله نه وای. له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ امريکا او ور سره حکومت داسې سياست او دريځ خپل کړی وو، چې په خپله يې د ځان له منځ - وړنې تخم کرلو؛ ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۷ طالب کتلي شو او په ۲۰۰۷ کې امريکا او ملګرو يې طالب د يو واقعيت په توګه ومنلو. له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۴ طالب يو شتون خو د له منځه وړنې فکر يې په هوایي بمبار او زور وو. ۲۰۱۴ کې نړۍ ته دا پته ولګېده، چې د طالبانو شتون په هوايي بمبار، زور او وژنې پای ته نه رسيږي؛ خپل د زور سياست سره د يې سولې دريځ هم ګډ کړ. د ۲۰۲۰ تر فېبرورۍ امريکا او ۲۰۲۱ د اګست تر ۱۵مې جمهوريت - نومي- حکومت، د زور ژبه پرې نه ښوودله او لاندې - باندې خبرې يې د زور او د طالبانو د ځپلو وې، تر هغې چې ۲۰۲۱ اګست سمه نيمايي کې يې لمنې ټولې او له منځه لاړ.
واک ته د طالبانو په بيا رسېدو سره د طالب شتون او اوسنی حکومت يې، رېښتنی واقعيتت دی؛ رېښتنی واقعيتت په دې مانا چې که نړۍ او په کور دننه، څوګ ور سره مخالف وي او څوګ يې ملاتړي، د هېواد پر ټولې خاورې حاکميت هم د طالب دی، دولت هم طالب جوړ کړی او چلونکی ماشين (حکومت) يې هم د طالب په لاس کې دی. د طالبانو کورني سياستونه به چاته خوښ او چاته ناخوښ وي، خو د ناخوښو سياستونو د خوښ - کېدو په پار به تعامل، خبرې، ديپلوماسي او مذاکرات کوي؛ دا خيال پلوي چې ۲۰۰۱ په څېر به طالبان له منځه يوړل شي، اوس کې د نړۍ او سيمې سياستونو ته په کتو ناشونې او که شونې هم وي، نو پيل او پای به يې خورا دروند او سخت وي.
د نړۍ هېوادونو د طالبانو شتون منلی دی؛ ټامس وېسټ يې زرګونه کيلو متره لېرې له واشنګټن تر دوحې سفرونه کوي، طالبانو سره ناستې او خبرې کوي؛ هغه چې دوی يې نه خوښوي، خو طالبان يې لېرې/کوي ور سره پرې خبرې کوي، چې تغير او دوی ته هم د خوښې وړ شي. دا هم واقعيت دی چې د نړۍ ګڼو هېوادونو افغانستان کې خپلې سياسي استازوالۍ او سفارت خونې تړلې دي، خو هغوی چې نړيوال ډپلماټيک حقوقو سره اشنا وي ښه پوهيږي، چې د سياسي استازوالۍ دفترونو په تړل کېدو سره د سياسي اړيکو نه پرې کېدنه تر شاه څه لري؛ تعامل او ديپلماسي په جريان کې وي. د اسلامي همکاريو سازمان ناسته کې د طالبان ګډون، ايران، پاکستان، قطر او ناروې ته د طالبانو رسمي بلنې او سفرونه، کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر بيا پرانېسته او د لسګونو سفارتونو شتون او فعاليت، دا ښيي چې نړۍ د طالبانو شتون مني او منلی يې دی؛ نړۍ ملاحظات لري او تر پوره کېدو پورې يې د طالبانو رسميت پېژندنې ته زړه نه ښه کوي او دې برخه کې خبرې او مذاکرات په جريان کې دي.
که په کور دننه يې وګورو، د طالبانو ۲۵ کلن مخالفين، مخامخ جګړه کوونکي، ژورې - توپيري - ايډيالوژيکې هستۍ او هغوی، چې طالبانو په تېرو ۲۵ کالونو کې يا ورته پلار او ورور وژلی، يا يې د سر سړی او ګوندي - قومي مشر ورته له منځه وړی او يا يې نور ټکرونه سره درلودل؛ دوی هم غاړه دې ته اېښي چې طالبان يو واقعيت دی. له دوی مو موخه پخوانۍ شمال ټلواله ده، چې مخکښ يې عطا محمد نور، ډاکټر عبدالله عبدالله، احمد ضيا مسعود، احمد ولي مسعود، احمد مسعود، امرالله صالح، صلاح الدين رباني، بسم الله محمدي، يونس قانوني، عبدالرشيد دوستم، محمد محقق، کريم خليلي او نور دي. د دوی او طالبانو د اختلاف په پايلو کې احمد شاه مسعود، عبدالعلي مزاري، برهان الدين رباني او نور چې د چا پلار او ورور کېږي او د چا قومي - ګوندي مشر وژل شوي دي.
که چېرې د پورته کسانو خبرې او تبصرې واورېدل شي، نو دوی له خيالي نړۍ راوتي دي؛ دوی د طالبانو شتون هم اوس او هم په تېر کې منلی وو، لومړۍ او وروستۍ غوښتنه يې طالبانو سره تعامل او مشارکت دی؛ د تجربو پر اساس، اوس نور د طالبانو د له منځه وړنې او ورکولو خيالي خبرې نه کوي. مخالفت ښيي خو مخالفت يې مشروط او پر غوښتنو دی. د صالح، رباني، محقق او عبدالله په څېر کسان چې ۲۵ کاله يې د طالبانو پر وړاندې تونده ژبه کارولې او د جګړې سنګرونو کې سره مخامخېدل، نور يې زور اوبه شوی او ورسره زور يې دومره نه دی چې د طالبانو د نسکورولو هيله په کې ولري. دوی خپلې شخصي، ګوندي او قومي ګټې خوندي کوي؛ که نن طالبانو سره تعامل ونه کړي، نو ورځ له بلې طالبان د ولس دننه ډېر ځای پيدا کوي او له نړۍ سره يې ستونزې يې حليږي، بيا دغه کسانو ته ستونزمنيږي، چې خپلې غوښتنې پر طالبانو ومني، دوی تر يو بريده هوښياره او واقيعت لېدونکي خلک دي؛ د فرصتونو او وضعيت په پام کې نېولو سره تصميم نيسي.
