له محب د فارن پالېسۍ پوښتنه: ويل کېږي، تا او غني  له افغانستان ډېرې پيسې وړې، رېښتيا ده؟ 

روهي (يوه نۍ/۳ د سلواغې)، فارن پالېسۍ د افغانستان د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار حمد الله محب سره تازه مرکه کړې، د اګست پر ۱۵مه د جمهوريت سقوط، پر غني او نېږدې کسانو يې د پيسو د وړنې ادعاوو  او يو شمېر نورو مسايلو په اړه ترې پوښتنې کړې دي. 

فارن پالېسۍ له حمد الله محب پوښتلي چې ستاسې  او د اشرف غني په اړه ويل کېږي او تورنېږئ، چې په ډېر شمېر پيسې مو ځان سره له افغانستان وړې دي، آيا دا رېښتيا ده؟ حمد الله محب  د دغه پوښتنې په  ځواب کې ويلي  دي، چې دا خبره ادعا  ده او سمه نه ده او زه يې ردوم. موږ فساد نه دی کړی. محب د ځان د سپيناوي په اړه ويلي  دي، چې ده هېواد ته په رېښتنوالۍ  سره چوپړ کړی دی او هغه کسان چې دی له نېږدې پېژني دا مسله ورته مالومه ده. 

فارن پالېسۍ له حمدالله محب دا هم پوښتلي دي، چې تاسې  څه فکر کوی چې ولې طالبان ستاسې پر وړاندې بريالي او تاسو يې پر وړاندې ماته وخوړه. محب ويلي چې د جمهوريت د سقوط يو ستر لامل د ولسمشر ټرمپ  د ولسمشرۍ پر مهال د امريکا  په بهرني سياست کې تغير وو؛ دا بدلون سبب شو، چې امريکا له جمهوريت څخه ملاتړ ونه کړي او پايله کې ورځې تر بلې حکومت کمزروی کېدو. 

حمد الله محب، فضل فضلي  او د محمد اشرف غني ځيني نور نېږدې کسان په تېر څو کالونو کې افغانستان کې په پراخه  فساد  تورنيږي، خو حمد الله محب د جمهوريت له سقوط څو مياشتې وروسته  څو رسنيو  سره په پرله پسې مرکو کې د ځان سپيناوی وکړ او زياتوي چې د تېر حکومت د سقوط  لامل دی او ورته کسان نه بلکې ځيني نور لاملونه وو، چې حکومت ړنګ شو.