راپور: عبدالرقيب سائل، د ا.ا وياند وايي، چې هېوادونو د حکومت رسمیت پېژندلو ته څراغونه لګولي خو اعلان کړې یې لا نه ده چې هغه به هم وشي او اوس لپاره سیاسي جریانونو ځکه حکومت کې نشته چې ځینې ستونزې ورسره لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
دی وايي، د هېچا حق تر تلف لاندې نه ده راغلی... موږ دومره سسته يا کمزورې اداره نه يو چې پسرلي به د موږ پر وړاندې خنډ جوړېږي او د نظام مخالفین که ګواښونه جوړ کړې وبه ځپل شي.
هغه زیاته کړې چې د ټولګډونه حکومت جوړېدو مسئله د افغانانو خپلمنځي موضوع ده، نړۍ پورې هیڅ تعلق نه لري.
هغه له افغانستانه د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني وتلو په اړه زیاتوي:"کودتا خو موږ په ده نه ده کړې، ده خپله صحنه پرېښوده او موږ کابل ته راغلو، جنګ خو و، او دی د امریکایانو ملګری و، کله چې امریکایان له افغانستانه وتل، دی ترې مخکې ووت...[د سیاسي جوړجاړي لپاره یې] ډېره وخت کشي وکړه."
د مجاهد په وینا، اوس خو نظام نوی دی، مختلفې ستونزې لري خو ګواښ زه مخکې نه ویني.
د ده په باور، اوسمهال د افغانستان لپاره لویه ستونزه اقتصاد ده چې باید په پښو ودریږي، د بې کارۍ کچه ټيټه شي او د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي؛ دوېیم د امنیت مسئله ده چې تر ډيره حده پورې کامیاب شوي او درېمه ستونزه یې له هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې ده.
هغه د هېواد ملي بیرغ په اړه ویلي چې دا یوه ملي مسئله ده، امارت به انشاءالله په دې مورد باندې کېدای شي په خپل وخت - چې کله د ملت د استازو یو ارګان جوړ شي- بیا به پرې بحث وکړي.
دی زیاتوي:"د ډېورنډ موضوع د ملت موضوع ده او ملت ته باید فرصت ورکړل شي، کله چې ملت ارام شي او خپلې ستونزې حل کړي نو بیا به دغسې قضایا د حل لپاره وړاندې کوو."
د مجاهد په خبره، امارت یو حکومت دی؛ کوم ګوند نه دی او له خلکو جوړ یو ترکیب دی خو که نور سیاسي جریانونه یې حکومت کې نشته، نو هغوی سره د اوس لپاره ځینې ستونزې لري.
د هغه معلوماتو له مخې، د نظام د چارو لپاره لومړی د علماوو ناسته او وروسته ملي او د علماوو شوراګانې جوړیږي.
وروستي