تڼاکه؛ د پوستکي ناروغي او که د زحمت او خوارۍ نښه؟

 تڼاکې ته انګلېسي کې blister وايي؛ طبي تعريف يې داسې دی، چې د پوستکي  د قشرونو ترمنځ مايع ټوليږي او د پوستکي يو دردونکی  حالت دی. د انسان پوستکی له درېيو قشرونو جوړ شوی دی؛ epidermis، dermis او subcutaneous دی. تڼاکې، ډېری د پوستکي د اپیدرم/epidermis قشر لاندې پيدا کېږي. تڼاکه يا له سپنې مايع ډکه وي او يا هم له وينې؛ تړاو په دې پورې لري چې پوستکي ته څه ډول زيان رسېدلی او د تڼاکې  پيدا کېدو لامل څه دی. 

په لويه کې تڼاکه درې ډولونه لري؛ درملنه، درد رسونه او اغېز يې هم د ډولونو پر بنسټ وي. 
۱- د وينې تڼاکه يا Blood blister: 
هر کله چې د انسان د پوستکی پر يوې برخې يو څيز په فشار سره ټېنګ شي او يا هم په کې ونېول شي، نو دې وخت کې د پوستکي لاندی  قشر يانې subcutaneous کې کوچني رنګونه پرې کيږي. کله چې رنګونه پرې شي نو دې ځانګړې برخه کې وينه ټوليږي. د وينې دغه ټولېدنه له بهر سور او تور رنګونو کې ښکاري چې د وينې ډکه تڼاکه پيدا کوي. 

۲-  د موښنې تڼاکه Friction blister: 
دا ډول تڼاکه د پوستکي پورتني يا epidermis کې پيدا کېږي. دا ډول ټناکې له يو بل څيز سره د پوستکي د لومړي قشر د لګېدنې او موښل کېدو له امله وي. تنګ بوټان پښو کول، د لاسونو په وسيله ډېر او سخت فزيکې کار کول او جرابو نه اغوښتل. دغه ډول تڼاکې ته ځکه Friction  وايي، چې Friction د اصطکاک په مانا دی؛ لاسونه او پښې له بلې اصطکاک  لرونکې مادي سره مښول کېږي. دغه ډول تڼاکې تر  ډېره  پر لاسونو او پښو وي او له سپين - رنګه مايع ډکې وي. دغه ډول تڼاکې په خپله د پوستکې يا بل څيز د ګرونې له امله وي. د بوټانو او پوستکي ترمنځ بايد جرابي شتون ولري او د درنو فزيکي څيزونو او لاس پوستکي د بېلا والي په پار دست کش واغوندئ. 

۳- Heat blister
دې ډول تڼاکو ته، Burn blister هم وايي، يانې د لمر وړانکو او د لمر په وسيله د پوستکي د سوځېدو له امله وي. له دې وراېخوا، ډېر وخت که د  يو چا لاس او پښه بخاری، ګاز او يا کوم بل ګرم لوښي سره ولګيږي، نو دا ډول  تڼاکه پرې پيدا کېږي. 

په لويه کې د تڼاکو په پيدا کېدو سره اړتيا نشته چې يو څوګ ډاکټر ته لاړ شي او درملنه يې وکړي؛ دا د پوستکي د ټپ کېدو، ضربې لېدو، موښلېدو، او د قشرونو دننه د کوچينو رنګونو د پرې کېدو له امله وي، چې بېرته عادي وضعيت ته راګرځي. که هرکله ستاسې  د لاسونو او پښو او يا د وجود د نورو برخې  تڼاکې داسې شوې چې د سپين رنګه مايع او وينې پر ځای، زيړ او شين لرونکې مايعات په کې ټول شوي وو او درد يې ډ‌ېر وو، نو بيا بکترياوې، فنجي، پرازېټ وردننه  شوي دي او د پوستکي دغه برخه ميکروبي شوې ده، چې بايد درملنه يې وشي. 

په لويه کې تڼاکه د پوستکي قشرونو ته ضربه رسېدل دي، چې غبرګون يې د تڼاکې په ډول ښکاري. په عنعنوي ډول، د موښنې تڼاکه Friction blister د خوارۍ او زخمت نښه  بلل کيږي؛ په ځانګړي ډول کله چې دا ډول تڼاکه د لاسونو پر ورغوي پيدا شي. لامل يې درانه فزيکي څيزونه دي، چې د پوستکي پورتنی يا epidermis قشر زيانمنيږي او بيا ورته د هڅونې په پار د ورغي تڼاکه مرغلره ده؛ متل په ډول ويل کېږي.