ايران کې د اسماعيل خان او احمد مسعود ناسته او د خبرونو پر بنسټ مسکو کې له طالب لوړپوړو سره د احمد مسعود او امرالله صالح د لېدنې اوازې دا په ګوته کوي، چې د طالبانو سرسخت کورني مخالفين هم د تعامل او جوړجاړي په لټه کې دي؛ که داسې ونه کړي نو نور يې شخصي اغېز له سياست ټوليږي او نور به دومره يوازې او منزوي شي، څومره چې نن هم نه دي.
دا به ټول منو چې ټول پښتون طالب نه دی خو د طالبانو ترمنځ تر ټولو ستره جوړښتي برخه پښتون دی. هر کله چې نړۍ او د افغانستان نور اړخونه طالب سره ګډ وړاندې تګ هيلې لري، نو د پښتون کرکه او لېرې والی په خپله پښتون قوم سره ظلم دی. په ډېر کم شمېر پښتون شتون لري، چې د طالبانو دومره مخالفت کوي، چې نه به امريکا او نه به يې د شمالي ټولې پورته ياد مشران او د هغوی ملاتړي ولري. د طالب مخالف پښتون داسې ډله او کتله نه ده چې مخالفت يې سياسي، پوځي او په بلې بڼې وي؛ دوی مجازي - فېسبوکي، کلب هوزي او په واټس آپي ګروپونو کې د طالب تخريب کوي؛ تر ډېره بې اغېزې او بې پايلې تخريب؛ پر فېسبوک تخريب، هغه هم له امريکا او اروپا!
د پښتنو دغه کتله چې تېر جمهوريت کې ښه غوړ وو، د صالح او احمد مسعود په څېر ارزښتي مخالفت نه ښيي، دوی ښکنځلماران دي، دوی سپکې وايي او په فکري توزن کې ګډوډ خيال - پلوه کتله ده. د دوی سنګر فېسبوک، کلب هوز او د ټولنيزو رسنيو نور پلټ فارمز دي. دا خيال پلوه يو څه ډېر سپک خلک دي؛ طالب ته پنجابی و پاکستانی وايي، په ډېرو احساساتو کې د پنجابي او پاکستاني زوی ترې وويل شي؛ نه پوهيږي چې انسانيت کې د مور مقام لوړ دی هغه که د دښمن مور هم وي. د دوی اغېز، مخالف سنګر نېول او کرکه ډېره بې اغېزې ده؛ د طالبانو حکومت، ولس او نړۍ ترې خبريږي هم نه. کلب هوز دی او فېسبوک دی، چې خپل زړونه په کې خالي کوي او سپکې - سپورې وايي. دوی کوم وړ بحث نه لري، چې چا ته ورڅخه خير ورسيږي او کومه حل لار په کې وي، خو سپکې خبرې، سپين سترګي، پر ځان ستر حساب او لنډه دا چې پيشو د اوبو پر مخ ځان پړانګ ګوري.
دوی د دغه وخت ضايع پر ځای نور ډېر څه دي، چې کولی يې شي. طالبان به ستونزې ولري، د ولس د غوښتونو او د طالبانو د سیاستونو ترمنځ به واټن وي؛ فېسبوکي او کلب هوزي فعالين چې په مجازي نړۍ کې سرېښ شوي دي، کولی شي د ولسو ستونزو ته غبرګون ورکړي او هغه شريکې کړي. د مجازي بحثونو پر ځای، د سپکو - سپورو پر ځای او د احساساتي فکر پر ځای؛ دوی کولی شي عقلاني فکر او عمل وکړي. هغه منفي مسايل چې طالبان يې لري او ولس پرې ځوريږي، راټول او تر هغه چا يې ورسوي، چې تر سره کوونکي يې دي. دغه مجازيان، اروپا او امريکا کې د شته فرصتونو پر بنسټ کولی شي، د فکري خونو په ډول د افغانستان ستونزې او د طالبانو په سياسوتونو کې ناخوالې په ژورې بنې وڅېړي؛ ستونزې له حلارو سره وړاندې کړي او دې سره هم خپله اغېزمن تمام شي او هم يې ګټه ولس ته ورسيږي. که دوی د سپکو - سپورو او ټپو وهلو پر ځای، فکر لرونکي راټول او په هغه وزن خبره مطرح کړي، څومره يې چې خپل او د ولس دننه ځای دی، نو اغېز به ولري او خبره به يې هم واورېدل شي. وړاندې مو ذکر وکړ، چې دوی نه زر لري او نه زور، نه ولس کې ځای لري او نه داسې سياسي شخصيت چې اغېزمن وي؛ دوی په خپل کلي او قوم کې د لسو تنو ملاتړ او شهرت هم نه لري، خو بيا يې لافي تر دې وي، چې له امريکا او اروپا پر کلب هوز او فېسبوک کې طالبان له منځه وړي او يو بل نظام جوړوي؛ آيا دوی په رېښتيا خيال پلوه او لافک نه دي!؟
وروستي